کور / تازه خبرونه / کندوز: بمباريو ملکي کسان ټپيان کړل

کندوز: بمباريو ملکي کسان ټپيان کړل

دبهرنيوځواکونو په هوايي بريد کې څلورتنوملکې وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
تيره ورځ سهار قابواته بجې دناټوهوايي ځواک دياد ولايت په باغ شرکت سيمه باندي هوايي بريد ترسره کړ دياد ولايت دامنيه قومندان جنرال محمدرزاق يعقوبې په خبره په دغه بريد کې د دولت ضد وسلوال په نښته شوي وو، چې په کې دهغه په خبره اته تنه وسلوال مخالفين ووزل شول.
خوبل خوا په دغه بريد کې څلورتنه عام وګړې ټپيان شوي دي ، ټپيان دکندوز سمييزروغتون ته د درملنې په موخه راوړل شوي وو،چې دهغوې له خولې عام وګړې دي ،او له هيچا سره هيڅ ډول اړيکې نلرئ بلکې خپله زميندارې بوخت دي .
محمد دين چې په بريد کې يي پلار ټپې شويدي او امکان دي ولرئ چې دښختوټپونو له له امله يي لاس پريکړل شئ، دي وايي چې زمونږه په سيمه کې نه طالب شته او نه القاعده بلکې مونږه پخپلو کارونو کې بوخت وو چې يوځل الوتکه راغله اوبمونه يي واچول او زما پلار په کې زوبل شو . همدارنګه يوبل تن حيات الله چې په هوايي بريد کې يي اکا ټپې شوي وايي مونږه بې ګناه خلک يو خو دلته په روغتون کې هم زمونږه په سر امنيت اوامريکاييان ولاړ دي او وايي چې تاسې ترهګر اوطالبان ياستې مونږه نه پوهيږو چې څه وکړو ؟
همدارنګه ديوتن عينې شاهد پروينا چې دنوم دښوولونه يې ډډه کوله وويل چې د دوه کسانو روغتيايې وضعه دډاډوړنه ده، اوکيدې شئ چې ديوتن ځنې پښه پرې شئ .
يوتن سيپن ږيرې محمد هاشم وويل : چې هلته مو دپاسه په الوتکو بمبارد وي ، دلته مو په سر امريکايان ولاړ دي مونږه زخميانوته ان وينه هم نشو ورکولاي دهغه په خبره کې وضعيت داسې وي مونږه ټول ولسه اخلو ځکه مونږه ته زوند ندي راپاتې مونږه اخرڅه وکړو.
داپه داسې حال کې ده چې په دي وروستيو کې دکندوز امنيتې حالت ترپخوا ترينګلې ښکارې اودناټواوامريکا خاصوځواکونو بريدونه ترپخوا زيات شويدي.