نن په هغه غونډه کې چې دهمدې موخې لپاره جوړه شوي وه په کندوز کې دغاليو اوبدلو اتحادې مشر حاجې امان الله خبريالانو ته وويل : چې دغاليوصنعت اودهغې اوبدل په کندوز کې د خورا پخوا راهيسې رواج لرئ ،همدارنګه هغه زياته کړه چې دغاليواوبدلو مرکز د جې ټې زيټ اوځينو نوروتجارانو په مالې مرسته ورغول شوچې لږترلږه به په کې د 20 نه نيولې د25 کسوپورې بې روزګاره خلک په کار بوخت شئ.
همدارنګه عبدالله زياتوي چې نوموړې پخپله په دغه مرکز باندي 4 ميلونه افغانۍ سرمايه ګذارې کړيده. هغه وويل چې ددې مرکز دجوړيدو دمخه به دوې غالۍ د وينځلولپاره پاکستان ته وړلې چې ددي کبله به دغالينو قيمت دوچنده کيده هغه هيله څرګنده کړه چې ددي وروسته به په خپل کورکې دغاليو وينځلوچاره ترسره کيږي چې دغاليوپه نرخ باندي به هم ښه اغيزوکړي .
دکندوز په ځينو ولسواليو کې دغاليو اوبدلو صنعت د ډيرپخوا راهيسې رواج لرئ خو په دي کې دقعله ذال دقلاچې اوچاردرې غالې جلا ارزښت لرئ چې نرخ يي دنورو غاليو په پرتله لوړ دي تيره کال دغاليوصادرات يواځې دکندوزولايت څخه 18 زره متره مربع پورې لوړ شوي وو ويل کيږي په قلعه ذال کې 15 زره تنه ميرمنې په غاليو اوبدلوپه کار باندي بوختې دي خو ځېنې وختونه ميرمنې دغاليو دکارلپاره دځان وزګارتيا په موخه خپلو بچوته تارياک ورکوئ چې وروسته بيا دغه ماشومان په مخدره موادو روګدې کيږي چې دا بيا بله ستونزه دي چې په راتلوونکې کې په ټولنه کې په مخدره موادو اخته کسانو شميرزياتيږي .