کور / تازه خبرونه / مايک مولن: بايد ملامحمدعمر په خبرو کي شامل سي

مايک مولن: بايد ملامحمدعمر په خبرو کي شامل سي

د امريکا لوى درستيز مايک مولن وايي د افغان ستونزي يوازنۍ حل لاره د طالبانو مشر ملامحمدعمر په خبرو کي شاملول دي.
مايک مولن چي څو ورځي دمخه يې افغانستان او پاکستان ته سفرونه وکړل، په يوه امنيتي غونډه کي ويلي چي پاکستان د افغانستان په سوله کي مثبت رول لوبولاى سي، خو که غواړو چي د افغانستان موضوع حل سي بايد د طالبانو مشر ملامحمدعمر په خبرو کي شامل سي.
دا لومړى ځل دئ چي يو امريکايي پوځي مقام په خبرو کي د ملامحمدعمر د شاملولو پر ضرورت باندي اقرار کوي.
مايک مولن د کندهار د عملياتو د ځنډ خبر هم ورکړئ او وايي چي هلته د کافي امريکايي ځواکونو تر ځاى پر ځاى کېدو وروسته به عمليات شروع سي.