نن د جنوبي افریقا د “نېلسون منډېلا بې” نومي سټډيوم کي د هالنډ او برازیل تر منځ د فټبال لوبه د هالنډ په ګټه تمامه سوه .
برازیل په اتمه دقیقه کي هالنډ ته ګول ورکړ . ورپسې د لوبو په دوهمه برخه کي، د تفرېح څخه وروسته، د هالنډ د ټیم لوبغاړي “ویسلي سنایدر” بال دسیال ټیم پر خوا ورشوټ کړ، چي د فېلیپ مېلو د هیډ (سر) ورکولو څخه وروسته ګول سو . کله چي د هالنډ ټیم د برازیل د تکړه ټیم ګول ادا کړ، نو بازي نوره هم ګرمه سوه . د هالنډ لخوا لومړنی ګول، چي لوبه یې د سیال ټیمونو ترمنځ مساوي کړه، د هالنډ د ملي ټیم لوبغاړي لا زړه ور کړل .
په ۶۸-مه دقیقه کي د هالنډ د ټیم تکړه لوبغاړي “ویسلي سنایدر” په هیډ (سر) ورکولو سره ښایسته ګول ولګوئ . ددې ګول ورکولو څخه وروسته د هالنډ ټيم لوبغاړو ښه لوبه وکړه او دا چي دوهم ګول یې ورکړئ و، نو ډاډه وه . په پای کي لوبه ۲ پر ۱ د هالنډ په ګټه تمامه سوه . هېره دي نه وي چي د لوبو څخه مخکي زیاتره خلګ په دې عقیده وه، چي برازیل به د هالنډ څخه میدان ګټي .
هالنډ په شپږمه جولای د جنوبي افریقا په کاپسټېډ کي لوبو ته ادامه ورکوي . د هالنډ سیال ټیم تر اوسه نه دئ معلوم، خو نن به د اروګوای او ګانا تر منځ د لوبو کولو څخه وروسته معلوم سي او د اروګوای او ګانا تر منځ د لوبو ګټونکی ټیم د هالنډ سره لوبي کوي .
د هالنډ او برازیل تر منځ په لوبو کي ۴۵۰۰۰ تنو ګډون کړئ وو او علاوه پردې لوبي د نړۍ په ګوټ – ګوټ کي په ژوندی بڼه خپرې کېدې .
د هالنډ د ټیم لوبغاړی ویسلي سنایدر