د کندهار ښار د امنيت آمر فضل احمد شېرزاد په يوه خبري ناست کي وويل چي دوى د هغو بې قانونه موټران په نيولو عملي پيل وکړ کوم چي ثبت سوي نه وه نوموړي وايي چي ټولو موټر لرونکو ته يې د غبرګولي تر آخيري نېټي پوري وخت ورکړئ ؤ چي خپل موټران ثبت کړي خو کوم چا چي خپل موټرونه نه دي ثبت کړي او بې قانوني يې کړې ده د هغو موټران به د ملي امنيت ، ملي پوليس ، مستوفيت او دګمرک رياست په ګډه همکاري نيول کېږي. نوموړي همدا ډول زياته کړه چي دا لړۍ به تر هر چا پوري ورسيږي که هغه يو موټر لرونکي وي ، که د موټر پلورنځي خاوند وي .