کور / تازه خبرونه / په کندهارکې له دووتنو سرونه پرې شوي

په کندهارکې له دووتنو سرونه پرې شوي

د دوو تنو مړې چې سرونه يې ورڅخه جلا شوي وه په کندهار ولايت کې وموندل شوه .
ويل کيږي چې دغه کسانو دملي اردوسره په قرادادي ډول کارکاوه .
په دغه ولايت کې امنيتي مسؤلين وايي چې دغه دوه تنه دوه ورځې مخکې په پنجوايۍ ولسوالۍ کې دطالبانو لخوا برمته شوې وه اوپرون يې مړي ترلاسه شول .
خپله وسلوال طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي

تبصره نسته

  1. سلامونه او نیکی هیلی ټولو لوستونکو ته اود لراوبر ویبپاڼی درنوکارکونکوته .
    ای افغانانو راویښ شۍ ترکومه به داسی ویده یاست او نـن که مونږه راویښ نه شو نو هغه ورځی لری نه دی چی نه به مو عیزت پر عیزت اونه به مونانوس پرناموس پاتی شی .د هغو چی پریکړی به یی تراوسه افغانانو کولی او فیصلی به یی په قندهار کی کیدلی اوس راپاڅی او د افغانانونه سرونه پریکوی ای پښتنو او افغانانو اوس یو پنجابی راځی او په خپل هیواد کی زمونږنه سرونه پریکوی دا زمونږپښتونولی ده دا زمونږافغانیت دی دا زمونږغیرت چی مونږورته چپ ناست یو او د خپل ځان جواب نه شو ویلی .
    چی نـن مونږد خپل هیواد او دین نه دفاع ونه کړای شوه نوبیا به یی کله وکړو؟
    داکوم اسلام دی چی پاکستان دی طالبان تر ملابرادره پوری ونیسی او هره ورځ دی پر بی ګناه مسلمانانو او په ځانګړی توګه پر پښتنو بمبارد هم کوی دا هرڅه هغوی ته رواه دی اوکه یو افغان چی د خپل وطن د حفاظت لپاره په ملی اوردو کی سپیڅلی دنده ترسره کوی نودا حرام ایا دا هغه اسلام دی چی الله مونږه ۱۴۰۰ کاله پخوا رالیږلی دی او که نه داپه پاکستان کی کوم نوی اسلام جوړشوی دی ؟
    آیا دا هم اسلام دی چی په کوم کارکی د پاکستان تاوان وی نو هغه حرام دی او که دپاکستان ګټی پکی وی نو جایزدی؟

  2. خانه ډیردی زړه دردکوی چه د دوه هغه کسانو څخه سرونه پری سوی دی چه ټوله ورځ دهغه کفارو په خدمت کی وه چه داسی ورځ نسته چه زموږ تورسری اوماشومان نه راباندی ژړوی او بیګونا پښتانه هره ورځ ده تورو تنبو شاه ته اچوی ګرانه تاچه کمه لیکنه په ډیرو احساساتوکړی ده موږ ستاده احساستوقدر کوو مګر افسوس چه دغه لیکنه دی ده پښتنی غیرت پر احساساتوکړی وای نه ده غلامی! تاکه غیرت درلودی ده پښتنو په زنانوو او ماشومانودی ولی داسی احساساتی لیکنه ونکړه که چیری پښتون یا مسلمان ئ او دعوه خو ده پښتانه هم کوی او پښتنوته پیغور هم ورکوی که چیری پښتون یاپښتنولی هم داسی وی لکه ستاه نوصاحبه په داسی پښتو باندی زه لعنت وایم در دغه خو چه بیخی پښتون نیم بیحترئ بولم ده پښتانه نومدی درباندی حرام سی ده ډالرو په مقابل کید ي خپل ټول پت او عزت خرڅ کړی همیشه غلام اوسه

  3. خانه افرین چی یوی پښتنی زږولی یی او یوه اسلامی او وطن ته ښه خدمت مفکوره لری په ریښتا هم چی ټول افغانا دداسی نااهله پاکستانیانو له خوا قربانی کیزی اوحکمت نامی اصلا افغان ندی او دی ای اس ای ددالرو ګوداګی دی لعنت دی وی په داسی پاکستانی ګوداګی………..

  4. سلامونه ټولومسلمانانوته خان جانه خطایې؟ ته پنجابی وګوره اودافغانی سرپریکول وګوره ناشونې ده چی داسی دی زړه دردکوی راسه سم ته هم غلام شه تنخواخو به خوری هسی لګیایې ستاعزت پنجاپی لوټوی اوکه امریکایې ؟:؟ دمجاهدینودبری په هیله

  5. دااتل افغان اودخان په نامه خلک اوس هم دامریکایانوتنخواوي خوري ، ته وایي دوي بیخي دخدای په رضا داچوپړ وهي ،
    ورشئ په باګرام کي موپه خویندوڅه تیریږي ، تاسو سره چه دمره غم دافغانانو شته نو بیاولي په پاکستان کي جهادنه شروع کوئ ، خان خووایي چې زه پاکستانی یم ، اوپه پیښورکي اوسم نو خانه ستایي له خیره پاکستانیان زموږ ازلي دښمنان دي ، خوورشه په واڼه کي له مجاهدینوسره یوځای شه او په پاکستانیانو حملي شر وع کړه ، ته خوهم ځان ته خان وایي اوهغه بل بیاځان اتل هم بولي زماپه خیال په غلامي کي اتل دی، اودابل خان دماضي صیغه ده چې معنی یي خیانت کونکی ، په رښتیاهم غټ خاين دی
    وایي چې په ځان کي یي ویني په جهان کي یي ویني ، دوۍ په خپله غلامان دي اودپردیودلاس آلي دي ، نو په نوروهم همداګمان کوي ،
    دمجاهدینو دبریالیتوب اودتالۍ څټو دناکامي په هیله

  6. Salamona, Awal ghwaram che afarin wa khan aw atal afghan ta wa wayam; aw dwaham ghwaram yaw sa wa Hikmat aw Zaman ta wa wayam. Tasi da fikar kawai chi da kum kasan chi aus filan zmoz pur spesalo khalgo aw khawra bandi jahad elan karai dai, da tash panama Taliban chi pa asal ke da ISI asli mazduran aw da England jira khora di, aya dui da islami jazabi ya afghani jazabi pur asas da kar kawey, na zma wroono khatawatali yast. Dagha Taliban (ISI) wo chi wa Americaniano ta ye da mawqi musaida kra chi zmoz pur paki khawri terai waki. Da kumi intehari hamli chi da tash panama Taliban tar sara kawey, padi ke pa 100% 90% mulki kasan da menza ze. Hikmat aw Zamana, tasi laka chi pa di intehare hamlo ke khpalwan da lasa nadi warkari chi dasi chapa aw rasta khabari kawai. Sa gunah ye kari wa haghu dri 3 wroono chi da khpal najarai pa dukan ke pa kar bukht wa aw pa yaw nazwan mardana hamla ke che tasi wurta intehari wayast da menza wlaral….dasi pa salhawo kurona sta che pa dagha dawal nawalo hamlo pa natija ke da gham pur taghar kshenastali di. Aya daa da yaw musulman ya yaw Afghan kar wo, ya wroora daa da yaw laanati punjabi plan yawa barkha wa. Stasu aw stasi ghwandi khatawatulo .insanano da eslah pa hela

  7. دا کار که هر چا کړی وي هغه وحشي،ظالم،بې غیرته او دپاکستان دجهنمي آی اس آی له ګوډاګی دی. دجهاد په نوم اوس غواړي دافغانانو بیخ او بنیاد ختم کړي او ټولې نړۍ ته دپښتنو یو تیاره، او ناوړه تصویر وړاندې کړي. دا ټول دالله په قهر اخته شوي دي او الله به ورڅخه ددي کړنو پوښتنه ضرور کوي. لعنت دې وي په وحشي صفته جګړه مارو

  8. ګرانه وروره ذایدحلاله ماپخپل ژندکی دچاشخصی یارسمی نوکری نده کړی نه دچا نوکر اوسیدلی یم اصلآ زموږموضوع انتحاری نه وه ګرانه وروره زه هم یو افغان یم په افغانانو می خوا بدیږی داچی یوڅوک لمر په دوه ګوتو پټوی دابه هم ښه کار نوی که څوک وائ چه طالبان یا مجاهدین دیوچاه غلامان دی او موجوده حکومت یو آزاد یو افغانی حکومت دی راسی ملاتړ ئ وکړی نه ګرانه داسی نده لکه تاسوچه فکر کوی دا حکومت در غوږو پوری غلام دی زه بئ یو نژدی مثال در کړم څو ورځی مخکی لوی څارندوال بوغاری کړی چه ما ده امریکاه سفیر پسی اخلی په ټوله افغانستان که کمی رسمی اداری سفیررا ونغوښتی چه ورته ویلیوای دادی څنګه کار کړیدی کیداسی چه څارندوال غریب نورهم تهدیدسوی وی ولی چه خبره بیخی ورکه سوه دمجاهدینو داسی ده سفین سترګی غلامی را وښیه یوخو تبلیغات دی چه دټولی کفری نړی لخواڅخه ده مسلمانانو پرضد رواندی او بعضی په نامه مسلمان ئ ده خپلو شخصی ګټوپه خاطر ملاتړکوی زه ستاسو څخه هیله کوم که چیری ته خپله شخصی ګټه لری او در اسلامی عقیده ئ بهتره بولی نوبیا خپله ګټه کوه ده هیڅ لپاره ږغ مه پورته کوه دا په تاپوری هیڅ اړه نلری چه په افغانستان کی څوک غلام که څوک بادر

  9. لومړی خو ټولو ته سلام ، حکمت صاحب تاسو ډیر ښه نظر وړاندي کړ زما هم خان ، اتل او زاهد هلال ته همدا توصيه ده چي که مجاهدین د ای ایس ای غلامان وي نو تاسو څه مجبوره کړی یاست چی د ښځو به شان به کورونو کی ناست ياست خو دغه د الله جل جلاله مقدسه فريضه جهاد په تاسو هم فرض دی تاسو یی ولی نه کوی مجاهدين که د بل چا لاس بوڅی دی نو ته مه لاس بوڅی کيږه را ولاړ سه د خبلی خور او مور عزت دی وساته که دا اوس جهاد ختم سی نو ستا مور او خور والله که به کور کی بر ارامه کښینی کريږی یی والله د دی کفارو او د هغوی د لاس بوڅو د لاس څخه بورته سی ، خو کاشکی یو ورځ ستاسو بر کور هم د کفارو او د هغوی د لاس بوڅو چابه درسی چی بیا به حق او باطل در معلوم سی ، او اوس انشاء الله لکه څنګه چی مکه معظمه د هجرت په اتم کال فتح شوی وه دا خاوره به هم د الفتح به ترڅ کی فتح سی ، یا الله ته د مجاهدینو نصرت وکړي .

  10. دڅه شي جهاد او دڅه شي مجاهدین؟ پاکستان دخپلو مقاصدو لپاره جوړ کړي دي او نور څوک سر پورته کیدو ته نه پریږدي. ملاعمر به څه وي چې دا هیواد دی ازاد کړي او بیا دې پکې دولت جوړ کړي. هغه دتیر ځل په شان دشرم دولت به يي وي چې پرته له درو وهلو يي نه کوم پروګرام درلود او نه هم کوم راتونکی پلان. اصلي لوبه خو پاکستان ددې لپاره جوړه کړېده چې له غربیانو او امریکا څخه په دې سیمه کې امتیازونه واخلی او امریکا ته دومره مزاحمت جوړ کړي چې بالاخره دې ته مجبوره شي چې افغانستان پاکستان ته وروسپاري. دکرزي اداره هم یوه غلامه او مفسده اداره ده خو د طالبانو نه هم دخیر تمه نشته ځکه هغوې خو جبراً دآی اس آی لخوا استخدام شوي چې یا به افغانستان ورانوي او افغانان به وژني او که نه وي بیا یی نیسي او په امریکا يي خرڅوي. هسی غټ غټ خیالونه له سرنه وباسۍ طالبګوټي به مو له امریکې خلاص کړي خو دتورمخو پنجابیانو په اسارت کې به مو راولي. افغانانو خصوصاً پښتنو ته په کار ده چې ددې دواړو بلاوو (دکرزي مفسده اداره او طالبي فساد) نه دژغورنې فکر او چاره وکړي. دهیواد ددښمنانو دناکامۍ په هیله.

  11. Sa da million khabara di karida shaghali Zmarai jana. Za stasu sara pa 100% ke 100% ham nazara yama. Khu ka cheri zmoz da ghulidali khalag po se pa di. Dagha da afsoos zai dai, che zmoz khpal khalag mri wa dwaro tarafo ta, yaw da Talib pa noom aw bal da Hukumat pa noom. La yawa taraf na America zmoz khalag bad namawe, aw labal taraf na, ISI khpali meli kawe aw zmooz da khalgo pa sar da America sara sawdawi kawey. Wagurai zwandai mesal ye, Mullah Beradar Akhund ye pa Karachi ke wanew aw America (Khpal badar) ta ye makh spenai wakar. Allah di da tyara shpa pa khair saba ke. ALLAH Azawjal di awal da musulmanano aw beya da Afghanano dushmanan hamesha makhturi aw sharminda walari.

  12. دا يو انکار نه منونکى حقيقت دى چي په افغانستان کي اوسمهال جهاد فرض عين دى، پر هر چا او هر بالغ مسمان باندې فرض مطلق دى. خو البته کم ډول جهاد؟! … زما په نظر خو لعنت پر هغه (جګړه ماري) چي د طالبانو په نوم يې يو څو شنه بېسواده، د الله د قرآن او د رسول د سيرت او احاديثو څخه ناخبره کسان د (جهاد) په نوم تر سره کوي او په دې شان پښتانه او مسلمانان دنيا ته وحشي معرفي کوي. دغه (حکمت) نامى وچمغزى دي راوښيه چي الله په خپل کتاب او محمد(ص) په خپلو احاديثو کي چيري ويلي دي او اجازه يې ورکړي ده چي له خلکو څخه دي سرونه غوڅ سي، تثليث دي سي، په سيم دي حلال کړل سي؟! … خو تاسي وحشيان دغه کارونه د اسلام په نامه کوئ ……… او هغه بل ظالم، د الله دښمن او خونخور (ملا داد الله) خو مو نو اوس شکر دى الهى دربار ته تللى دى چي د دغو ظلمونو سالار و، اوس به يي د خپلو ټولو چټليو حساب حتماً ورکړى وي، د آى.ايس.آى تالى څټي، وحشي، درنده!!!!
    جالبه دا ده چي نورو ته د غلامانو په سترګه ګورئ او د پرديو غلامان يې بولئ خو بې مغزو خلکو! تاسو ته دا پيسې، اسلحې، پلانونه او دا دونه پريمانه لګښتونه له کومي خوا راځي؟! … تاسو د ځانه پوښتلي دي چي دا ستاسو احمق او خاين مشران، لکه ملا عمر، ملا برادر، ملا فلانکى، ملا سوټى او ملا ………… دا اصلاً چيري اوسيږي او اوامر، پلانونه او احکام د چا د خوا څخه تر لاسه کيي؟؟؟!! خو په پاکستان کي اوسيږي، د آى.ايس.آى د کرغېړني اداري په نظارتخانو کي د هغوى ….. څټي، او آى.ايس.آى بيا هغه چټله اداره ده چي مستقيماً يي ټول عمليات او احکامات د آمريکا د سي.آى.اې او اسرائيلو او يهودو د موساد ادارو د خوا څخه تر سره کېږي. ملا دي ستاسو ما ته سي، مازي مو د جهاد د نامه اوريدلي دي، او د سوله پرست او پر سوله د ايمان لرونکي پيغمبر حضرت محمد(ص) نوم په نړۍ کي بدوى!. که د جهاد په فلسفه خبر سئ، نو اول تر هر څه مخکي دا درباندي فرض ده، چي ځانونه اصلاح کئ، د خپلو نفسونو سره مبارزه وکى، خپل دا شډل، ناپوه، د حقيقته ليري (او حتى د حقيقت پر ضد) افکار او ذهنيتونه جوړ کئ. نه دا چي په هيواد کي انارشي رامنځته کئ، ټروريستي اعمال وکئ او په دې شان پرديو ته د هغوى د اشغال د اوږديدو بهانه په لاس ورکئ.
    او تاسي ښاغلي خورا د خپلو مندو او خوندو د عزت خبرئ کوئ …….. خو په حقيقت کي زموږ ښځي ستاسو بيغيرتو د وجي بي عزته کيږي. ځکه که تاسي جګړه ماري ونه کئ، خپل وروڼه ونه وژنئ، خپل ځانونه او نفسونه اصلاح کئ، د هيواد د اقتصاد، ثبات او آرامي په فکر کي سئ نو بيا به هيڅکله پرديو شين سترګو او سورمخو ته دا موقع په لاس ورنه سي چي ووايي موږ دلته جګړه ماري ختموو. ملا دي ستاسو ټولو ماته سي، د بي فکره او وچ مغزه انسانانو! ………….

  13. افرین په تاسو حقپرست،زمری او هلاله چې دا داوسني تش په نامه جهاد حقیقت مو واضح کړی دی. زموږ ځینو جاهلو خلکو لکه دګاډۍ داسونو په شان صرف دجهاد نوم اوریدلی او دې ته خوشال دی چې وسلی او پیسې ورته راځی او دوې پرې افغانان او خارجیان وژني خو نور خبر نه دي چې ددې ترشا دتورمخو پنجابیانو څومره بد نیتونه پراته دي. الله دې واقعي افغانانو ته دا توفیق ورکړي چې هم کرزی خیل او طالب خیل دواړه ددې پاکې ځمکې ورک کړي.

  14. د ټولو ورونو او ملګرو نظرونه پر ځای دي خو زما ټولو ته دا نصيحت دی چي راسی موجوده حالاتو ته په کتو سره قرآن (د الله کلام) زموږ څخه څه غواړي، لکه څرنګه چي موږ په خپله خوښه نه يو پیدا سوي الله پيدا کړي یو نو راسی چی دا الله زموږ څخه په داسی حالاتو کي څه غواړي ، ورونو زموږ د ټولو غلطی همدا ده چي نن ورځ موږ د الله کلام شاته غورځولی دی راسی ورونو چي دا کلام په معنی او تفسير سره ولولو او و پوهيږو چی الله تعالی په کومه وجه پر موږ باندی دا عذاب راوستی دی. د ټولو ورونو د قانع کیدو په تمه .

  15. ګرانه کوکولالا
    ستا خبره سمه ده چې قران پاک موږ ته لار ښودلې ده خو دلته ستونزه داده چې طالب خیل قران په هغه شان تفسیروي چې دآی اس آی غړي ملایان لکه فضل الرحمان او امثال يي چې ورته وايي. فضل الرحمان او ورته پاکستاني دآی اس آی غړي ملایان په افغانستان کې جهاد او وروروژنه روا ګڼي خو که څوک تری پوښتنه وکړي چې پاکستان کې ولې؟ بیا وايي دغوبل پټی خو یو وي کنه هر پټی خو څوک غوبل ته نه ورکوي. ملا عمر دآی اس آی دغړي (کرنیل امام) په نیول کیدو ژر جرګه ورلیږي او هغه خوشی کوي خو افغانان وژني او کورونه يي په امریکاییانو بمباروي ځکه چې کرنیل صاحب خو يي بادار دی او فقط څو اسلامي الفاظ يي زده دي چې دده په شان ساده ګان پرې وغولوي.

  16. کوکو لالا وروره!
    ستا تر دا ښايستي خبري جار سم! څونده پر ځاى خبره دي کړې ده. کاشکي خو دي طالب جګړه مارانو د الله کتاب ورپورته کولى او د رسوالله(ص) د احاديثو په احکامو او فلسفه کې يې ژور فکر کولاى چي زموږ څخه الله او د هغه رسول څه غواړي. دوى خو بي فکره خلک دي، لګيا دي او يوازي د خارجيانو په ګټه کارونه کوي. زموږ څخه الله او د هغه رسول غواړي چي موږ تر هر څه اول د خپلو ځانونو او نفسونو سره جهاد وکو، سولي ته متعهد واوسو، په نړۍ کي د اسلام او مسلمانانو نوم په سوله خوښوونکو معرفي کړو، نه دا چي وحشي او درنده ګان يي معرفي کوو. همدارنګه بايد هر ګام چي اخلو د اسلامي امت په خير يي واخلو او چورت پکښي ووهو چي د چادپاره يي د چا په امر پورته کوو.
    مګر طالبان خو جاهلان دي، احمقان دي. اسلامي کاذبو او درواغجنو احساساتو پر سر اخيستي دي او وايي چي د اسلام دپاره کار کيي؛ خو په حقيقت کي دوى د اسلام اصلي دښمنان دي. هر وحشي راسي، صحرا ته وغورځي، د بدۍ، پيسو، مقام او يا جهالت پر اساس توپک واخلي او بيا نو وايي چي دا دى زه نو طالب سوم. لعنت پر داسې طالب!!! …….. دغسې درنده طالبان د انسانانو مرګونه داسي گڼي، لکه د مرغيو مرګونه. آيا دغو انسانانو ته (چي دوى يي پر مازي خبره د پاکستاني پنجابي يا د پردي تر شا د آمريکايي او يهودي اسلام دښمنه عناصرو په امر حياتونه اخلي) ژوند دوى ورکړى دى؟؟؟؟؟؟؟؟!!!!!!! آيا دوى چي د دغو کسانو ژوندونونه اخلي دا نه وايي چي د دي خلکو څخه خو هم مور، خور او مېرمن پاته کيږي …………………….
    دى يوي خوا ته پر خارجيانو تور لګوي، چي زموږ د خوندو او مندو عزت لوټي خو پخپله د جاهل دي ته فکر نه دى چى زه چي دا جګړه ماري کوم په دي کي خوهم زموږ خوندي او مندي بي عزته کيږي. که دا جاهلان او د الله د قرآن او رسول د احاديثو څخه پردي، ناآشنا او پر هغو باندي منکر او کافر عناصر (طالبان) ژور فکر وکي، نو پخپله به پوه سي چي دا جګړه ماري يي اصلاً د اسلام په تاوان او د امريکنانو، خارجيانو او يهودو او اسرايلو په ګټه ده!!! …. الله دي دغو سرټمبه ګانو ته هدايت وکي! د آى.ايس.اى، سي.آى.اي او موساد مستقيم يا غيرمستقيم غلامان او د اسلام اصلي دښمنان! ……..

  17. آزاد ورور ډېر ښه نظر ورکړى دى.
    رښتيا هم،موږ او تاسو وليدل چي ملا عمر (چي اصلاً يو جاهل او په عقل او پوهه ړوند انسان دى) څنګه د کرنيل امام د ژغورن دپاره جرګه وټاکله. په داسي حال کي چي کرنيل امام مخامخ په پخپله يوه ورځ په جيو تلويزون کي اعتراف وکى چي تل يي د آمريکا او اسرايلو په اشارو بي دريغه او په نه ستومانه کيدونکي توګه غپلي دي. (وروڼه ومي بخښئ چي احساساتي يم، ځکه دا د وينو ويالي چي زموږ او ستاسو د بيګناه ورونو له وينو څخه بهيږي دا هر سړى بي حاله کوي او نه زغميدونکي دي) …………. خو داغه ملا عمر بيا د خپلو افغانانو وروڼو د سر قلمولو فرمانونه صادروي!!!!!!! ….. دا اوس اميرالمؤمنين دى! ……………. اصلاً امير الشياطين دى زما په نظر ! …………….. آزاد ورور څونده ښه خبره کړي ده، چي دوى خو قرآن د يهودو، آمريکنانو او پاکستاني نااسلامه پنجابيانو په ګټه تفسيوري؛؛ کاشکي خو دوى دغه کلام د الله او د هغه د رسول په خوښه تفسيرولاى!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!

  18. سلامونه او نیکی پیرزونی می یو ځل بیا مونۍ
    هغه د پښتنو یو متل دی وای چی غلبیل راپاڅی او کوځی ته وای چی په تا کی دوه سوری دی نوپه طالبانو هم نـن همدغه ټوکه شوی ده کرزی ته وای چی ته د بل غلام یی خو خپل ځان ورته نه ښکاریږی
    او بل یو کس زما په اړه لیکی دی چی ته پاکستانی ولی په پاکستان کی جهاد نه کوی نوهغه ته او د هغه ټولو دوستانو ته وایم چی بیشکه پیښور زما د پلارنیکه ټاټوبی دی خو پاکستان ندی او نه زه ځانته پاکستانی وایم زه افغان یم زما پلارافغان دی زما نیکه افغان وو زما ټوله پختونخوا افغانه ده زما مشر احمد خان دی زما مشر میرویس خان دی زما مشر خوشحال خان دی……..زما مشر نه ملاعمر کیدای شی زما مشر نه حمید ګل کیدای شی زما مشرنه لارډمیکالی کیدای شی او زما مشر نه جناح پیرنګۍ کیدای شی او هر پښتون چی ایمان پر الله لری دی انګریزانو او د هغوی ګډاګیانوته باید د مشرلقب ورنکړی اوبل ته ماته په کومه خوله وایی چی ته دلته ولی جهاد نه کوی زه به دلته څه جهاد وکړم چی ته ټوپک په غاړه د دی پیرنګی د پوستی نه تیریګی دا پنجابیان پرځای پریږدی او ځی بی ګناه افغانان وژنی ایا دا جهاد دی؟؟؟؟؟تا د خپل امر نه کله دا پوښتنه کړی ده چی پاکستانی فوج مسجدونه بمبارد کړل پر سوات وزیرستان باجوړکی بمباری کوی بی ګناه مسلمانان وژنی د پښتنو خوندومندو عزت یی لوټ کړ د دوی پر پوستومونږ ولی داسی غلی تیریږو او ولی تاسو د دوی پرخلاف دجهاد غږنه کوی دوی زمونږ مشران ولی نیسی او په جیلونو کی یی اچوی او دوی زمونږ مجاهدوروڼه ولی پر امریکا خرڅوی دوی دا هرڅه کوی او زمونږ ملاعمرچپ ناست دی ولی د دوی پر خلاف کوم بیان نه ورکوی او د جهاد غږنه کوی ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
    آیا د دی پوښتنو جوابونه شته درسره ؟؟؟

  19. سلامونه دلراوبرټولوچلوونکواولوستونکوته زاید حیلاله وروره دلته می زړه ډیردردوکی چی قربانی هم افغانان ورکوی زوریږی هم افغانان خوتاسی وایاست چی دادآی اس آی کاردی هغه متل وایې ؟ توره دی لالاوهی مړی دی عبدالله وهی؟ یو واری راسه کندهاراوهلمندته چی درمعلومه سی چی دلته آی اس آی جنګیږی اوکه داکړیدلی اولس خطایاست ؟ تاسی دانتهاری حملی خبره کړیده صحیح خبره ده چی په فیدایې حمله کی به بی ګناافغانان شهیدانیږی هغه هم یا یویادوه یا دری خودکرز دبادارانوپه حملوکی په سووبی ګناافغانان شهیدانیږی پرهغوستاسی زړه ولی دردنکوی څوورځی وړاندی دکندهارپه ارغنداب کی سل کسه زیات شهیدان اوزخمیان سوه تاسی هلته ولې چپه خوله یاست په خدای قسم ده چی ددنیاپه هرګوټ کی دافغان سره دیوه ویښته همره ظلم وشی چی زمازړه دردپرکوی خوخبره نن دکفراوداسلام ده بایدچی موږاوتاسی دمجاهیدینوسره مرسته وکړو؟ اوحقپرستیه ته چی امیرالمؤمنین ته شیطان وایی ترتانوبیالوی شیطان چیری دی یسین احمدزی صحیح خبره کړیده ورسه په باګرام کی خپلی خویندی مندی وګوره څه ظلمونه ورسره کیږی څه نارواکارونه ورسره کیږی افسوس دی چی ستاسی په افغانانو زړه نه خوږیږی تاسی دخپل شخصی ګټولپاره لګیایاست ؟ دمجاهدینودبری په هیله

  20. ته پښتون له ځانه جوړکړه بیاپښتون وغواړه ::: دخالدبن ولیدرنګه ژوندون وغواړه ،
    پښتون اولس ته زماپیغام دادی چې دوئ دي دطالبانو نوره هم ملاټینګه کړي دډالر خورو په خوله دي نه کوي ، اوالحمدلله په افغانستان کې ټول وګړي په دي پوه دي چې طالبان یوحق جماعت دی ، دهغوئ دمجاهدینو اوشهیدانوکرامتونه په خپلوسترګوویني داسي خونه دي لکه دغه خان اویوڅونورچې دلته په مستعارنومونه خپلي بي پري خولي خلاصي کړي اومسلمانان غولوي، دوي خپله دای ایس ای غلامان دي ، نو اوس دغه غلامي په طالبانوتپي ، اشنایه طالبان داسي بیغیرته نه دي ، چې دبل غلامان شي ، که یي غلامي کولای دامریکایانوبه یي کړي وای چې چوکئ به یي هم برقرار ه وای ، اوبادشاهي به یي هم په لاس کي وای پاکستان یي څه کول ، ؟
    که لږعقل څوک په سرکي ولري لږماغزه په سرکي لري هغه دي خبري ته نه شي تیاریدای ،

    ښه چوپړدي شروع کړی ته وایه دورځي به څوډالره درکوي، خانه بي سترخانه ، لږپه خپل ګریوان کي وګوره ولي داسي له ای ایس ای څخه ویریږي، له خدایه وویریږه ، لکه طالبان چې یواځې له خدای جل جلاله څخه ویریږي ، له ټولي کفري نړۍ سره یي مقابله شروع کړي ده ،

  21. نصیحت په بیعقلانو اثرنه کړي ، دسړي اوسپني هسي ټکول وي،
    احمدزی وروره دادرته وایم چې یوڅوک شرم نه لري اوترغوږوبي عقل وي په هغه به نصیحت څه اثروکړي، دلته یوڅوځوانان شته څوک ځان ته حق پرست وایي اوڅوک بیااتل ځان ته وایي په عربي کي یوه مقوله ده وایي تعرف الاشیاء باضدادها ،چې شیان په ضدسره پیژندل کیږي، اوداحق پرست چې ځان ته وایي په امیرالمؤمنین ملاعمرحفظه الله اونورومشرانوته بدردویلي : په دي به هم دده څه …….. شی ، هغه دای ایس ای غلامان بولي اونوري ناپړتي یي ویلي دي، دی وایي تاسواسلام بدنامه کړی ، داخبره خو بش اوباماهم کوي وایي چې موږځکه په طالبانو حمله وکړه چې دوۍ اسلام بدنام کړی ، وروره زه درته وایم چې ته څه ډو ل اسلام غواړي دصحابه ؤ اسلام اوکه دبوش اودیموکراتانو اسلام چې ښڅه په کي لوڅه کونه کرځی ، او له هر چاسره چې یي ښه هم هلته یي شپه , په هرکلب کي ناڅیدل اوګډاکول ،
    نو خبره مي دادرته کوله مجاهدینو ورڼو چې داډول خبري به داسلام په ابتداء کي هم منافقینوکولي ، اودابه یي ویل اوس به دغه سړی (محمدصلی الله علیه وسلم ) په موږواک چلوي ، دی بیاګوره تراوسه یي هیڅ نه درلودل اوس وایي زه پیغمبریم ،
    په هردورکي ابن سلولان خامخاموجودوي، دمجاهدینو بریاوي زورورکوي،

  22. عبدالهادي خو يوبل ملګری ته د بيعقل خطاب کړی دی، پداسي حال کي چي دا خبره مکمله ده ته راګرځي. دی تر اوسه دونه بېسواده دی، چي پدي نه پوهيږي چي په ليکنه کي يو چا ته دونه سپک الفاظ کارول څونه لوی جرم دی.
    د عبدالهادي پر حال افسوس، ملا عمر (چې د پنج کتاب زدکوونکی و) د حضرت عمر رض سره پرتله کوي. وايي امر المؤمنين. افسوس دا زموژ خلګ به څه وخت پو کيږي.
    دي طالبانو ته چي په نړي کي د بې سوادي سمبول دی، د مجاهدينو لقب ورکوی. دا لقب خو هغه څوک داسې کسانو ته ورکوي، چې هغه خپله په بېسوادي کې غرق وي. تاسي د دې عبدالهادي څخه، چې ځان ته يو ښه مسلمان وايي، د عقيدې په باره کې څو پوښتني وکی، زه په بېخي پوره ډاډ وايم چي د چا عقيده سمه وي او په قرآن خبر وي. هيڅکله د طالبانو پلوي نه کوي.
    ځکه نن ورځ چه طالبانو نړي ته اسلام په څونه وحشي دين ورپيژندلي دی، هيڅکله اسلام ته دونه سخته ضربه نه وي رسيدلي.

  23. عبدالهادي جانه!
    د ځان او ځان په څېر نورو سرټمبه ګانو (طالبانو) دپاره دي څونده ښايسته بيت ويلى دى. په رښتيا هم پر تا او ستا په شان په بې عقلانو، جاهلانو، سرټمبه ګانو، وچ مغزو، د مجاهدينو په نوم جګړه مارانو، بي علمانو او ناپوهو طالبانو نصيحت هېڅ اثر نه کيي. ځکه تاسي په لوى لاس ځانونه غولوئ؛ سهار ته ماښام، ماښام ته سهار او تور ته سپين او سپين ته تور واياست. په داسې حال کي چي واضيحه او څرګنده ده چي حقيقت څه دى. که هر څونده د جهاد او د مجاهدينو په نوم په مستقيمه او يا غيرمستقيمه توګه د پنجابيو سپيو، آمريکنانو او يهودو دفاع وکئ بيا هم حقيقت نه سئ پټولى. او حقيقت دا دى چي تاسو د جهاد په نوم وروروژنه کوئ، دهشت خپروئ، سوله او ثبات (چي د اسلام دوهم نوم دى) د منځه وړئ، د اسلامي امت رنګ بدوئ، پخپله په ځيګر کي اليف نه لرئ؛ د قرآن او احاديث څخه دونده ليري ياست لکه مځکه او اسمان؛ مګر پر نورو د مرګ او کفر فتواګاني صادروئ. ميليون واره افسوس ستاسو پر حال!!!! او دا چي ته وايي چي د اسلام د رنګ د بديدو خبره خو بوش او اوبا هم کوي، دا زښته پر ځاى خبره کوې. په رښتيا هم همداسي ده، تاسو ظالمانو چي دنيا ته اسلام په څه ډول معرفي کړى دى، په هغه حتى کافران (بوش او اوباما) لا پوهيږي چي اسلام داسي د ظلم او دهشت دين نه دى، مګر تاسي بي مغزه ځان پوهول نه غواړۍ او د الله سره د هغه د کاذبي ميني او دوستۍ په نوم په اصل کي دښمني کوۍ!!!!!!
    او که چيري دا ستا حفظه الله (جاهل ملا عمر) چي اوس دستي شايد د کوئيټې يا اسلام آباد په کومه ذېرخانه کي د خپلو تورمخو بادارانو بوټونه صافه کوي، د اسلام، الله او د هغه د پيغمبر(ص) په نوم د انټرنېشنل مفسدانو لکه د مولانا فضل الرحمن، پروېز مشرف، کرنيل امام، جندرال حميدګل او نورو ناپاکانو فاسدي نظريي او غوښتني نه عملي کولى نو اوس به بوش او اوباما ته (چي د اسلام په مقابل کي د دښمنيزو کارونو په کولو کي ستاسو او دوى هيڅ فرق نسته) دا موقع په لاس نه ورتللى چي پر اسلام انتقادونه وکي. په حقيقت کي ستاسو ضعيف العقله؛ ضعيف الايمانه؛ او ضيعف العلمه مسلمانانو د امله اسلام او مسلمانان بدنامه دي.!!!!!!!!!!!!
    او بل ځاى دي په خپلو خبرو کي د صحابه وو توهين هم کړى دى، چي الله دي يي سزا درکي!!! هغه دا چي مفسد طالبان دي د هغو سره مقايسه کړي دي. دا دي يوه عظيمه ګناه کړې ده!!!! ……….. ته د هغوى په لوڅو ښځه پوسخند وهي (په داسي حال کي چي د ښځو بي حجابي زه هم د يو مسلمان په صفت غندم) خو ته شرم وکه، د هغوى خو به يوازي ښځي لڅي ګرځي؛ مګر ته خو خپل مسلمانان وروڼه او بيګناه انسانان قتلوي!!! آيا زنا به لويه ګناه وي که د بيګناه انسانانو او مسلمانانو د وينو تويول!!!!!!!! په داسي حال کي چي الله(ج) په خپل هغه کلام کي (چي تاسو جاهلانو يوه ذره نه دى درک کړى) او د هغه پيغمبر په خپلو احاديثو کي فرمايي چي د يوه مسلمان وينه د بل مسلمان دپاره حرامه ده؛ خو تاسو د پنجابيو سپيو په خواهش او امر حلاله کړې ده!
    بله خبره دا ده چي ستاسي په څير د اسلام پر دعوه دارانو خو دي د ابن سلول، ابوجهل، ابولهب او عبدالله بن ابى بلا وګرځېږي، ځکه هغوى خو هر څه معلومداره د کفري نظر او زاويي څخه کول او ټولو ته معلوم وه چي کافران دي؛ خو هلاکت دي ستاسو په شان اشخاصو وي چي ظلم، درواغ، وروروژنه، وينه تويول، دهشت ګردي، لوټمار او د امت سره غداري د اسلام په نوم کوي!!!!! يعني خلکو ته ښاياست چي اسلام، الله(ج) او د هغه رسول(ص) دغه منفي اعمال خوښوي او د خپلو پلويانو څخه مجرمين او دهشتګردان جوړوي (نعوذ باالله!) …. ستر ګناهکاران او مفسدين ياست!

  24. دا بل ياسين احمدزى دي هم تر څټه دى. احمق په نورو د ډالرخورو نومان او تورونه پوري کوي خو په خپله نه دى خبر (يا ځان خبرول نه غواړي) چي د طالبانو ګرده (ټروريسټي) تحريک يي د يهودو او شين سترګو په ډالرو او د پاکستاني پنجابيو سپيو په ايمکاناتو د خونخورئ او دهشتګردئ تر دي حالته رارسيدلى دى!!!!!!! دى وايي چي طالبان غلامان نه دي؛ زه هم وايم چي غلامان نه دي (ځکه دوى تر غلامانو ډير ور هاخوا ته دي) ځکه چي پاکستان د انګريز، آمريکا او يهودو غلام دى او دوى بيا د هغه پسي غلامان دي. يعني د غلام غلامان دي!!!!!!! ….
    هغه د چا خبره (چي د ډير افسوس په حالت کي به يي کوله: خدايه زه دي قربان سم!!) ته هم ما ته د عقل او مغزو خبره کيي! … د طالبانو د ټروريسټي اعمالو، ګوډاګيتوب، ځناورتوب، وحشيتوب، جاهليت او د کفارو د غلامۍ او مزدورۍ د درک کولو دپاره يوازي شعور ته اړتيا ده؛ عقل خو لا څه کيي. خو ته بيچاره حتي د حيوان په څير شعور لا نه لري چي دغه حقايق درک کې!!!!!!! شرم هم نه لري او د جاهلو طالبانو دفاع هم کيي او وايي چي دوي د خداى څخه بيريږي. که دوى په رښتيا هم د الله څخه بيريدلاى نو قسم مي دي په يوه الله وي چي که يي د خپلو دغو فاسدو اعمالو يو فيصد هم کړى واى، خو دوى د الله څخه بېره نه لري. بلکي دوى جاهلان او ظالمان يوازي د پنجابيو سپيانو څخه بيريږي؛ ځکه دغه ټوله کارونه د هغو په امر او خواهش تر سره کيي.
    ته دي بيا دي جاهلانه خبري ته وګوره چي وايي چي طالبان په يوازي سره د ټولي کفري نړئ سره مقابله کيي. جاهله! د کفري نړئ يوازي يوي آمريکا په دوو مياشتو کي ټوله تحريک در غول په غوله کئ نو آيا اوس په پينځه څلويشتو مملکتونو نه سي کولاى چي تاسي په يوه او بل ځاى کي د منځه يوسي؟!!! ولي نه سي کولاى! خو هغوى دا کار نه کوي؛ ځکه هغوى تاسي احمقان پرېږدي چي نور هم په خپلو حماقتونو کي ډوب سئ او په عوض کي يي دوى د خپل اشغال د دوام دپاره ښه معقوله بهانه تر لاسه کي! ………………………… خو څه ووايم؛ هغه پورتنئ خبره ده چي پر جاهلانو او بې عقلانو نصيحت تاثير نه کيي، يوازي الله تاسو سرټمبه ګانو ته هدايت کولاى سي، او الله دي هدايت درته وکي، کنه نو تر دي يي هم د سخت عذاب په تمه واوسيږئ !!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!

  25. ګرانو ورونو!
    هیله ده دمتمدنو اشخاصو په شان بحث وکړﺉ او دناوړه الفاظو له کارولو ځان وژغورﺉ. هرڅوک تحلیل دخپلو ګټو په رڼا کې کوي. دا خو یو څرګند حقیقت دی چې امریکا افغانستان ته په راتلو کې ډیر هدفونه لري او ځيني يي دخپل تلپاتي غلام (پاکستان) له لارې ترسره کوي. بېکاره افغان ځوانان طالب په نوم جګړه کوي ترڅ له یوې خوا یو څو روپۍ تنخوا واخلي، که کوم (غنیمت) په لاس ورشي هم يي جیب ته کړي او په ضمن کې ځان هم وغولوي چې زه دالله درضا لپاره جهاد کوم. په دې خو خبر نه دي چې پاکستاني آی ای آی دوې ددې لپاره جنګوي چط دهیواد ټول شته بنسټونه پرې ونړوي، فقر،بیسوادي او جهالت پرې نور هم ډیر کړي او امریکا هم پرې خوشاله کړي. هرڅوک که دطالب دسیاستونو دفاع کوي هغه به په طالبانو کې کومه ګټه ګوري او که ځوک دکرزي ددولت ننګه کوي ښايي په دې دولت کې يي ځه نفع وي. خو افغانان باید بېطرفانه قضاوت وکړي او په دې لټه کې شي چې څنګه په هیواد کې دیو خپلواک، پرمختللي اسلامي نظام دجوړیدو لپاره مبارزه وکړي چې په هغې کې بې ګناه خلک ونه ځوریږي او ګټه يي کرزي یا آی اس آی ته هم ونه رسیږي. زما په نظر په اوسني پيچلي وخت کې د طالبانو په شان یو بې سروپایه ډلې ته دوطن دژغورونکو تمه کول هسی دځان غولول دي او بس. طالبان دا اهلیت نه لري چې هیواد ازاد کړي او بیا پکې یو دوخت دمقتضیاتو سره برابر نظام جوړ کړي. ځکه همدوی دي چې ددې تیرو نهو کالو بربادیو ته یی زمینه جوړه کړه. یو عقده یی اسامه یی وساته چې دهغه له وجې زموږ خوږ وطن اشغال شو.

  26. تاسو ټولو ښاغلیو خوبه دمومند په ایجنسي کې دتیرې ورځې ځانمرګي برید په اړه اوریدلي وي ۱۰۵ تنه عام وګړي پکې شهیدان شول زه نه پوهیږم چې دا جاهل طالبان به څنګه داډول برید توجیه کوي په اسلام کې خو دیو نفس وژل داسې دي لکه دټول بشریت وژل نو بیا یو څوک څنګه ۱۰۵ تنه مسلمانان شهیدانوي او بیا یی مسولیت هم طالبان (جاهلان،منافقان) په غاړه اخلي. لعنت دې وي په داسې تش په نامه جهاد.