کور / تازه خبرونه / کندهار : يوې ډاکټري د کورني تاوتريخوالي له امله خپل ژوند د لاسه ورکړ

کندهار : يوې ډاکټري د کورني تاوتريخوالي له امله خپل ژوند د لاسه ورکړ

د کندهار ښار يوې تکړې او مشهوري ډاکټري نظيفه ملالۍ د کورني تاوتريخوالي له امله لوموړي خپل ځان ته اور واچاوه چى وروسته يې د همدې اور د امله خپل ژوند د لاسه ورکړ د کندهار ښار د عامي روغتيا رئېس عبدالقيوم پخلا د نوموړي پيښي پخلى کوي او زياتوي چي نوموړي ډاکټري يوه اونۍ مخکي د کورني تاوتريخوالي له امله خپل ځان ته اور اچولئ ؤ چي وروسته د درملني په موخه پاکستان هيواد ته وړل سوې وه او نن يې په روغتون کي ساه ورکړه.
د يادوني وړ ده چي په کندهار کي دا لومړى ځل دئ چي يوه ډاکټره د کورني تاوتريخوالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.