يو ه تازه خبروايي چې په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال سټاينلي مک کرسټال د ٢٣ ملکي افغانانو دوژنې په جرم خپل شپږ افسران ګواښلي ، ا و توصيه يې ورته کړې چې په راتلونکې کې داسې (سهوه) ونکړي
په افغانستان کې مېشتو امريکايي ځواکونو د ١٣٨٨ لمريز کال د کب په ٢مه، د دايکندي د کجران ولسوالۍ د سورکي او ناوې سيمو ترمنځ په دريو ملکي موټرو بمبار کړى و ، هغه مهال په کابل کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر ويلي، چې په دې بمبارکې وسلوال مخالفين وژل شوي دي . خوځايي چارواکيو په دې پېښه کې د ٢٧ ملکي وګړيو دوژل کېدو خبر ورکړى و، وروسته امريکايي ځواکونو ومنله چې په دې بريد کې ٢٣ ملکي وګړي وژل شوي او ١٢ نور ټپيان شوي دي .
دد ايکندي والي قربان علي ارزګانى وايي چې د يادې شوې پېښې قربانيان تراوسه هم نه پوهېږي، چې بهرنيانو ولې پرې بمبار وکړ او ددوى د کورنۍ غړي اوس هم پوښتي چې اخر ناټو ولې دابې ګناه وګړي ووژل ؟
دپېښې له رسوايۍ وروسته امريکايي چارواکيو ژمنه وکړه چې دوى به ددې موضوع په اړه پلټنه کوي او مجرمينو ته به پوره سزاورکوي
د امريکايي ځواکونو په ياده شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ديادې شوې پېښې څېړنه په افغانستان کې د مېشتو امريکايي ځواکونو د مرستيال قوماندان جنرال مېک هېل لخوا شوې او د پلټنو پايلې چې په ١٨٠ پاڼو مشتمله ده، د ناټو عمومي قوماندان جنرال مېک کرسټال ته سپارل شوې دي .
په ياد شوي راپور کې منل شوې چې ددوى د ځواکونو لخوا د ملکي وګړيو پر موټر (سهواً) هوايي بريد شوى او ملکي وګړيو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه سهوي بريد د بې پيلوټه الوتکو د مسوولينو لخوا د ناسمو معلوماتو ورکولو په اساس شوى و .
په دغه راپور کې څرګنده شوې چې ياده شوې پېښه د سرتېرو د ناسمې روزنې، د اړيکو د نشتوالي او د ناسمې پرېکړې له امله رامنځته شوې او په ياد شويو برخو کې د نورې روزنې سپارښتنه شوې ده
دادى له ژمنې سره سم په افغانستان کې مېشتو امريکايي ځواکونو د غبرګولي په اتمه ديوې اعلاميې په خپرولو ويلي، چې د ناټو عمومي قوماندان جنرال مېک کرسټال په دې پېښه کې لاس لرونکيو څلورو لوړ پوړو افسرانو ته اخطاريه او دوو ټيټ پوړو ته تنبيه پاڼې ورکړې دي.
.جنرال مېک کرسټال يو ځل بيا پر دې پېښې د خواشينۍ څرګندولو ترڅنګ ويلي، چې دوى دافغانانو د خدمت او ددوى د خوندي امنيت لپاره دلته راغلي دي .
د امريکايي ځواکونو په ياده شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې له دې پېښې وروسته جنرال کرسټال هماغه مهال له زيانمنو شويو کورنيو سره غمرازي او په دې اړه يې ترې بخښنه غوښتې وه.
سرچينې ويلي، چې ددې څېړنو له پايلو څخه يې دافغانستان ولسمشر حامد کرزى هم خبر کړى دى .
افغانستان ته دامنيت نيولو او له افغانانو سره دمرستې په نوم راغليو مېشتو بهرنيو ځواکونو په تېرو نهو کالو کې له افغان ولس سره ډېر نامناسب ، سپکوونکى اوتحقيروونکى چلند کړى دى ، بهرنيوځواکونو تل افغانانو ته دمريانو او دداسې چا په سترګه کتلي چې هېڅ يې دپوښتنې او ګټلو څوک نه وي .
غربيان ځانونه ددموکراسۍ علمبرداران ،او بشرخو پرېږده چې آن دحيواناتو د دحقوقو مدافعين بولي خو د انساني حقوقو دا اجاره داران بيا په عمل کې ددريمې نړۍ انسان ته هېڅکله هم دانسان په سترګه نه ګوري. دوى ته انسانيت هېڅ مطرح او مهم ندى ، دوى په نظر انساني کرامت ، بشري عزت النفس يا له سره نشته او که شته دامعيارونه او حقوق يواځې دغربي نړۍ داوسېدونکيو لپاره دي او بس،
پدې کې هېڅ شک نشته چې غربيان دمحکومو او مظلومو ولسونو اوسېدونکيو ته آن دهاغومره حقوقو ورکولو او درناوي ته هم قانع ندي چې دوى يې خپلو سپيو ته ورکوي . همدااوس په امريکاکې لسګونه ميليونه سپي او پيشوګانې له خپلو خاوندانو سره په يوه ميز او يوه دسترخوان ډوډۍ خوري ، پوره روغتيايي اسانتياوې ، دوا او درمل کلينيکونه او ډاکټران لري او هروخت يې( چيک اپ ) خو ددريمې نړۍ انسانانو ته وچه ډوډۍ او دڅکلو لپاره صحي اوبه خوپرېږده چې ان هغه دکوهيانو ککړې او مکروبي اوبه هم نه موندل کېږي .
دوى نه يواځې داچې دمظلومې او محکومې نړۍ له عام ولس سره دښمنانه اومتکبرانه چلند کوي آن دهغو هېوادونو مامورينو او کارکوونکيو ته هم پام نه کوي چې ددوى له بشپړسياسي ملاتړ څخه برخمن دي . دوى يې ددوستۍ دعوه کوي او حکومتونه يې خپل استراتيژيست دوستان بولي . په افغانستان کې دجګړې دډګر لومړۍ کرښې ته افغان عسکر لېږل کېږي ، دالقاعده او طالب مرمۍ لومړى دافغان عسکر په سينه لګېږي ، دجګړې لومړۍ کرښې په افغان اردو او افغان پوليس ساتل کېږي خو امتيازات ټول دبهرنيو ځواکونو دي ، دمتحده ايالاتو درسمي اعتراف له مخې په افغانستان کې ددوى پر هرعسکر هرکال يو ميليون ډآلر لګښت راځي ، دځينو بې پلوه ادارو دسروې له مخې ، دلته پر هرامريکايي پوځي د افغان پوځي په پرتله سل چنده ډېر لګښت راځي .
په افغانستان کې له افغان ولس سره ددوى چلند وښوده چې دبشر دحقوقو ، دموکراسۍ ، ازادۍ ، د سولې دراوستلو، امنيت ، بيارغونې ، هوسايۍ، د افغانستان دپرمختګ ، بشري کرامت ته ددرناوي او…. شعارونه هسې دخلکواو نړيوال ذهنيت دتېروېستل ولپاره پلمه ده او په عمل کې هېڅ هم نشته.
د افغانانو په نسبت ددوى چلند او دريځ داسې دى لکه افغان چې له سره دوى ته انسان نه ښکاري .
داچې دوى داوه ويشت تنو بې ګناه او ناخبره ملکي افغانانو وونکيوته تش اخطاريه ليک او تنبيه پاڼې ورکوي داپخپله ددې څرګندوى چې دامريکايانو پروړاندې دافغانانو بيه څومره ده ؟
دانصاف غوښتنه داده چې بايد دهر بې ګناه وژل شوي شخص په بدل کې دنورو دعبرت لپاره وژونکى سمدستي په دار وځړول شي خو دلته دبشر خواخوږي او دتمدن ، عاطفې او صميميت صادروونکي !! داوه ويشت تنو بې ګناه انسانانو وژونکيو ته چې شځې او کوچنيان هم پکې شامل دي يواځې اخطار او تنبيه بسيا بولي .
او که دسر دتاوان خبره شي نوبيا دهرافغان دسربيه دوه زره ډالره چې ښايي ديوه امريکايي جنرال ديوې شپې دخرمستۍ بيه هم نه وي ټاکي
داسې هم نده چې غربيان دهر انسان دسر بيه همدومره ټاکي، بلکې ځينې انساني سرونه ددوى په اند ډېر قيمتي دي ، دلاکربي په پېښه کې چې تراوسه هم پوره جوته نده چې ايا رښتيا هم دليبيايوه اوسېدونکي به پدې هوايي پېښه کې لاس درلود او که نه امريکا له ليبيا سره پنځلس کاله سړه جګړه وکړه ، خپله يې هم هرډول تعزيرات پرې ولګول اونړۍ يې هم پرې تعزيراتو ته وهڅوله او په پاى کې يې دهر وژل شوي امريکايي پر سر ترې يو ميليون امريکايي ډالر__ دپنځلس وژل شويو امريکايانو پرسر پنځلس ميليونه ډالره __ تاوان هم واخست . خو دبې ګناه او ناخبرو اوه ويشت تنو افغانانو پر سر خپلو مامورينو ته يواځې وارننګ ليټر(اخطاريه) بسيا بولي.
دايواځې داروزګان پېښه نده ،بلکې په افغانستان کې داډول لسګونه پېښې شوې چې پکې ناخبره لسګونه عام افغانان په قصدي ډول تش ددروغو په يو راپور په پوره امريکايي قساوت وژل شوي لومړى يې دمعمول په څېر امريکايان مسؤوليت نه مني او وژل شوي دځانګو کوچنيان او سپين سرې مېرمنې او آن ناوې او زوم هم القاعده بولي خو چې کله يې نړيواله ميډيا رسواکړي نو بيايې ډېر وروسته مسؤوليت ومني او په تشې عفوې دوسيه راټوله کړي .
دا افغانانو ته ددوى دبېچاره ګۍ ، نيستۍ ، مظلوميت اوکمزوري توب سزا ده .
هرفرعون همداسې وي نورو ته په ټيټه او سپکه ګوري
(( تقدير کې قاضي کا يه فتواهين ازل سے
هين جرم ضعيفى کا سزا مرګ مفاجات))