دکندوز امنيه قوماندان مل پسوال محمدرزاق يعقوبې وايې ، چې دهوايي بمبارد په پايله کې د دولت ضد مخالفينو 8 تنه ووژل شول او دوه تنه ټپيان دي هغه وويل چې وژل شويوکسانو دملا عثمان پورې تړاو درلوده .
دکندوز شمال لويديځ لورته دباغ شرکت دقرغه عالې په سيمه کې نن سهار 8 بجې اوشل دقيقې دنړيوالوځواکونو دالوتکو څخه بمونه وغورځول ،ديوتن ځايي اوسيدونکې د نوم دنه ښوولو په شرط وويل : چې دبمبارد له امله يوتن بزګر چې پخپله کرونده کې په کار بوخت وو وژل شوي اويوبل تن ټپې دي .
خو دکندوز امنيه قوماندان جنرال يعقوبې دانه منې چې ګنې په دغه بمبارد کې دي ملکې وګړوته مرګ زوبله اوښتې وي . همدارنګه په کندوزکې ميشت دبهرنيو ځواکونو مطبوعاتې دفتر هم تراوسه پورې په دي اړه څه ندي ويلې .
دغه راز تردې مهاله وسلوالو طالبانو دخپل کسانو دمرګ زوبلې په اړه څه ندي ويلې . داپه داسې حال کې ده چې نږدي درې ورځې وړاندې دامريکا دخاصوځواکونو دهوايي بريد په پايله کې په کندوز ميشت دايساف دمطبوعاتې چارو مسوول ډګرمن ويبر په خبره 8 وسلوال طالبان وژل شوي وو مګر وسلوالو طالبانو يي په اړه څه نه وو ويلې .