دستراتیژۍ ناکامي ؟!
سیدسعید
وروسته له هغه چي په افغانستان کي دیرغلګروځواکونواعلی قوماندان جنرال مک کرسټل د«رولینګ سټون مجلې »سره په مرکه کي پرخپل مشرتابه تمسخرامیزه نیوکي وکړې ،سپني ماڼۍ ته وروغوښتل سوچي څنګه اولي یې پرخپلومشرانودخبریالانوپه وړاندي داډول ګستاخي کړې ده .دمک کرسټل اواوباما ترمنځ ترنیم ساعته خبرواترووروسته خبرخپورسوچي مک کرستل له دندي شړل سوی یااستعفاته اړایستل سوی دی اوپرځای یې دامریکالوي درستیزجنرال ډیویډپیټریوس وټاکل سو.
اوبامادروسیې دولسمشرمدویدیوف سره په یوه ګډه خبري ناسته کي وویل چي : «یوازي یې یوشخص(مک کرسټل ) بدل کړی دی نه دامریکاپالیسي اوزیاته یې کړه چي نوي جنرال پیټریوس به هم هماغه ستراتیژي عملي کوي ځکه چي دده په نوښت جوړه کړای سوې ده .نوموړي دامهال دامریکادلوي درستیزدنده درلوده اودهغه دمخه یې په عراق کي دامریکایې ځواکونودعمومي قوماندان په توګه کارکاوه اوپردغه هیوادیې دامریکاپه ناروااشغال کي هم پوره ونډه درلوده .په ۲۰۰۱زکال کي په بوسنیاکي دامریکاقوماندان ؤ.پیټریوس دوه ځلي ټپي سوی هم دی یوواردپوځي تمرینونوپرمهال اوبل ځل په پراشوټ کي دالوتکي څخه دراغورځیدوله امله اودریم ځل بیاپه همدې (جون)میاشت کي په یوې خبري ناسته کي دسناتورانودګڼوپوښتنوپه لړکي چي دافغانستان په اړه وپوښتل سو دځواب توان یې له لاسه ورکړاوبې سده سوچي نیم ساعت وروسته بیاپه سدسوخودبدن سېک یې ختلی ؤاوروانه غونډه یې تربلي ورځي پوري وځنډوله .
دکرزي ویاندوحیدعمردپیټریوس سره ملاتړاعلان کړاودهغه ستاینه یې وکړه چي دافغانستان اوسیمي سره بلددی اویوتجربه کارجنرال دی .یوه ورځ مخکي همدې ویاندویلي ووچي کرزی دمک کرستل څخه خوشحاله دی اوهغه یې په افغانستان کي دتېروجنرالانوپه پرتله ترټولوښه داعتمادوړملګری دی اوهیله یې ښوولې وه چي هغه بدل نسي ځکه تبدلي به یې څه ګټه ونکړي .
دکومي ورځي څخه چي صلیبي ټلوالي افغانستان اشغال کړی دی دخپلوځواکونودمشرتوب اوپرمختګ لپاره یې بیلابیل جنرالان رااستولي ،تبدیل کړي اوبالاخره عزل کړي دي .لکه خپلوشوموموخوته درسیدولپاره یې چي ډول ډول ستراتیژۍ بدلي رابدلي کړې .خوددې اونوروټولوجنګي ،اقتصادي اوتبلیغاتي پراخوهڅوسره سره یې په تېرونهوکلونوکي ونسوای کولای چي افغان ملت اېل اوددوی دکرغیړنوکړنوپه وړاندي لاس ترزني کښیني .لکه یوشمېرپه اصطلاح روڼ اندي چي وایې : په افغانستان کي میشت بهرني پوځیان یرغلګرنه ،بلکی سوله ساتي عسکردي ځکه چي دملګروملتونودپریکړي په اساس راغلي دي اوپسي زیاتوي چي ددوی سره ډغره وهونکي بیله دې چي ځان تباه کړي بله لاسته راوړنه به ونه مومي .استدلال !! کوي چي دیویشتمي پېړۍ په پرمختللي تخنیک اوټکنالوژۍ دسمبالوپوځیانوڅخه میدان ګټل هسي یوخیال اوخوب دی .خوددې روڼ اندوداندونوبرعکس نړیوال ویني چي هره ورځ دنړۍ دترټولوپه اصطلاح غښتلو اومجهزوپوځیانومرګ ژوبله ورځ په ورځ زیاتیږي اوپاته یې دجګړې دګرم ډګرپه دوړواودتوپونواوبارودوپه خوړسکواولوخړوکي خپل حواس بایلي اودتیښتي لارغوره کوي چي وروسته بیادجنګ دیادوسوواغیزواوډارله امله په رازرازجسماني اورواني ناروغیومبتلاکیږي آن چي په پایله کي یې دځان وژني سیالۍ ترسره کوي .
حقیقت داچي ،په افغانستان کي دبهرنیوپوځیانودزیاتي مرګ ژوبلي اوپرله پسې شاګرځونوپړه یوازي دمک کرسټل په غاړه نه ده ،که ددې جنجالي ستراتیژۍ دعملي کولولپاره هرڅوک وګمارل سي ولوکه ښاغلی اوباماخپله هم وي سوبه به ترګوتونه کړي ،ځکه چي سوبه اوناکامي دستراتیژۍ اوتګلاري په څرنګوالي پوري اړه لري نه دافرادوپه ردوبدل .
دکتونکوپه اندمک کرستل دخپلووروستیوڅرګندونوله امله نه ،بلکي دسپیني ماڼۍ دستراتیژۍ دناکامۍ اوماتي قرباني سو،ځکه چي بیله دې پلمې به دمک کرسټل شړل دستراتیژۍ دناکامۍ په معنی ؤاوګڼي پوښتني به یې راولاړي کړي وای .خواوس دهمدې بهانې په سبب ښایې څه موده نوره هم دهغي ستراتیژۍ ماته چي په میاشتومیاشتودسپني ماڼۍ اوپنټاګون ترمنځ دکشمکش په پایله کي رامنځته سوه دنړیوالوڅخه پټه وساتي .