کور / تازه خبرونه / کونړ: د مروري علميات پاى ته ورسېدل

کونړ: د مروري علميات پاى ته ورسېدل

د مروري په ولسوالۍ د ايتلافي ځواکولخوا پيل شوي عمليات پاي ته ورسيدل او ددغې سيمې قومي مشرانو د يوي غونډي په ترڅ کې ژمنه وکړه چې لدي وروسته به د خپلې سيمې امنيت خپله ساتي .
پدغه جوړه شوي غونډه کې دمروري ولسوالۍ قومي مشر زدرې په ډاګه وويل چې د چنار ، پيتا او د دړيدم خلکو د ا پريکړه کړي چې له دي وروسته به دوي پخپلو کليو کې د دولت مخالفو وسلوالو ته ځاي نه ورکوي . قومي مشرحاجي حضرت رحمان بيا له دولته وغوښتل چې د مره وري په ولسوالۍ کې دي د امنيت په راوستلوکې له موږ سره پوره همکاري وکړي . او د سولې ملي مشورتي جرګې پريکړي دي زر ترزره عملي کړي .
دولايتي شورا رئيس حاجي مياحسن عادل د مروري ولسوالۍ د قومي مشرانو په کلکه غوښتنه وکړه او وويل تاسې هڅه وکړئ او هغه خپلي تړې بيرته راژوندى کړي او هيچاته اجازت ورنکړي چې تاسوپه سيمه کې امنيت له ګواښه سره مخ کړي نوموړي قومي مشرانو ته ډآډ ورکړ چې پدي برخه کې ستاسو سره هراز همکاريوته چمتويم .
دکونړوالى الحاج سيد فضل الله وحيدي وويل د مروري په ولسوالۍ کې د افغان او ايتلاف ځواکونو ګډعمليات اوس مهال پاى ته رسيدلې ، نوموړي د ملې پوځ او سرحدي او ملې پوليسو نه مننه وکړه چې د جګړي پرمهال يې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلي مخه تر ډيره حده نيولي وه ، ده زياته کړه دم ګړى د ملي پوځ سرتيرې د چنار او دړيدم په سيمه کې ديوه مرکزپه جوړولو بوخت دي ترڅو ددغي سيمې دخلکو امنيت خوندي شي د کونړوالى د مره وري د ولسوالۍ د خلکو د پريکړي مننه وکړه چې لدي وروسته به ددي سيمې امنيت پخپله ساتي همدارنګه ښاغلي وحيدي د مروري ولسوالۍ خلکوته ډاډورکړچې ډير ژربه د مروري ولسوالۍ په لوي سرک د پخلي کار پيل شي اوهمدارنګه به په يولړ نورو پرمختيايې پروژو لاس پوري شي .