کور / راپور / د ديني عالمانو څخه ازموينه واخستل سوه

د ديني عالمانو څخه ازموينه واخستل سوه

نن د ١٣٨٩ د څلورمي مياشتي پر لومړۍ نېټه د کندهار ښار د زرغونې انا په ليسه کښي د ديني عالمانو څخه ازموينه واخستل سوه چي پکښي تر ٣٠٠ زياتو کسانو ګډون  کړئ ؤ نوموړې ازموينه شاو خوا نهه بجې د قرانکريم په تلاوت سره پيل او پر يوولس بجې او ٢٠ دقيقې پاى ته ورسېده د ازمويني په پيل کي د ښووني او روزن سرپرست رئيس نجيب الله احمدي وويل چي نوموړئ ګام يې د هغو ديني علماء کرامو دپاره پورته کړئ کم چي غواړي په هيواد کي دننه يا بهر لوړي زده کړي وکړي او يا هم د کندهار ښار په  ښوونيزو مرکزو کښي د ښوونکي په حيث دنده ترسره کړي.



ډېر ګډونکوونکو د ښووني او روزني رياست په دې اقدام خورا خوښ ښکارېده او دا کار يې لوړو زده کړو ته ، د ښوونکي په حيث په دنده تر سره کولو  او نورو اړونده تعليمي څانګو ته په لاره هوارولو کي يو مثبت ګام باله.


 ازموينپاڼه چي ټوله پکښي تقريباً ٥٠ پوښتني وې او هره پوښته په پښتو او دري ژبو ليکل سوې وه چي لوموړۍ برخه يې د قرانکريم د سپېڅلو اياتو د نازليدو شان ، په ځينو اياتو کي د يوه يوه لغات ژباړه ، د فقهي اصول ، د سيرت برخه ، د رياضي پوښتني ،د بلاغت علم  او آخري پوښتنه يې د مشورې په هکله يوه څلور ليکي مقاله وه جوړه سوې وه . د ازموني د پاى په شېبو کي د کندهار ولايت مقام مرستيال ښاغلئ عبداللطيف اشنا هم د ازمويني د ليدو په موخه د ازمويني تالار ته راغلئ .



د کابل څخه  راغلي هيئت د يوې پوښتني په ځواب کي لراوبر ته وويل چي بريالي کسان به تر فراغت ليک تر لاسه کولو وروسته هم د هيواد دننه او هم بهر د همدې فراغت ليک په وسيله زده کړي کولاى سي چي اوس هم په هيواد کي دننه او هم بهر ډېر زده کوونکي د همدې فراغت ليکو په وسيله زده کړي کوي.



د يادوني وړ ده چي دا لومړى ځل نه دئ چي په کندهار ښار کي د ديني عالمانو څخه ازموينه اخستل کېږي بلکي دا يې څلورم ځل دئ چي په کندهار ښار کي نوموړې ازموينه د کابل څخه د راغلو هيئتانو او نورو اړونده حکومتي چارواکو په مخ کي  اخستل کېږي.