کور / تازه خبرونه / تازه خبر: طالبانو د ناټو يوه بله جنګي الوتکه وويشتله

تازه خبر: طالبانو د ناټو يوه بله جنګي الوتکه وويشتله

طالبان وايي په هلمند کي يې د ناټو يوه بله جنګي الوتکه ويشتلې او پکښي سپاره لس سرتيري يې وژلي دي .

قاري يوسف احمدي چي ځان د افغانستان د اسلامي امارت وياند معرفي کوي په سيمه کي د لراوبر خبريال ته په ټيلفوني تماس کي وويل چي ځواکونو يې نن غرمه دباباجې دلوی هديري په سیمه کې چې دلشکرګاه ښارنه شمال لوري ته دهلمنددسيندپه غاړه پرته سيمه کي يوه جنګي چورلکه چي سيمي ته د عملياتو په نيت راغلې وه په راکيټ وويشتل شوه اوڅوشيبي وروسته په ځکمه راپريوته چې اوس ماسپښين مهال هم دپيښې په ځای سوځیدلی پاتي ده اوبهرني ځواکونه يي په انتقال بوخت دي .

طالب وياند دا هم وويل چي نن يې په يوه بله پېښه کي د هلمند په سنګين کي د انګريزانو هغه ټانک په ماین والوزاوه چي دنوموړي په وينا شپږ پرنګيان پکښي ناست وو او ټوله يي ووژل سوه ، د افغان دولت لخوا ددې ادعاو په اړه تر اوسه خبر نه دی ترلاسه سوی ، خو په افغانستان کي د ناټو مطبوعاتي دفتر لراوبر ته په رالېږلې خبرپاڼه کي دخپل يوه پوځي وژل تائيد کړي دي خو د تل په شان يې د هغه هويت او دقيق ځای پټ ساتلی دی .

د نننۍ الوتکي په رالوېدو سره په يوه اوونۍ کي د يوې بې پيلوټه څارګري الوتکي په ګډون دريمه الوتکه ده چي راغورځول کيږي .