کور / تازه خبرونه / سعودي پاچا په واشنګټن کي دئ

سعودي پاچا په واشنګټن کي دئ

د سعودي پاچا ملک عبدالله بن عبدالعزيز د امريکا متحده ايالاتو ته په سفر تللى دئ.
ټاکل سوې ده چي نوموړى به نن په سپينه ماڼۍ کي د امريکا له ولسمشر باراک اوباما سره وګوري، د فلسطين، عراق او افغانستان پر حالاتو به ورسره وږغېږي.
سعودي رسنۍ وايي ملک عبدالله به له امريکا څخه وغواړي چي دغه هيواد له فلسطينيانو سره د اسرائيلو پر ظالمانه چلند باندي جديت ښکاره او اسرائيل دې ته مجبوره کړي چي پر فلسطيني اشغال سوې خاوره د کورونو له جوړولو لاس واخلي، پر غزه لګېدلي بنديزونه ختم کړي او د يوه خپلواک فلسطين جوړېدل ومني.
د راپورونو له مخي ملک عبدالله به له باراک اوباما سره د افغانستان او عراق پر حالاتو هم وږغېږي.