کور / تازه خبرونه / کابل: د چين سفارت ته څرمه د ملي پوځ موټر وچاودئ

کابل: د چين سفارت ته څرمه د ملي پوځ موټر وچاودئ

د بهرنيو چارو وزارت ته پر تللي سړک د چين سفارت ته څرمه يوه چاودنه سوې، چي مرګ ژوبله يې نه ده اړولې.
د آزادۍ راډيو په خپل تازه خبر کي وويل چي د چاودني ځاى د پوليسو له خوا کلابند دئ، د امبولانسونو ږغونه اورېدل کېږي.
بلي خوا ته د کورنيو چارو وزارت وياند هم دا پېښه تايېد کړې، خو وايي تحقيقاتي ټيم يې د پېښي ځاى ته لېږلى دئ.
وروستي خبرونه وايي چي چاودنه د ملي پوځ د سرتېرو په موټر کي د انجن د خرابۍ له امله رامنځته سوې او کومه قصدي پېښه نه وه.