کور / راپور / ريس احمدزی په بلخ او کندوز کي دکرکيټ زده کړي پروګرام پيلوي

ريس احمدزی په بلخ او کندوز کي دکرکيټ زده کړي پروګرام پيلوي

Raees Ahmadzaiد افغانستان د کرکيټ د ملي لوبډلې متقاعد لوبغاړى ريس احمدزى په پام کې لري چې په مزار شريف او کندوز کې د سلو ماشومانو لپاره د کرکيټ د زده کړې پروګرام جوړ کړي.



نوموړي لر او بر ته وويل چې تر دې مهاله يې په ننګرهار کې ۱۵۰ او په لوګر، خوست، لغمان او وردګو، هر ولايت کې يې پنځوسو ماشومانو ته د کرکيټ د زده کړې کمپونه جوړ کړي وو.


نوموړي دا پروګرامونه د ايم سي سي او افغان کنکشن په مرستو ترسره کړي وو، ده همدارنګه وويل چې د يونيسيف په موټ يې په کابل کې هم پنځوس ماشومان روزلي دي.


ښاغلي احمدزي وويل چې په دې برخه کې د کرکيټ ملي لوبډلې ټولو لوبغاړو ورسره مرسته کړې ده، دى په پام کې لري چې په نژدې راتلونکې کې ۱۵۰ جينکيو ته په کابل کې د کرکيټ روزنې کمپ جوړ کړي.


له هغه مهاله چې په نړيوالو شل اوريزو سياليو کې د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډله پر ټلوېزون راښکاره شوې، په هېواد کې د کرکيټ سپورټ لا زور اخيستى او  مينه وال يې ورځ تر بلې زياتيږي.


ريس احمدزي د نړيوالو شل اوريزو د لوبو پر مهال ويلي و، چې نور له لوبډلې وځي، او په افغانستان کې به د کرکيټ د پرمختګ لپاره کار کوي.


د يادونې وړ ده چې د افغانستان د ملي لوبډلې دوه تکړه لوبغاړي حميد حسن او محمد نبي به د روانې مياشتې پر ۲۷ مه نېټه، د برتانيې په لارډز لوبغاړي کې د ايم سي سي لوبډلې له خوا د پاکستان پر وړاندې لوبه کوي.