کور / تازه خبرونه / صالح:ټولې هڅې يواځې طالبانوته ځانګړي دي

صالح:ټولې هڅې يواځې طالبانوته ځانګړي دي

دملي امنيت پخوانى ريئس وايي چې په هيوادکې ټولې هڅې يواځې طالبانوته ځانګړې شوي دي .
ښاغلې امروالله صالح په دې باور دى چې دغو هڅو په افغانستان کې دنړيوالې ټولنې په نورو پروګرامونو اغيزه کړې ده چې دغه اغيزې به له ځان سره ناخوښه پايلې ولري .
نوموړې چې نږدې يوه مياشت مخکې له خپلې دندې څخه لاس واخيست وايي چې دهيواد په اړه دخلکو دفکرونو دروښانولو لپاره کارکوي .