دمرورې په ولسوالۍ کي افغان او نړيوالو ځواکونو په ګډه د وسله والو پرضد پلټوونکې عمليات پيل کړي دي . دغه عمليات چې نن سهار پيل شوي تردې دمه روان دي . چې په ترڅ کې د نړيوالو ځواکونو د وينا له مخي وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده ، خو د کره شميرو په اړه يې لا تر اوسه دقيق مالومات نه دي څرګند شوي .
دافغان چارواکو په وينا دعملياتو پوره جزيات به وروسته مالوم شي .
د يادونى وړده چې ورته ګډ عمليات د سيمو د پاکونى په موخه د کنړ ولايت په بيلابيلو سيمو او ولسواليو کې ترسره شويدي .