دهغو لسوتنوله ډلې څخه چې په امريکامتحده ايالاتونوکې دجاسوسۍ په تورنيول شوې وه دوو تنو اعتراف کړى دى چې روسان دي .
له دې سره دامريکادمتحده ايالاتونو دبهرنيوچارو وزيره ميرمن هيلري کلنټن وايي چې ددغه کسانو نيول دواشنګټن او مسکوپه اړيکو کومه اغيزه نه لري .
څلور ورځې مخکې امريکامتحدو ايالاتونو لس تنه روسيې ته دجاسوسې په تور نيولې وه چې په سرکې روسيې ددغه نيونې له اړه کلک غبرګون وښوده او وروسته يې اعلان وکړ چې دغه قضيه دواشنګټن او مسکوپه اړيکو کومه اغيزه نه شي کولاى .