په فراه ولايت کې نن سهار داوو بجو په شاوخوا کې يوه چاودنه شوې چې له امله يې ددغه ولايت دولايتي شورا رئيس او د هغه ځوى ټپيان شوي دي .
دفراه ولايت امنيي قومندان ددغه پيښې پخلى کوي او وايي ماين چې دلرې کنټروليدونکى و، ددغه ولايت ملکې روغتون ته څرمه چاودېدلى دى.