خيبرايجنسۍ کې دپاکستاني پوليسو په يوکاروان باندې بريدشوى چې له امله يې څلورتنه پوليس وژل شوي اولس نورټپيان شوي دي .
پاکستاني چارواکې وايي ياده پيښه دخيبرايجنسۍ دباړې په سيمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې پوليس په سيمه کې په ګزمه روان وه چې ريموټ کنترول ماين پرې وچاوديده چې له امله يې څلورتنه پوليس ووژل شول اولس تنه سخت ټپيان شوي دي .
امنيتي چارواکې زياتوي چې له پيښې وروسته پوليسو سيمه کې پلټنې پيل کړي دي .
عيني شاهدان وايي چې په سيمه کې د دريوتنو جسدونه چې دوه تنه يې له پيژندلو هم وتلي پراته وه .