کور / هراړخیز / د هند په لویه وچه د افغانانو حکومت (یو تاریخې ناول ۴)

د هند په لویه وچه د افغانانو حکومت (یو تاریخې ناول ۴)

سلطان علاؤالدین  خلجیي


تاسو ددې  ناول  څلورمه برخه  لولئ…..


*****۶


تر څو وروځو پورې د  علاؤالدین  خلجیي کوټوال د دهلي په ښار کې  بوخت و . د ښار په کوڅه کوڅه کي  یي   تر دوو  ورځو پورې په پرلپسې توګه  په  لوړ  غږ  خلکو ته  خبر ورکاوه  او ویلي  یی   چې هغه توره  وهونکې  او تیغ وهونکې  چې غواړې د علاؤالدین خلجیي  دساتونکې ډلې دسالار او یا  د لښکرو د اعلې  قومندان  په څیر د ټاکلو له پاره په دې  مقابله کې  دګډون  هیله  لري  نو هغوې دې د کوټوال  په  دفتر کې خپل نومونه  ولیکې.  په دغه  دوه  ورځو کې  د کوټوال دفتر ته  د نوملیک  د ثبتولو له پاره  ډیره شمیره ځوانانو  خپل ځانونه را ورسول. او بیا یي د نورو  څلورو  ورځو د وقفې نه وروسته   د مقابلې  له پاره تیارې  و نیو . لمړۍ ورځ د  حرم  د څارونکې  د ټاکلو  له پاره مقابله و شوه . په دې ورځ  په مقابله کې د ګډون کونکو څو ډلې  جوړې  کړل  شوې وې . په دې  مقابلو کې  علاءالملک د کمال الدین نوم  هم  لیکلې واو هغه یي دې مقابلې ته د خپله ځانه سره یو ځاې راوړې و. دې مقابلې  تر  ماسپښین  ناوخته پورې  دوام وکړ ، او څو  ځوانان   ترې  بریمند را ووتل . بیا ددې  ځوانانو تر منځ  مقابله  پیل  شوه . په دې ځوانانو کې کمال الدین  هم ګډون  درلود.


هغه ځوانان   چې مقابله  یي  ګټلې وه او را مخته شوي و و، دهغوې  څخه یو څو  یی د کمال الدین سره  مقابله وکړه ، خوکله  چې کمال الدین د خپل  جنګي فن  او تاکتیک نه  په ګټې اخستو سره  هغوې په ډیره اسانۍ سره  د ماتې سره مخامخ کړل   نو پاته ځوانانو په  خپله د کمال الدین  له پاره  سرونه  ټیټ کړل ، په دې  اساس دغه  د لمړۍ ورځې  مقابلې  چې دحرم  د ساتونکي  قومندان  له پاره تر سره شوې وې  په  اسانۍ سره  کمال الدین و ګټلې .


بله ورځ د علاؤالدین  خلجیي د ساتونکې ډلې د قومندان  له پاره مقابله کیدونکې وه . څرنګه  چې  علاءالملک د علاؤالدین  خلجیي د  لارښوونې په  مطابق  دغه  مقابلې مخته وړلې ، نو په دې اساس په دې مقابلو کې یی هم د کمال الدین  نوم   ولیکه ، او دهغه  څخه یي و غوښتل  په دې مقابلې کې هم برخه واخلي ، کمال الدین په دې مقابلو کې هم برخه واخسته ، او دا د کمال الدین نیکمرغي وه  چې دا مقابلې یی  هم په ډیره  اسانۍ سره  و ګټلې. او په دې تر تیب  په دې ټولو مقابلو کې هر تیغ وهونکې دهغه تر مخه  ټیټ  شوې و ، او خپله سوبه یي ډاډمنه  کړې وه .


په هغه ورځ چې د علاؤالدین  خلجیي د ساتونکې ډلې د قومندان  له پاره مقابله کیدله ، نو په همدې ورځ د ماښام  څخه  لږ څه د مخه  شهزادګۍ  کیتهل او د شاهین   مور ګل بهشت  ،چې  نه یواځې د علاؤالدین  خلجیي  محبوبه  وینځه وه  بلکه  د هره اړخه یې د علاؤالدین  خلجیي دحرم  ساتنه  هم  په  غاړه درلوده ، دواړه د حرم  په یوه برخه کې ناستې وې اوپه خپلو منځو کې یې  خبرې کولې . ګل بهشت  ته هم دا خبر ور رسیدلې و چې دهغه زوې  شاهین د شهزادګۍ  کیتهل  سره مینه کوي  اوکیتهل هم اوس  د هغه  غوښتونکې ده  ، او  غواړې دهغه سره  واده وکړي  نو په دې خاطر  ګل بهشت  د خپل ځان  تر څنګ  ناستې  شهزادګۍ کیتهل ته ډیر  اهمیت ورکاوه .


ګل بهشت او  کیتهل  دواړو  په کومه موضوع  باندې  خبرې کولې  چې  شاهین هم همغې  خونې  ته  چې دوې په کې  ناستې وې  ور ننوت. د هغه  په کتلو سره  شهزادګۍ کیتهل  په ډیره مینه او محبت   ور څخه  و پوښتل چې :  څه  خبره  ده  چې نن  ته ډیر  خفه او  غمګین  شانته  یي ؟ بیا کیتهل  ورته  لاس  و خوځاوه او  ور ته یي وویل  چې را ځه دلته له ماسره څنګ کې کینه . شاهین  کرار کرار  مخته ورغې او د  شهزادګۍ  تر څنګ  کیناست . په دې وخت کې  ګل بهشت خپل  زوې ته مخ کړ او ورڅخه یی وپوښتل :


شاهینه زویه ! څه خبره  شوې  چې تا  د شهزادګۍ د خبرې ځواب  هم ورنه کړ ؟ او  هو ! ما فکر  کاوه  چې  په نن  مقابلو کې  به تا هم برخه اخستي وي  بلکه تاته  په دې مقابلو کې  برخه اخستل  په کار و . ځکه  چې د سلطان د ساتونکو د ډلې د قومندان  دنده  تر ټولو مهمه  دنده  شمیرل کیږی .  دهغې له پاره تا باید په دې مقابلو کې ګډون کړې وې .


تر لږ څه وخته پورې  شاهین د خپلې مور  خبرو ته  هم ځواب  ورنه کړ . داسې  بریښیده  چې هغه په  کومو نا معلومو  فکرونوکې  ډوب دې . بیا یی خپل سر ر ا  پورته کړ  اودخپلې مور ګل بهشت  په لور په کتلو سره یی وویل :


مورې !  زه د  یوې داسې  لانجې  سره مخ  شوي  یم  چې  زما ذهن  یی دحل  کولو توان  نه لري . ګوره مورجانې ! ما نه  غوښتل د حرم  د ساتونکي ډلې د قومندان او یا د سلطان  د ساتونکي ډلې  د قومندان  په مقابلو کې  برخه واخلم ، په  اصل کې  زما په ذهن کې دا خبره  راغلې وه  چې  ما ته تر ټولو غوره  دنده د فوځ  د سالار د نده ده  اوغو ښتل  مې دهمغې په مقابلې کې  ګډون وکړم . ددې کار  له پاره مې د کوټوال  علاءالملک  په دفتر کې هم خپل نوم  ثبت کړې و . خو داسې بریښې  چې دهغې دندې  دتر لاسه کولو له  پاره ز مابریا  شونې  نه وي ،


دشاهین ددې خبرې  په  اوریدو  سره دهغه  مور  ګل بهشت  څه اندیښمنه غوندې  شوه ، خو شهزادګۍ کیتهل  سمدستې  وویل  چې : څه وشول ، ته ولې ددې  دندې د تر لاسه  کولو  له  پاره هیله من  نه یي؟ ایا ته  چا د مقابلې  څخه  منه کړې یې ؟ که  چیرې  داسې وي نو ماته ووایه  زه به پخپله د ملکي کنول  دیوي سره خبرې وکړم . اوزه  هیله لرم  چې که په دې مقابلې کې  څوک  ستا تر مخ  خنډ ګرځي  نو هغه خنډ  به له مخې  لرې کړل شي. د شهزادګۍ د خبرو په اوریدو سره شاهین  ټکان  شانته وخوړ او  دهغې په لور په کتلو سره یي په ټیټ اواز سره وویل :


هغه خنډ  په دومره اسانۍ سره د منځه نه ځي . ګوره کیتهل جانې !  دملتان  د وژل شوې  حاکم  یو غلام  چې نوم یی  کمال الدین  دې  هم  په دې مقابلو کې برخه اخلي . په لمړۍ ورځ  چې د حرم  دساتونکې ډلې د  قومندان  د ټاکلو له پاره کومې  مقابلې وشوې  نو په  هغې کې هم  ، همدې کمال الدین ټول  تیغ وهونکي  له ځان  لاندې کړل، په بله ورځ  چې د علاؤالدین  خلجیي د ساتونکې  ډلې د قومندان  له پاره مقابلې وشوې نو په هغوې کې هم کمال الدین  ټولو  وینه تویونکو  تیغ وهونکو  ته  په ډیره اسانۍ سره ماته ورکړه .او د ټولو  اول  راغې . اوس  ما د علاءالملک  څخه اوریدلې دي چې همدا کمال الدین به د لښکر د سر قومندانې  له  پاره  هم په مقابلو کې برخه اخلي . او زما زړه  داپخلنې کوې   چې زه به  په هیڅ توګه د کمال الدین  څخه دا مقابله و نه ګټم .


کیتهل جانې  !  خبره داده  چې  زه ددوو  ورځو را هیسې  دهمدې کمال الدین  د تیغ وهلو  مقابلې وینم . هغه په خپل  فن کې داسې  پوه ، د تیغ وهلو  په خطرناکه  ګذار کې داسې  وینه  بیونکې  دې  چې خپل مقابل ته د وار کولو  نوبت  هم  نه پریږدي  اوپه څو لمحو کې  هغه تر ځان  لاندې کوي . نو په دې خاطر که  چیرې کمال الدین دلښکر د اعلې  قومندانۍ  په مقابلو کې هم برخه واخلي  نو بیا زما  ګټل  بلکل  شونی  نه  بريښي . اوزه  همدا اوس او په همدې وخت  دا وایم چې  ددهلي هر توره  وهونکې او تیغ  وهونکې  به دکمال الدین تر مخه د ماتې سره  مخ کیږي . اوهمدا کمال الدین به د لښکر د اعلي  قومندانۍ په  مقابلو کې  بریمند  را وځي . نوپه دې خاطر د کمال الدین په موجودیت کې زما  له پاره په دې مقابلو کې برخه  اخستل  بیکاره  کار  دې .


ګل بهشت د  شاهین د خبرو  په اوریدو سره تر ډیره  وخته  په  څه فکر کې ډوبه وه ، بیا یی  شاهین ته وویل :


شاهینه  زویه !  تا خو هغه دواړه  مقابلې هسې  له لاسه  ورکړي دي . پاته دغه ستره  مقابله ده  چې په هغې کې د لښکر  ستر سالار  ټاکل  کیږی  خو زه  غواړم  چې په هره توګه کیږي  ته د لښکر  ستر سالار و ټاکل شې. ګوره  زه به ستا په خاطر  همدې کمال  الدین ته ورشم  او هغه به دې خبرې ته تیار کړم  چې هغه ددې مقابلې  څخه په شاشي . اوپه دې مقابلو کې   برخه وا  نخلي . که  چیرې هغه  زما  د کومې خبرې د منلو څخه  مخ واړوي نو بیا به زه  د ګواښ  او اخطار ورکولو څخه  کار واخلم . زه  هیله لرم  چې  زه  به  واتوانیږم  هغه ددې مقابلې  څخه  لاس  په سر کړم . په دې وخت کې کیتهل هم  خبرې  پیل کړې  او ویي ویل : شاهینه !  ستا مورجانه  ښه وایي ، مونږ به کمال الدین ددې مقابلو  څخه لاس په سر کړو. زه به هم ستا دمور سره یو ځاې  د کمال الدین لورې ته ولاړه  شم . لمړۍ به  ورته  عذر او زاري وکړو چې  په دې مقابلوکې برخه وا نه خلي ، او که  چیرې زمونږ عذر  یی و نه  منوده  نو بیا  به د ګواښ او اخطار  څخه کار واخلو . او که  چیرې د هغې  څخه هم کار و نه شو  نو بیا  به زه پخپله د ملکي کنول دیوي   خواته ورشم  او  دهغې  څخه  به غوښتنه  وکړم  چې  په  دې لړ کې د سلطان سره خبره وکړ ي  تر څو کمال الدین   په دې  مقابلو کې د ګډون  څخه  منه کړی . زما په آند  سبا  ورځ  به ستا  په  حق  کې وي . یا به کمال الدین د مقابلو څخه  لاس په سر شي او یا به کنول دیوي  خپل اغیز په کار واچوي  تر څو سلطان  علاؤالدین  خلجیي هغه د مقابلې  څخه لاس  په سر کړی.


ددې خبرې سره سم ګل بهشت  د خپله ځایه  پورته شوه او شاهین ته یی  وویل :


شاهینه  زویه !  ته  ارام  وکړه . زه  همدا  اوس او په همدې وخت  د کمال الدین په لور ورځمه . او وبه  وینم چې  هغه  به  څنګه د سبانیو  مقابلو  څخه نه لاس  په سر کیږی . کیتهل هم د خپله  ځایه  پورته شوه  او دواړه د کمال الدین په لورد ماڼۍ د دې خونې  څخه  ووتلې  او  ور روانې شوې .


ګل بهشت او شهزادګۍ  کیتهل  دواړه  د ښار  به  جنوبې  غربي  سیمه کې د ملتان د لښکر پړاو ته  په ورتللو سره یوې  خیمي ته  ور ننوتې ، ویی کتل  چې په خیمي کې  کریم الدین او کمال الدین دواړه  ناست  دې او په  څه خبره  په  خپلو منځو کې  خبرې کوي. د  ګل بهشت او شهزادګۍ  کیتهل  په کتلو سره  دواړه  د خپلو ځایو څخه  پورته شول  او په ډیره  شانداره توګه  یی د هغوې  ښه راغلاست  وکړ .  ګل  بهشت او شهزادګۍ  کیتهل دواړه  کیناستې ، دواړو د کمال الدین په لور وکتل  او دهغه څخه یي د هغوې  ددروند ښه راغلاست په خاطر  مننه وکړه .  خو کله  چې کمال الدین او کریم الدین د هغوې تر مخه کیناستل نو  ګل بهشت  کمال الدین ته په کتلو سره خپلې خبرې پیل کړې .


کمال الدینه  زویه !  زما نوم  ګل  بهشت  دې ، کیداې شي تا زما په اړه  اوریدلې  هم وي ، زه د سلطان علاؤالدین  خلجیي د حرم  ساتونکې یم  او ددې نه اخوا د سلطان  تر ټولو زیاته  محبوبه  وینځه یم . له ماسره  چې دغه نجلۍ  ده دهغې نوم  کیتهل دې  اودا د جیتور د راجه رتن  سین  شهزادګۍ ده . هغه  څه چې  زه یي  ویل  غواړم  د  هغې د ویلو مخته  کمال الدینه  زه  تا ته  یو عرض  کوم .


یواځې  هغه  خلک  چې  د نورو  په غوښتنو ژوندي  او د نورو په غوښتنو مړه  کیدونکي وی د دې  نړۍ  نه ثواب  او نیکی تر لاسه  کولې شي . کمال الدینه !  زما زویه !  د اسمان د پراختیاو  لاندې  په خورو  ورو  بې ارادې  غوښتنو کې  یو ښه او نیک انسان  د یوه پراخه  ځواک  په څیر  دا  هیروي  چې د هغه  ابتداء څنګه  شوې او دهغه  انتها  به څه ډول وي ، هغه دخپل  ژوند ګټه  او خیر  له یاده  باسي  او د ذاتي  غوښتنو څخه  بې پروا  د یوې پراخه  ارادې  سره مخته  راځي او د نورو  بسپنه  او کومک کوی . زه دهمدې  ارادې  له مخې تاته راغلي یم  او غواړم  چې مونږ دواړه  یو ځاې یوه ډیره  نیکه اوښه  ژمنه وکړو . 


کله چې ګل بهشت چپ شوه  نو کمال الدین په ډیره  عجیبه توګه  ګل بهشت ته په کتلو سره  وویل :


درنې میرمنې ! زه  پوه نه شوم  چې ستا د وینا څخه ستا موخه  څه ده ؟ باور وکه  چې زما په  پله کې خو هیڅ هم  پرې نوتل . تا ډیره   پیچلې  او نغښتې  سریزه  کیښوده ، چې زما ذهن  یي د پوهیدو څخه  عاجز دې . پاکه خبره  را ته وکړه  چې ته څه  غواړې . اخر ستا کوم  داسې کار دې  چې  له ما پوره  غوټه خوري ، که  چیرې  هغه کار زما په وسه کې وي  نو ضرور  به یې وکړم .  دکمال الدین په دې خبره  ګل بهشت  نیغ په نیغه خپله  خبره داسې بیان کړه .


خیر  واوره کمال الدینه ! تا ددې  نه مخته دوه مقابلې ګټلي دي ، یوه د حرم  د ساتونکو د قومندانۍ له پاره  او بله د سلطان  علاؤالدین خلجیي د ساتونکې ډلې د قومندانې  له پاره . تا دا دواړه مقابلې  د خپل تیغ وهلو د فن  په زور  ګټلي دي  او اوس ته د لښکر د اعلې  قومندانۍ  په مقابلو کې  د ګډونه  له  پاره ورځې . ګوره  ! زما یو زوې دې چې دهغه نوم شاهین دې ، هغه هم په دې مقابله کې   ګډون  کول  غواړی  او هغه  په ډیره  بې صبرۍ  سره غواړې د لښکرو  اعلې  قومندان و ټاکل شي .


ګل بهشت  خپلې خبرې د  یوې  لمحې  له پاره  بس کړې   او په شهزادګۍ کیتهل باندې  یی  خپلې  سترګې ور ونښلولې  اوبیایي په خپلو خبرو پیل وکړ . کمال الدینه  ! ته  به فکر کوې  چې دکوم  مقصد  له پاره چې زه راغلې یم  نو دهغې  مقصد  د ترلاسه کولو  له پاره مې   شهزادګۍ  ولې  له ځانه سره  راوړې ده ، خو واوره  چې شهزادګۍ  کیتهل او زما زوې  شاهین  یو د بله  سره  مینه کوي ، یو بل  سره غواړې  او یو دبل  په مینه کې  ډوب دي  ، ډیر  ژر  د هغوې  دواړو  واده  هم  تر سره کیدونکې دې . هغه څه  چې  زه یی ویل  غواړم  ، داسې  فکر وکړه  چې  زه  یي د خپل  زوې په سپارښتنه  غوښتنه کوم  او  شهزادګۍ کیتهل هم  د همدې  مقصد  له پاره  له ماسره دلته راغلې ده . ګوره  کمال الدینه  زویه !  سبا  زما زوې  هم په دغه  مقابلو کې  برخه  اخستونکې دې ، او هغه  په دې  مقابلوکې  د  نورو  ګډون کونکو  هیڅ  پروا نه لری  خو یواځې  له تاڅخه  ویریږې. هغه  ویریږي  چې په سبانیو  مقابلو کې به هغه ستا له لاسه  ماتې خوري ، او دلښکرو د سالارۍ  څخه  به  بې برخه  شي . دا لاسته  راوړنه دهغه د ژوند د تر ټولو  لویه  غوښتنه ده. نو په دې خاطر  زه او شهزادګۍ دلته په دې خاطر  راغلي یو تر څو تاته عذر  او زارۍ وکړو  چې  ته  د سبانیو  مقابلو څخه  شاته شې . تر څو  زما د زوې  شاهین له پاره  لاره پرانستې پاته شي.او هغه د  لښکرو د ستر سالارۍ دا مقابلې  و ګټي .


کمال الدین تر یوه وخته  پورې  سر ټیټ کړې و او  په  کوم  فکر کې ډوب  و . بیا یي ګل  بهشت  ته و کتل او ورته یی  وویل :


درنې میرمنې !  تا  یوه ډیره ستره خبر ه زما مخته  کیښوده . خو که   زه په هغه مقابلو کې  برخه وا خلم  او تر شاترې  نه شم نو بیا  به ستا ځواب  څه وي؟ ګل  بهشت  یو ځل بیا په یخه  او نرمه  توګه  خپله خبره پیل کړه .


ګوره کمال الدینه ! زه  او کیتهل  دهمدې  له پاره راغلي یو  چې  تاته عذر او زاری وکړ و  چې ته  زما دزوې  شاهین  په خاطر ددې مقابلې نه تر شا  شه .


خو کمال الدین یو ځل بیا  په خپلې  خبرې  باندې  زور  راوست او ویی ویل :


درنې  ګل بهشت ! ما  له تا څخه و پوښتل  چې  که  زه  چیرې ددې  مقابلو څخه لاس  په سر نه شم  نو بیا  به ستا ، د کیتهل او ستا د زوې  شاهین  عکس العمل  څه ډول  وي ؟


دکمال الدین  دغه  ډول  پوښتنو د ګل بهشت  زغم  ورختم کړې و . د  شهزادګۍ  وچ ولې  هم  تریو  شوې  و . بیا نو ګل  بهشت د خپله  ځانه سره   پریکړه  وکړه او کمال الدین  ته یی مخ  کړ  او ورته یي وویل :


کمال الدینه  !  که  ته په خپل  ضد باندې کلک  شوې  او خپل ضد دې مخته کړ ، او که تا په دې مقابله کې  د لاس اخستلو څخه   ډډه ونه  کړه ، نو بیا یاد ساته  چې دا ملتان  نه دې  ، دا د دهلی  ښار دې ، مونږ به تاته  د دهلي په ښار کې داسې  حالات  را پیدا کړو  چې ته به  په کې د ځانته والی  او د زهرو  نه د ډکو هواګانو د تنفس کولو  احساس  وکړې  او په دې ښار کې به د یوه  ژړیدونکې  او کړیدونکې  انسان  څخه مختلف  نه اوسې .


دګل بهشت  په دې خبرو باندې  د کمال الدین په مخ   زهرجنه  خندا  را څرګنده  شوه اودهغه څخه ډیر غضبناک  کریم الدین و چې  ان  خپل  لاس  یی تورې ته  یوړ . بیا کما ل  الدین  غوښتل  څه ووایي  چې کریم الدین  پرې  په  همغه  قهرجنه  توګه  را مخته  شو  او په خپل مخ کې ناستې  ګل  بهشت  ته یی وویل :


ګل بهشت ! تر اوسه  چې تا  څه وویل  مونږ په ډیر  زحمت سره  وا وریدل او ومو  زغمل. ګوره  ! زما او د کمال الدین تر منځ کومه  نسلې  غوټه  نه  شته . بیا هم مونږ یو دبل  ورونه  یو . او یو بل ته  یو ځان او د یوه  وجود  وینه  یو . او یو بل ته  د خپلې ویني د اخري  څاڅکې  تر څڅیدو پورې  تیا ر  یو . په کوم ډول او طریقي  سره  چې تا  زما ورور  ته  کومې خبرې وکړې  مونږ دواړه  دداسې خبرو سره  عادی  نه  یو او نه یې  زغم  لرو.


کریم الدین غوښتل  څه  نور هم ووایي   چې  کمال الدین  هغه ته د چپ کیدلو  وویل ، بیا کمال الدین غوښتل  ګل بهست ته نور  څه  هم ووایي  چې  ګل بهشت  په  ډیرې غضبناکې توګه  دوې ته  مخ  کړ او د  بې عقلو په څیر  یي  خبرې  پیل کړې  او ویي  وویل :


زه ګل  بهشت  ډیره  ښه  په دې  پوهیږم  چې  تاسې دواړه  د څه ډول  حیثیت  خاوندان یاست . حقیقت دادې  چې تاسې دواړه د  ملتان  د حاکم  ظفرخان  غلامان  واست ، دا  ستاسې  نیک  بختي ده  چې هغه  په  جنګ  کې  مړ  شو  او تاسې دواړه  ازاد  شوئ ، واوره کمال الدینه ! ته  اخر  دکوم اسمان  سپوږمۍ  یی ؟  او دکومې  سپوږمۍ  هاله  یې ؟ دکومو  محرابونو  رڼا کونکې یې ؟ ستا  په  لمن  کې  ستا د اسلافو کوم  فخر او ویاړ  پروت  دې ؟  تا سره د خپلو نیکونو او اجدادو  کومه    شوکت او  نښانې  شته ؟ چې  پرې  فخر او ویاړ  کوې او د نورو د خبرو  د منلو  څخه انکار کوې . ګوره  کمال الدینه  !  زه یو ځل بیا تاته وایم  چې  که  چیرې ددهلی په دې ښار کې تا زما خبره و نه منله ، نو بیا  یاد  ساته  چې  ته به د  نه کړل  شونو ګناهونو   غم او میراث  له ځانه  سره وړې ،او عذاب  او ذلت  به  د خپل ژوند له  پاره   اساسه   ګرځوې.


اوس نو معامله د کریم الدین  له پاره  نوره د زغم  وړ  نه وه . هغه په یوه تړک  سره  خپله توره د نیام  څخه را وویستله ، خو لاس  یی کمال الدین  کلک و نیوه ، او بل  لاس  یی دهغه په  خوله کیښود اوکریم الدین ته یي وویل :


زما وروره کریم الدینه !  زه ستا  جذبات   په ډیره ښه توګه  احساسوم . خو ته  د لږ  څه  وخت  له  پاره  غلې کینه . او ماته وخت  را کړه  چې دې  ګل بهشت  ته زه  ځواب  ورکړم . که  چیرې  هغه زما د ځواب  څخه  ډاډمنه  نه شوه  نو بیا  چې ته  څه ډول  غواړې  هغسې  لاره خپله کړه . نو  زما وروره  زه   له تاسره  یم . د کمال الدین ددې خبرې سره سم  کریم الدین  خپله توره بیرته  تیکې کې ننویستله ، او په ډیره   غضبناکه توګه یی  ګل بهشت کې خپلې سترګې ور ننویستې وې . بیا کمال  الدین  په  خبرو پیل وکړ .


ګل بهشت   واوره !  ما ته  ستا حیثیت  هم  پوره  څرګند دې او دخپله حیثیته هم پوره خبر یم . تا ماته   دا وویل  چې دغه نجلۍ چې  له تاسره  راغلې  دهغې نوم  شهزادګۍ کیتهل دې .او ستا  دزوې  معشوقه ده . او غواړی ستا د زوې  سره  واده وکړی . بیا نو ګل  بهشت  !  ته څنګه  ښځه یی ، ته ولي خپل  زوې ته د نه  ګټلو سبق ښایي ، راوړه  هغه  میدان  ته ، چې  له ماسره مقابله وکړي  اوخپله  میړانه  او  خپل  شجاعت   د تیغ وهلو د مهارت  په میدان کې  را بربنډ  کړی  او په دې ترتیب  د لښکر د ستر سالارې دا مقابلې   پخپله وګټی ، ته  د مور په څیر  چې دخپل  زوې  له پاره کومه  لاره  ټاکې ، دا  په  هیڅ  توګه مناسبه  نه ده .  ته څنګه او څه ډول  لاره  خپل زوې ته ښایي .  ایا  ته غواړې  ستا زوې  تل  د غلنیو لارو  څخه خپلو موخو ته  ورسیږي ؟  


ګوره  ګل بهشتې !  دا  چې ددې دهلي په ښار کې څوک  د چا څه  ور خرابوی  او یا جوړوی  دا  ورستۍ خبره ده . خو یوه  خبره د  خپل  زړه  په  سر و لیکه  چې زما نوم  کمال الدین دې او هیڅ کله به هم ستا  په څیر د ښځو مخکې  ټیت  نه شم . زه  پوهیږم  چې ته  د سلطان  علاؤالدین خلجیی  محبوبه  وینځه یی. خو  ماته دا هر څه  بې  تفاوته دي . زه  به د لښکر و د ستر سالارۍ په  مقابلوکې  ضرور  ګډون کوم . او زه  تاته  په ډاګه وایم  چې که ته  زما څه خرابولې شی  نو د همدا اوسه یي خراب  کړه . که  چیرې  ته  په دې اړه د سلطان  علاؤالدین  سره  او یا دهغه دملکې  سره  اړیکې  ټینګول  غواړې  تر څو ما ددې  مقابلو څخه منه کړی  نو بیا  خبره  بیله ده . خو که  چیرې د سلطان  له لورې  ماته د ا حکم  وشو  چې  په دې مقابلو کې  ګډون  ونه  کړ م نو بیا به زه  ددې  څخه  په شا شم . خو ګل بهشت ستا په وینا  زه دا مقابلې هیڅکله هم نه پریږدم . پاته شوه  خبره  ستا د زوې ،  نو هغه  بې  غیرته  زوې  چې خپله مور  ما ته رالیږی  تر څو دهغه  سره مقابله و نه کړم او په دې  توګه  هغه  دغلنیو لارو  خپل  مقصد  ته ځان ورسوي نو  هغه  به  ما ته  څه زیان   ورسوی ، پاته شوه د شهزادګۍ کیتهل  خبره ، چې همدا اوس  زما تر مخه ناسته ده . نو زه دهغې په اړه  اوس  څه نه وایم . د شاهین  په څیر د یوه  بې کاره   او بې غیرته  انسان سره د هغه  مینه او محبت د هغې  خپل  ذاتي  کار دې. زه په  کې کار نه لرم .


د کمال الدین  په دې  خبرو  باندې ګل  بهشت  په  ډیر ه غضبناکه توګه  څه ویل  غوښتل  چې شهزادګۍ  کیتهل  په ډیر نرمه  توګه  او د شاتو په څیر خوږې   ژبې سره   خپلې خبرې داسې پیل کړې .


کمال الدینه  !  له یو چا سره کومک  کول  ، هغه ته لاس ورکول او دهغه  ملاتړ کول د نیکو انسانانو  ځانګړتیاوی  دی . زما محترمې  ګل بهشت  تا ته  په  ډاګه کړه چې  زه او  دهغې  زوې  شاهین  یو د بل  محبوبان  یو . ګوره  د یو چا  سره د  اړتیاو په وخت  کې  کومک  کول  ډیر ستر کار دې ، زه پوهیږم  چې ته ډیر  زړه ور یي  ، نه تسخیریدونکې یي .خو دا هم یاد  ساته  چې د کوم  انسان  ځواک  او ستروالې  غیر محدود نه وي . د هر انسان  د پاسه  بل  دهغه څخه  ځواکمن  انسان   شتون  لری،نو کمال الدینه  همدا معامله کیداې شی  له تاسره  هم  وشی .


زه او ګل بهشت  په ډیره هیله او  باور  سره تاته راغلي و او په دې  مو  باور  درلود  چې تا به په سباني  مقابله کې د شاهین  په  مقابل کې  په شا کړو . خو  ستا ځواب  مونږ  ډیرې نا هیلې کړو . زه یو ځل بیا تا ته عذر  او منت کوم  چې  زمونږ خبره و منې  او په سبانیو کیدونکو مقابلو کې د ګډون  څخه لاس واخلې . هیله ده چې ته به مونږ ددې  خبرې  په منلو کې ناهیلي  نه کړې .  کله  چې شهزادګۍ  کیتهل  خپلې خبرې   بس کړې نو کمال الدین  د پخوا څخه نوره   هم  په سخته  ژبه  ځواب  ورکړ او ویی ویل :


ګوره  شهزادګۍ  کیتهلې !  زه  په دې  خبره  ډیر  نا هیلې  شوی  یم  چې ته هم په یوه ډیر غلط کار کې د ګل بهشت او دهغه د زوې  شاهین ملګرتیا کوې ، اخر  ولې  زه ددې مقابلې څخه  شاته ولاړ  شم . یواځی په دې خاطر  چې تاسې  دواړه  غواړئ  شاهین  په یوه داسې ځآې کې ووینئ  چې  هغه یی  غوښتونکې دې ،که څه هم هغه مقام او هغه  ستروالې  دهغې  د ځواک او وړتیاو   څخه  پورته وي  ، هغه ولې  خپلې وړتیا وې ددې  مقام د لاسته راوړلو   په  خاطر په کار  نه اچوی ، ګوره  شهزادګۍ  کیتهلې !  زه  تا ته په څرګندو  ټکو  وایم  چې  زه به  په سبانیو مقابلو کې  برخه اخلم ، که  چیرې هغه  زه  په  سبانیو مقابلو کې  لاندې کړم  نو بیا خو د لښکر  سپه سالاري د هغه  حق دې . او که هغه  ما لاندې کړ نو بیا  دا زما حق  دې ، خو دا باید  درته په یاد وی  چې  زه  خپل حق بل  چاته پریښودونکې نه یم . زه هم انسان  یم ، زه هم جذبات  او احساسات  لرم ،  نو په دې  اساس  هغه څه  چې تاسې وویل  زه دهغې  هیڅ  یو  منلو ته هم تیار نه یم .


د کمال الدین  ددې خبرو  په اوریدو سره د ښایسته  او ښکلې  شهزادګۍ  مخ او څیره د قهر او غضب  نه تکه  سره اوختي وه ، او په ډیر  زیږه  ژبه  یي کمال الدین  ته  وویل :


ما  فکر کاوه  چې ته به یو انسان یی ،او ډیر نیک انسان به یی . خو ته یو  ناولې  ، پلید،  ظالم ، ګنهکار، شیطان ، ذلیل او …. وختلې ، زه تا ته د یوه  مهربانه  اجنبي  او زغم کونکې  انسان  په څیر  راغلې وم . او فکر مې کاوه  چې ته به زما خبره و منې  خو ته  بې غیرته  او چټل  و ختلې .


تر دې  ځایه د خبرو  وروسته  د شهزادګۍ  خوله  نوره  وچه شوه ، خو کمال الدین  په ډیره  غصه ناکه  توګه  ورته  وویل:


ګوره  شهزادګۍ ! ته زما له پاره  پردۍ یی . خو  زه تاته  خبردارې  درکوم  چې خپله ژبه  دې  په کنترول کې وساته . کوم الفاظ  چې تا ماته استعمال کړل  زه  هم کولې  شم  چې هماغه  الفاظ  په تاسو هم  دروشیندم . خو ګورۍ زه ستاسو د دواړو  عزت  په دې خاطر کوم  چې تاسې  ښځې  یاست . خو تاسې  د خپله  دغه حیثیته  ډیر  ناوړه ګټه اخلئ ، ستاسې خیر او ښیګڼه په دې  کې ده  چې  همدا اوس  سمدستي  زما دخیمي  څخه  بیرون  شئ او په خپله  لاره  ولاړې  شئ .


دکمال الدین په دې خبره  ګل بهشت او شهزادګۍ  دواړ و  یو بل ته په سترګو  سترګو کې وکتل او د خپلو ځایو پورته شوې  اوبیا  د تلو تلو په وخت کې یی  په ډیره ناولې  بڼه  کمال الدین ته مخ  کړ او ورته  یي  وویل :


اوس  به زه ګورم  چې  ته  به ددهلي په ښار کې  څنګه  سکون  پیدا کړې ؟ که  چیرې ما ستا سکون او ډاډ  برباد نه کړ  نو بیا به زما نوم  ګل بهشت نه وی ، همدا  راز  زه  به  تا  د لښکر و د سالارې  څخه  هم بې برخې کړم .  په دې توګه  ګل  بهشت د شهزادګۍ  لاس  و نیوه  او دواړه د خیمي څخه بیرون  ووتلې .


کله  چې  ګل  بهشت او شهزادګۍ  د کمال الدین د خیمي  څخه  ووتلې  که ګوري  چې د سلطان  علاؤالدین خلجیي   کوټوال علاءالملک د خیمی  دروازې ته ولاړ دې . هغه ډیر په  غصه  او ناوړه  حالت کې  ولاړ و . کله  چې ګل  بهشت  بیرون  را ووتله ، نو کوټوال  علاءالملک  په قهرجنه  توګه ترې  و پوښتل :


ګوره  ګل بهشتې ! زه  ددهلي کوټوال  علاء الملک  تا تنبیه  کوم   چې  که  چیرې په  دې  لړ کې  کمال الدین یا دهغه ملګری کریم الدین  ته  لږ څه  زیان  هم  ورسید  نو ګل بهشتې  ،  زه کوټوال  علاءالملک  به تا ته هغه سزا درکړم  چې د کتونکو  له پاره د ډیره  عبرته  ډکه وی . زه ددې خیمي  په دروازې کې د ډیره وخته راهیسې  ولاړ یم  اوستاسې دهریو کمال الدین  ، کریم الدین  ، ستا او د شهزادګۍ  ټولې خبرې مې اوریدلې دي . اوس  ورځه .  خو  متنبه  اوسه  چې  په را تلونکې کې   کمال الدین ته د کومې مقابلې څخه د تر شا کیدو  ګواښنه ونه  کړې  .


ګل بهشت د کوټوال  علا الملک ددې خبرو  کوم ځواب  ورنه  کړ  او د شهزادګۍ سره یو ځاې  د هغه  ځایه ولاړه . بیا علاءالملک د کمال الدین خیمي ته ور ننوت ، دهغه په کتلو سره کمال الدین او کریم الدین  دواړه دخپلو ځایو څخه پورته شول،  کوټوال  هغوې د لاس په اشارې  سره  بیرته  کینول  ،کله  چې هغوې کیناستل  نو کوټوال  هم دهغوې  تر مخ کیناست ، بیا کوټوال  علاءالملک  کمال الدین ته مخ  کړ او ورته  یي وویل:


کمال الدینه  !  زما دوسته ، زما زویه ! زه  له ډیره وخته  راهیسې  ستاسې د خیمي د دروازې تر مخ  ولاړ و م او هغه خبرې  چې  ستاسې او د ګل  بهشت او  شهزادګۍ  تر منځ  وشوې ، ټولې مې واوریدلې ، خو ګوره  زویه !  ته  غمګین  کیږه  مه ، نه یوازې  زه  علاء الملک  ، بلکه ددهلي پادشاه  سلطان  خلجیي  هم  ستا  تر   شا  کلک ولاړ دې . زه  تا ته  دا  ډاګیزه کوم  چې  که سباني مقابلې ته وګټي او یایی  بایلې ،خو سلطان علاؤالدین  خلجیي  لا دپخوا څخه  ته د فوځ  د ستر سالار  په توګه ټاکلې یی . په دې مقابلې کې د ګډون  له پاره  تاته  په دې خاطر بلنه  درکړل  شوې  ده  چې  تر څو کتونکې  دا  وویني  چې  هغه څوک   چې  یو وخت  د ملتان د حاکم ظفرخان غلام و  هغه یواځي په  یوې  جګړی  کې د ښه کړچار  په ښوولو  سره او   یواځي د سالارې  په دې مقابلو کې  سالار  نه دې  ټاکل شوي   بلکه  هغه په ټولو  مقابلو کې د ګډون  نه وروسته دغه مقام او ځاې ته  رسیدلې دې . په دې  اساس په مقابلو کې  تاته  په همدې  خاطر  دګډون  بلنه  درکول  کیږي . په حقیقت کې  هغه وخت  چې تا په  جنګ  کې ډیره  میړانه و ښووله او ډیر ښه کړچار  دې  تر سره  کړ نو په  لا یزال  خداې  مې سوګند  چې سلطان همغه وخت  تاته د سالارۍ د مقام د درکولو پریکړه  کړي وه .


اوس  دواړه  را پورته شئ ،  زه  تاسې دواړو پسې  راغلې یم ، نن  به تاسې دواړه  ډوډۍ  له ماسره   خورئ، دهغه په دې  خبره  کمال الدین  وویل :


زما دروند مشره  علا الملک !   دې ته څه  ضروت  دې؟ علاءالملک  په خندا شو ا ور ته  یي وویل : دې ته ضرورت  شته  ، زما زویه ! نور  څه  مه وایه  او  راځئ  دواړه   ورورنه  را پاڅیږئ او له ماسره  شئ ، کمال الدین  یو ځل بیا لږ  څه  فکر وکړ  اوبیا  یي  علاءالملک ته وویل :


زما درونده  مشر ه  علاءالملک ! مونږ دواړه  تللو ته تیار  یو . خو د تللو  د مخه  زه  له تا یوه غوښتنه لرم . څرنګه  چې  علاءالملک  پخپله  په  غوښه  ډیر پټ  و نو په دې خاطر د ارام  کیناستو له پاره د کمال الدین تر مخه خورور کیناست .او ویي ویل : کمال الدینه  زویه  ! تا څه ویل  غوښتل . په ځواب  کې کمال الدین ورته وویل :


درونده  مشره !  زه  او کریم الدین دواړه    ورونه   غواړو   په  لنډه توګه زمونږه  لارښوونه وکړئ او همدا راز  راته د سلطان علاؤالدین خلجې  د کړچار  ، دهغه  په تخت  کیناستل ، او دهغې د مزاج  په اړه   را ته  معلومات راکړې . ترڅو مونږ د هغه په ځانګړتیاو باندې  و پوهیږو  او بیا همغه ډول کړچار  خپل کړو .


علا الملک  یو ځل  په ډیر غور سره  کمال الدین ته وکتل ، اوبیا یي  په خپله څیره باندې  خوشحال ډوله خندا را پیدا کړه او ویی ویل:


کمال الدینه زویه !  ته وینی  چې زه د حد نه زیات  غټ او پیړ  یم . که چیرې ما په دوو برخو باندې وویشئ نو څه غوڅ  پځ  دوه  انسانان  را څخه  جوړیږي . سلطان  علاؤالدین  د همدې  غټوالې  په  خاطر ما خپل  ځانته  ډیر نه را بلې ، یوازې دښار  په اړه  دمعلوماتو د ورکولو له پاره زه هغه ته د ورتللو  اجازه   لرم . زه که وغواړم  نو په میاشت کې یو ځل دهغه دربار ته  ورتللې شم . هسې خو زه  هر وخت  چې و غواړم د سلطان سره د ښار د حالاتو په اړه د خبرو  له پاره  ورتللې شم . خو ګوره  کمال الدینه  زویه ! څرنګه  چې تاسې دواړه زما د زامنو په  څیر یاست  او ستاسې ددواړو  په خاطر زه د سلطان  له  اړخه  دلته ستاسې  سره د خبرو له پاره  را ځم .


خو زاما  زامنو  واورئ ! زه یو دین دوسته او متقي انسان یم. که څه هم زما  مزاج او زما طبیعت  تر اوسه  پورې د سلطان خلجیي د طبیعت  سره  سر  نه خوري ، خو بیا هم  زه  د هغه  ماموریت  کوم . ګوره  ! یو شمیر داسې مجبوریتونه هم  شته  چې مونږ یي دې نوکرۍ ته اړ کړې یم . علاءالملک دا خبرې په ډیره  راز دانه  توګه  دوې ته ویلې . هغه یو ځل د پخوا  په  نسبت  نورهم په ډیر ټیټ اواز  سره  دوې ته  وویل : کمال الدینه  زه به ستا د وینا په اساس  د سطان علاؤالدین څه حالات  تاسو ته بیان کړم . خو هغه څه چې زه یي تاسې ته وایم  هغه ټول  په خپل زړه کې  له  ځانه سره و ساتئ ، هیچا ته  یي و نه وایاست .  او که  نه  یادساتئ  چې بیا به  مو په دهلي کې  اوسیدل  ستونزمن شي .


ګوره کمال الدینه  زویه !  سلطان جلال الدین  خلجیې  د موجوده  سلطان  کاکا  و . دهغه  په وخت کې  علاؤالدین  د “کُړ»   والي  و. یو ځل سلطان جلال الدین   په رنتبور باندې  د یرغل کولو له پاره ووت ، خو دهغه د کوچ وروسته  دوه سترې پیښې  را  منځته شوې ، لمړۍ دا چې د هغه د خبریدو  پرته د هغه زوې  ارکلي  خان د دهلي څخه ملتان   ته ولاړ.دا چې په ملتان کې  هغه   څه  غوښتل وکړي ، هیچاته  یي په اړه  معلومات  نه شته . خو په دې  اړه یي  نه سلطان جلال الدین  ته خبر ورکړ  او نه   یي ترې  اجرت  و غوښت .


بله ستره  پیښه دا وه  چې  موجوده  سلطان  چې  په هغه وخت کې د “کُړ»    والي  و  پرته  له څه ویلو د کړُ   څخه ووت  او کله  چې  دا دواړه  خبرې  سلطان جلال الدین  ته  ورسیدې نو هغه اندیښمن شو ، هغه په ځانګړې توګه د سلطان  علاؤالدین په اړه  ډیر اندیښمن و . ځکه  چې هغه  علاو الدین  په ډیره  خاصه  توګه   روزلې و ، نو په دې حالاتو کې  د رتنبور  په لور  د تللو په وخت کې سلطان  جلال  الدین  د خپل لښکر سره یو ځاې په لاره کې تم شو . بیا څو  ورځې وروسته  سلطان جلال الدین  ته خبر ورسید  چې  علاؤالدین  د  سلطان د اجازې پرته  د کړُ    څخه  وتلې  او په  دیوګړ   باندې یی  حمله کړې  او هغه سیمه  یي  له یوه سره  چور  اوتالا کړې ده . او دهغه ځایه  یي بې  شمیره  مالونه ،  جواهر  ، فیلان او آسونه  غنیمت کړې او دکړُ    په  لور یي را وستې دي ، ددې  خبر په اوریدو سره  پاچا  لږ څه ارام  شو  بیا هغه د رتنبور  څخه  د دهلي په  لور کوچ وکړ  خو تر څنګ یي خپل دوه مخبران د علاؤالدین  لورې ته واستول تر څو  سلطان  ته دهغه  د حالاتو په اړه   خبر ورکړي.


په همدې وختو کې  سلطان  ته د علاؤالدین  له لورې  یو لیک را ورسید چې په  هغې کې  یې  لیکلې و چې  علاؤالدین  ستا د اجازې پرته  په   دیوګړ   باندې  د یرغل د کولو  په  اساس  د ویرې  احساس کوی، نو په دې خاطر  دا به مناسبه وي  چې  سلطان  ما  پخلا کړي  ترڅو  زه  د کومې ویرې پرته  ستا په دربار کې  حاضرشم .د خط  د  لوستلو وروسته  سلطان  جلال الدین  په یوه ګاډۍ کې کیناست او د کړُ   په لور یی حرکت وکړ، دهغه سره یو لښکر هم و  چې  ورته یی حکم کړې و چې  هغوې دې د دریاب په  غاړه  غاړه  دهغه سره  یو ځاې  وړاندې تګ  کوي .


کله چې سلطان جلال الدین   کړُ ته  ور نژدې شو  نو علاؤالدین  خپل ورور الماس  بیګ  ته ډیر  زیات  قیمتي  جواهرات  ورکړل  او د سلطان جلال الدین   مخې ته  یی ور ولیږه . الماس  بیګ د سلطان جلال الدین   زوم  هم و  او سلطان جلال الدین   پرې  ښه  او پوره باور هم کاوه  . هغه  چې کوم جواهرات  د سلطان په خدمت کې وړاندې کول  غوښتل  هغه  د هغو جواهراتو له ډلې څخه و  چې  علاؤالدین د دیوګړ    په سیمه کې   لوټ او تالان کړي و . الماس  بیګ د خپل خسر او  کاکا  سلطان جلال الدین   تر مخه  حاضر شو  او ورته یی  وویل  چې دهغه ورور  علاؤالدین  له تاسره د مخ کیدو  څخه   ویره  احساسوي ، ځکه چې هغه  ستا د اجازې پرته  په دیوګړ باندي  حمله کړې وه. اوس  هغه  غواړي  چې د لکنهو په  لور  و تښتي ،اوستا د قهر څخه خوندی  پاته شي . الماس  بیګ  سلطان جلال الدین  ته  دا هم  وویل  چې  که  چیرې  هغه  وغواړې  چې دهغه وراره  علاؤالدین   در په در  کیدو نه  خوندي پاته شی . نو مناسبه  به وي  چې  سلطان جلال الدین   په یواځې  ځان هلته  تشریف  یوسې او علاؤالدین  د خپله ځانه سره  یو ځاې  راوړي .


په دې  وخت کې د سلطان جلال الدین   وزیرانو او امرانو  د الماس  بیګ ددې  وړاندیز سره   اتفاق  و نه کړ .او سلطان جلال الدین   یي  هلته د  ځانته ور تللو څخه  منه کړ  خو ویل کیږي  چې د سلطان جلال الدین   په سر د مرګ   توره  ګرزیده ، هغه دخپلو مشاورینو  خبرې  باندې  غوږ  هم  و نه رپاوه . او دخپل وراره د کتلو له پاره د خپلو څو امیرانو  سره هلته ورغې .


مازدیګر نزدې  و  چې سلطان جلال الدین   د ګنګا  ددریاب  څخه اخوا پورې وت . او په  هغې  چوتري باندی و درید  چې  څه موده مخکې  سلطان  ته جوړه کړل شوې وه . په همدې وخت کې  علاو الدین  د یوې سترې  ډلې سره یو ځاې راغې او دسلطان په پښو کې  ور پریوت .


سلطان  په ډیره  مهربانۍ سره دهغه سر په دواړو  لاسو کې و نیو  ، را پورته یي کړ اودهغه  تندې یي ښکل کړ .


زه تاته د پلار په څیر یم ، ایا ما دا دومره موده  په دې خاطر  ستا پالنه کړې  وه  چې ته زما څخه  ویره ولري ؟


په دې وخت کې علاو الدین  سلطان جلال الدین   له لاسه و نیوه  اود هغه یو  سردار محمد سالم  چې  د علاؤالدین  ترورزې  هم و  خپله توره  له   تیکې  را وویستله ، او د سلطان جلال الدین   سریي پرې   غوڅ کړ او په نیزه کې  یې  پورته کړ .   


هغه  وزیران او امران  چې د سلطان جلال الدین   سره هلته  تللې و  ټول  په ویره کې شول . هغوې بیرته په کشتۍ کې کیناستل  او غوښتل یي  چې را و تښتي ، خوعلاؤالدین ور  ټوپ کړ او دکشتۍ  رسۍ یی و نیوله . خو د سلطان جلال الدین  څو کسو امرانو خپل ځانونه  اوبو ته ور  واچول  او هملته ډوب  شول او له  منځه ولاړ ل.کوم  چې  بندیان  شول  هغوې  یی  هم  له تیغه تیر کړل .


دسلطان جلال الدین  لښکر چې د دریاب  په  غاړه  سوکه سوکه  روان  و نو کله  چې هغوې د سلطان جلال الدین  دمړیني  څخه  خبر شول نو د لښکرو  قومندان  ملک  احمد  لښکر بیرته د ډهلي په  لور  سوق کړ . هلته د سلطان جلال الدین  د ښځې په خدمت کې  حاضر شو . دلته  ملک احمد ته په کار و  چې  د سلطان  زوې  ارکلې خان  را وبولي  او د پلار  په ځاې یې  په تخت  کینوي  ، ځکه  چې په ارکلي خان کې  د پادشاهۍ کولو هر ډول  وړتیا موجوده وه. هغه یو  زړه ور او بهادر  انسان و .  او ملک  احمد هم  غوښتل  چې دهلي ته د رارسیدو  سره سم د علاؤالدین تر  راتګ د مخه  داسې پرکړه وکړ ي . خو هغه د سلطان جلال الدین   بل  زوې  قدر خان د سلطان په ځاې په تخت کیناوه .


دبله اړخه  علاؤالدین  هم د خپل لښکر سره یو ځاې  قدم په قدم او منزل  په  منزل  مخته راته . د لارې  په اوږدو کې  یی  په خپل لښکر باندې  مال او زر  شیندل ، ان تر دې  چې دهلي ته  را ورسید. کله چې  خلکو دهغه د زرو  د شنیدلو دا حال  کوت  نو  ډیرو یې  هغه  لورې ته  میلان  پیدا کړ . هغه وخت  چې  علاو الدین  د جمنا ددریاب  غاړې ته راورسید  نو  هملته  یی منجنیقونه  ښخ کړل  او د منجنیقونو په واسطه یي د خلکو په لور  زر او جواهرات  شیندل  پیل کړل . دهغه  په دې  کار سره د دهلي  امرانو د قدر خان  ملاتړ  پریښود او د علاو الدین ملاتړي وګرزیدل . 


ددې حالاتو په کتلو سره دجلال الدین زوې قدرخان  چې  نوې نوې  په سلطنت  باندې  ناست و ،وویرید او د دهلي  څخه د خپل ورور  ارکلي خان په لور و تښتید.او په دې تر تیب  سلطاعلاؤالدین دهلي ته را ننوت او په تخت  کیناست .  په تخت باندې د کیناستو  وروسته  علاؤالدین خپل  ورونه  الخ  خان او رکن خان د جلال الدین د زامنو  قدرخان  او  ارکلي خان  پسې  د یوه  ستر لښکر  سره   ملتان ته   و استول  تر څو دهغوې دواړو  څخه  ځان  بې غمه کړي ، کله  چې لښکر  ملتان  ته ورسید نو قدرخان او ارکلي خان دواړه یي  د ملتان په ښار کې  محاصره کړل  خو د ملتان خلکو  هغوې دواړه و نیول او الخ  خان  ته  یي  ور حوال کړل ، الخ خان د قدرخان   او ارکلي خان  په اړه د علاو الدین  څخه  دلارښونې  دتر لاسه کولو غوښتنه وکړه ، علاو الدین  هغه  ته د هغوې  د ړندولو  حکم وکړ ، او په دې تر تیب د قدرخان  او ارکلي  خان  نه علاوه د جلال الدین د څو نوروخپلوانو سترګې  هم  ور ړندې کړل شوې .


په تخت د  کیناستو وروسته  علاو الدین ته په مختلفو جنګونوکې  ډیر ې  سوبې په  برخه  شوې  چې دهغې  په اساس  خلکو  د علاؤالدین  تیر  اعمال  هیر کړل او دهغه ددې  سوبو  په واسطه د هغه  خواخوږي  شول .


دعلاؤالدین  په تخت د کیناستو وروسته  مغلو  لمړنۍ  حمله وکړه ،خو علاؤالدین هغوې ته ډیره بده ماته ورکړه اوهغوې  بیرته   په شا وځغلول . دهغې وروسته  یی د جلال الدین ټول  وفاداره  امران او وزیران   په  پوره توګه  تر خپل کنترول  لاندې راوستل . بیا یي د ګجرات د نیولو وروسته ،دهغه په لښکر کې څه  نوي مسلمان  شوي مغلانو بغاوت  وکړ  خو علاؤالدین دا بغاوت  په ډیره  سختۍ سره وځپاوه ، دهغې وروسته بیا سلطان په سیوستان  باندې  حمله وکړه  او هغه سیمه یی په  پوره میړانه  تر خپل سلطنت  لاندې راوسته ، د سیوستان  دحملې   نه وروسته بیا قتلق خواجه  په دهلي باندې د  حملې له پاره  راغې نو   قتلق خواجه  ته  چې څه  ورپیښ شول  نو کمال الدینه زویه ، دهغه  په هکله  تاته پوره  معلومات شته . ځکه  ته  پخپله هم په دې  جنګ  کې  شامل وې . کمال الدینه  ! ما خو په لنډه توګه د   علاؤالدین  حالات  تاته  بیان کړل  خو ګوره زویه ! دغه ټولې خبرې  تر خپله ځانه پورې  را و نغاړه ، دهیچا سره پرې بحث و نه کړې  ،بس  په همدې کې ستا خیر دې.


کله  چې  علاءالملک  چپ  شو نوکمال الدین  تر یوه وخته  پورې  فکر کاوه  اودهغه  وروسته یي یو ځل بیا علاءالملک ته مخ کړ او ورته   یي وویل :


زما درونده  مشره !  علالملکه ! له تانه ډیره مننه  چې تا  د علاؤالدین د ژوند حالات  مونږ دواړو ته وویل . مونږ به د همدې  حالاتو په  رڼاکې  دډیر احتیاط نه کار اخلو، ایا په دهلي کې اوس  هم داسې خلک شته دې  چې دهغوې  څخه  زه او کریم الدین  خپل   ځانونه  په څنګ  و ساتو ؟ په هغوې  باور او  اعتماد و نه کړو ؟ تر څو هغوې   زمونږ له پاره  ګواښ و نه ګرځي . د هغه  په دې خبره  علاء الملک  په خندا شو او ویي ویل :


ګوره  کمال الدینه   زویه !  دلته په  دهلي کې  زه  له تاسې سره یم او ستاسې  هر ډول  خوندي ساتنه   به زه کوم . خو بیا هم دلته  په دهلي کې څه داسې خلک  شته   چې دهغوې  څخه  په څنګ  باید و اوسیدل شي . دهغوې د نوملړ په سر کې   ملک کافور  دې  تاسې هغه نه پیژنۍ خو زه به  یي درته  ووایم . کله  چې د په تخت د کیناستو وروسته  علاؤالدین د لمړي  ځل  له پاره په ګجرات  باندې  حمله وکړه  نو دغه ملک   کافور  چې  ګجراتې  دی ، پخوا  تر دې  هندو  و،او لښکر ته د یوه  غلام په څیر  په لاس ورغلې و ، هغه یي  علاؤالدین ته راوست . خو علاؤالدین ته دهغه  خوې بوې  داسې  ښه  ولګید چې هغه یي د ملک نائب  په څیر   خپل  سلاکار  و ټاکه ، او ډیر نژدې دوست یی و ګرځاوه . که څه هم سلطان علاؤالدین  په هغه ډیر  باور کوي  خو زه په دې اړه  هیڅ  ډول  شک  کې نه یم  چې هغه ډیر  لالچي ، او  زما د ذ اتي  فکر په  اساس  ډیر خطرناک  شیطان  صفته انسان  دې .


ددې نه علاوه  تاسې د ګل  بهشت  اود هغې د زوې  شاهین  څخه  هم ځانونه  په څنګ  و ساتئ ،ددې  دواړو  تر څنګ  یو بل  وګړې  حاجي  مولا دې  چې د جلال الدین په وخت کې  یی  د داروغه دنده  تر سره کوله . هغه هم ډیر خطرناک  انسان دې ، او پورته  د نورو  د حالاتو په رسولو کې  ډیر  مهارت لري . دا هم د شیطاني  لوبي په تر سره کولو  کې  ډیر  هنر لري . ددې نه  اخوا د سلطان علاؤالدین د وریرونو  سلیمان او د هغه د ورونو  څخه ځانونه څنګ  ساتئ ، دا ټول  نا مخلصه  او داسې و ګڼئ چې  دشیطان  لخوا را  استول  شوي دي ، ددې ډول  خلکو سره  نه دوستي وکړئ  او نه  پرې  باور او اعتماد.


ددې  خبرو سره سم  علاء الملک دخپله ځایه پورته شو ، دکمال الدین په لور په کتلو سره  یي وویل ،اوس  نو تاسې دواړه ورونه  له ماسره  را ځئ ، ډوډۍ  به هملته  له ماسره  خورئ ، دهغه په دې خبره  کمال الدین او کریم الدین  یوه  هم څه و نه ویلې  دواړه  پټه خوله  پورته شول  او د علاءالملک سره یو ځاې  روان شول.


پرلپسې لري ……