کور / تازه خبرونه / نورستان: ٢١ ټول ګټې پروژې بشپړي شوې

نورستان: ٢١ ټول ګټې پروژې بشپړي شوې

دنورستان په وايګل ولسوالۍ کي د ٢١ ټولگټوپروژو کاربشپړاوعامو وګړوته په لاس ورکړل شوې.
دنورستان ولايت دوانت وايګل په ولسوالى کې ديوويشتو پروژوکار بشپړ شو.
دنورستان ولايت دملي پيوستون مشر انجينر محمدعيسى وحدت وويل څلور کاله وړاندې ملي پيوستون ادارې دوانت وايګل په ولسوالى کې کارپيل کړى اوتردې مهاله يې ګڼ شمير پروژې يې دشپږو ويشتو شوراګانو لخواترسره شوي دي. وحدت زياتوي چې په ياده ولسوالى کې دنهه شوراګانو چارې سرته ورسيدې اومديراهمکارې موسسې نه دملي پيوستون ادارې وسپارل شوې. په دې اړه انجينر محمدعيسى وحدت زياته کړه دوانت وايګل ولسوالى قومي مشرانو دملي پيوستون له ادارې څخه مننه کوله اودايې دقومونو اوکورنيو ديووالي يو ښه پروګرام وباله.