کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دافغانستان طبیعی ثروتونه

دافغانستان طبیعی ثروتونه

.. داعلان توقیت اودهغه سیاسی دلا لتونه .


طبیعی ده ، چې په مادیت باندې ولاړه ټولنه ترهرڅه وړاندې ، مادي ارزښتونو ته لومړیتوب ورکوي ، او مادي لاسته راوړنې ئې دژوندانه بنیادي او اساسسي موخه وي . دایماني اوروحانی ارزښتونو نه په تشه ټولنه کې هرڅوک په فردي او ټولنیز ډول زیار باسي ، چې تر نورو ډیره مادي لاسته راوړنه ولري ، په دې راز ټولنو کې هر ډول فردي ،ټولنیز او نړیواله راکړه ورکړه د مادي لاسته راوړنې په اساس تر سره کیږي ، هیڅ څوک نه حاضریږي چې خپل وخت او خپل فکری ، جسمانی او عقلي صلاحیتونه پرته له مادي لاسته راوړنې د بل چا په خدمت کې کیږدي ، دیوې کورنۍ غړي هم نه حاضریږی چې پرته له مادي لاسته راوړنې دکورنۍ دبل غړی سره مرسته او انسانی همدردي پر ځاي کړي ، آن تر دې چې پدې بدبخته ټولنه کې د کورنۍ تهداب ایښودونکي خاونداوښځه هم پرته له مادي لاسته راوړنې نه حاضریږي چې د یوه او بل خدمت وکړی ، یعني پدې ټولنه کې د حکومت نه نیولې تر ټولنیزو موسسو او بالآخره په فردي ډول ټول په مادیاتو پسې لیواله اوسرګردانه  دي .
نو په دغو راز ټولنو باندې واکمن غاصب اوغارتګراستعماري قوتونه ، چې د دې ټولنو تهداب ئې ایښی دی ، ترهرڅه وړاندې خپل شئوم او ناوړه پلانونه د مادي ارزښتونو په اساس ایږدي . د تاریخ په اوږدو کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د لویدیځ غارتګر استعمار د همدې موخې لپاره خپل فوځی یرغلونه په لاره اچولی دی ، که څه هم په ظاهري توګه ئې خپل تیري اوتجاوز ته د دیموکراسۍ تر شعار لاندې مشروعیت ورکړی دی ، خو په پای کې ئې ناوړه مادي عزایم په ډاګه شوی . دتاریخ په اوږدو کې ئې دنړۍ په هر برخه او په ځانګړې ټوګه په اسلامی نړۍ کې د ثروتونو د غارتولو لپاره  نظامی یرغلونو ته زمینه برابره کړی ده ، اوبیا ئې په غارت شویو ٍثروتونو خپله مادي دنیا جوړه کړی ده .
د دې لیدلوري د اثبات لپاره پکار نده چې ډیر وړاندې تاریخونه ولولو ، د عراق او افغانستان ژوندې اوتازه مثالونه وړاندي کولی شو . د بې بنیاده تهمتونو تر څنګ د دیموکراسۍ تر شعار لاندې پرعراق باندې نظامي یرغل تر سره شو ، نه هغه بې بنیاده تهمتونه په اثبات ورسیدل  ، نه دعراق دولت لویدیځ ته ګواښ و ، نه په عراق کې تروریستي تنظیمونه و ، اونه هم په عراق کې اټمي وسله وه . بلکې د دوي په راتګ سره په عراق کې ډول ډول سختدریځه تنظیمونه فعال شول ، چې د عامو خلکو ژوند ئې له ریښتني ګواښ سره مخ کړ. په هغه هیواد کې چې  دپټرولو اړوند د نړۍ له غني ترینو هیوادونو څخه دي ، نن د اشغال له برکته عام وګړی دیوه لیتر پټرولو د لاسته راوړلو لپاره پینځه ساعته په کتار کې ولاړ وی ، دیموکراسی خو په خپل ځای پریږده ،بلکې عام خلک د اشغالګرو دسوټک او د ترورستان دسندان تر منځ ژوند کوي ، د عراق سیاسی برخلیک ئې خپل پټ ګوداګې ایران ته سپارلی دی او اقتصادی برخلیک ئې  په خپل  لاس کې اخیستی دی .
آته کاله وړاندې ئې پرافغانستان باندې هم د ترورستی او سختدریځه ډلو د ځپلو د پلایمه تر څنګ ددیموکراسۍ تر شعار لاندې خپل کرغیړن یرغل ته مشروعیت ورکړ ، او په سرلوړی او لوی افغانستان ئې نظامي تجاوز بشپړکړ، هغه افغانستان ئې اشغال کړ چې د تاریخ په اوږدو کې ئې د یرغلکرو جبروت ته غاړه نده ایښی ،او سرئې ندی ټیټ شوی ، همیش سرلوړی پاتی شوی ، او اشغالګر ئې رټلی دي . د نظامی ځواکونو سره سره ئې له هغو شخصیتونو نه په افغانستان کې سیاسی اداره جوړه کړه چې په لویدیځ کې د همدې موخې لپاره روزل شوی وو ، یا لږ تر لږه د لویدیځ له مادي فلسفې نه متاثر وو ، او د افغانستان د سیاسی کشالې د حل لپاره ئې د لویدیځ دیموکراسي خوښوله ، او دلویدیځ لمن ئې نیولې وه چې دوي د دیموکراسۍ له ارمغان سره افغانستان ته ولیږي ، تر څو دافغانستان ویجاړه دنیا د دیموکراسۍ په ګلونو ګلزاره کړی . دا دي د دوی ارمان پوره شو د لویدیځ د نظامی بدرګه سره د افغانستان پرسیاسی سرنوشت واکمن شول .
خو نن له آتو کالونو وروسته په افغانستان کې حالت نور هم خراب شوی دي ، له هر چا وړاندې ئې د حکومت پرلوړو دندو ګمارلی خپل ملګری په هغه مرض مبتلا کړل ، چې د لویدیځ ټولنه پرې آخته ده  ( د مادیاتو پرستش ) . ددیموکراسۍ په نامه راغلی اشغالګرواو لویدیځ پالو هغه کومکونه په خپلو بانکي حسابونو کې ځای پرځای کړل ، چې نړیوالې ټولنې دافغانستان د بیا رغونې لپاره ورکړی وو . د افغانستان مظلوم ملت نور هم د کړاونو او دردونو سره لاس ګریوان شو ، د فقر ، بیوزلې ، بې کارې ، بې امنیتی په ټولنه کې افغانان ژوند کوی ، اولادونه ئې د تعلیم او تربیت له بهیر څخه وروسته پاتي دی ، د تمدن پرمختګ لړۍ شنډه ده . د افغانستان سیاسی ، فرهنګي ، ټولنیزچاپیریال هم دایران لاسوهنې ته پرانیستی دی ، او اقتصادی چارې ئې د دوی په لاس کې دي ، د دوی ټیکه دارانو د افغانانو خپلې ځمکې پرافغانانو پداسې بیه وپلورلی ، چې په نیویارک او لندن کې هم په دې لوړه بیه خمکه لاتر اوسه نده پلورل شوی . د پروژو د خورد اوبرد تر څنګ ئې هغه کومکونه چې د افغانستان سره نړیوالی ټولنې کړی و ، د ځمکو او نور تجارتونو له لارې پیرته خپلو جیبونو ته واچول . دا د دیموکراسۍ زرق او برق دی چې د اټو کالونو په دوران کې ئې موږ د افغانستان په سیاسی هنداره کې کتلی شو .
داسې اټکل کیږی ، چې دافغانستان سیاسی کشالې امریکا دې ته اړکړې ده ، چې خپله داشغال بنیادي او اساسی موخه په رسمی توګه اعلان کړی . امریکا غواړی ، چې د افغانستان له کانونو څخه د پردې په پورته کولو څو بنسټیزه لاسته راوړنې ولری .
د لویدیځ د څیړنیزو موسساتو او نظامی کارپوهانو د شهادت په اساس په افغانستان کې دمیشتو اشغالګروځواکونه وضعیت ډیر ستونزمن دی ، اوپدې وروستیو کې سخته مرګ ژوبله ورآوښتې ده ، د اشغالګرو ځواکونو د خود سرانه تصرفاتو په پایله کې ، په افغانانو کې د دوی اړوند نفرت او دښمني د لا زیاتیدو په حال کې ده . نو لدې کبله ئې د افغانستان له طبیعی ثروتونو پرده پورته کړه ، که وکولی شي ، چې د یوې نوې هیلې فضا رامنځ ته کړی ، او دا راز د افغانانو مخ په وده د دښمني احساسات وځپي .
همدا راز د ناتو د پیمان ځیني غړی هیوادونه پدې باور دي ، چې د افغانستان په کړکیچ کې بې ځایه ښکیل دی ، او د امریکا د مصلحت لپاره ئې خپله بنیادی موخه هیره کړی ده ، نو دغو هیوادونو د افغانستان څخه د وتلو مهال ویشونه اعلان کړی دی ، او غواړی له افغانستان څخه ووځی . په افغانستان کې د طبیعی ثروتونو د کانونو موندل به دا هیوادونه دې ته اړ کړی چې په خپل موقف له سره غور وکړی ، څرنګه چې د افغانستان حکومت اعلان وکړ ، چې د دغو ثروتونو د استخراج پروتوکولونه به هغه هیوادونو ته ورکړل شی ، چې له افغانستان سره په نظامی برخه کې مرستندوی هیوادونه وی  . لدې اعلان نه په څرګنده توګه معلومیږی ، چې امریکا غواړی  په افغانستان کې د ناتو د پیمان د هغه میشتو هیوادونو روحیه کنټرول کړی ، چې د تذبذب او تردد ښکار شوی دي .
په امریکا  او اوروپا کې اقتصادی بحران او د حکومت په وړاندې د خلکو قهرجن احساسات هم له چا نه پټ ندی ، د استعماری قوتونو په وړاندې دا راز حرکت تر ټولو پیاوړی حرکت دی ،  هغه حرکت چې په لویدیځ کې حکومتونو ورنه ویره لری ، او حکومتونه مجبوروی ، چې په خپلو سیاسی تصرفاتو له سره غور وکړی . نو له کومه ځایه چې دغه حرکت هم په قوت سره سر را پورته کړی دی ، او داشغال اونظامی یرغل د موخې پوښتنه کوی . نو لدې کبله امریکا غواړی چې د خپل عام ولس احساسات کنټرول کړی ، څرنګه چې وړاندې وضاحت وشو ، هغه ټولنه چې بنیاد ئې د مادیاتو په اساس ایښودل شوی وی ، له هر څه وړاندې د مادیاتو په اساس ښه کنټرولیدلی شي ، او دا راز اعلان کولی  پدې هکله ترهر څه ډیر موثر وی .
او په پای کې امریکا غواړی خپل نظامی عملیات ، چې لوړ لګښت لری او ورځ په ورځ د نړیوالو کړکیچونو له امله مخ په زیاتیدو دی ، د افغانستان د ثروتونو له لارې تمویل کړی و دافغانستان ثروتونه په سیمه کې د خپلو نظامی پلانو لپاره وکاروی ، او دلویدیځ ولسونه مطمئن کړی ، چې د دوی دولت په افغانستان کې پرنظامی خوزښت نه مصرفیږی .
که څه هم دا دافغانستان ملت ته ښه خبر دی ، خود ناوړه عزائمو لرونکو اشغالګرو په حضور کې به ئې د افغانستان ملت ته ګټه ونه رسیږي  .