دکونړولايت اړوندد نورګل په ولسوالى کې دافغان خويندو يون ټولنې لخوادښځوتعلمي کچې لوړولو اوپه پارلماني ټاکنو کې دښځو دګډون په موخه غونډه وشوه.
غونډې ته په پيل کې دولايتي شورا غړي اودافغان خويندو يون ټولنې مشرې استادتوراج پخپلو خبرو کې وويل چې ښځې اونارينه دپوهې په لاسته راوړلو کې يوشان حقونه لري اوهيڅوک حق نلري ددوى دغه حق له دوي څخه واخلي همداراز نوموړې په ښځوټينګار وکړ چې په پارلماني ټاکنو کې له خپلو ورونو سره څنګ په څنګ برخه واخلي.
ورپسې دښځو چارو ريسې اغلې نسيمې سادات دښځو په مخ کې دپرتو ستونزو په اړه دغونډې ګډونوالو ته وويل چې مونږ دنورګل ولسوالى ته په دې موخه راغلي يو چې دپوهې ،حرفوي زده کړو اونور برخو کې دښځو په مخ دپرتو ستونزو څخه ځان خبر کړو اوپه شريکه ورته دحل لارې چارې ولټوو.
اغلي استازې جهان ارا په خپلو خبرو کې په ښځو غږ وکړ چې څرنګه ميندې دخپلو ځامنو په ښوونه اوروزنه کې کوښښونه کوي همدغه شان دې دخپلو لوڼو په ښوونه اوروزنه کې نه ستړې کيدونکي هلې ځلې وکړي ترڅو دعلم اوپوهې په ګاڼه سمبال شي استاد جهان ارا دولايتي شورا دغړي اوښځو چارو له ريسې څخه غوښتنه وکړه چې دنورګل ولسوالى ښځو ته دې دزده کړو اوحرفوي ورکشاپونو په جوړولو کې لاس ورکړي.
دغونډې دپاى ويناوالې دلسم ټولګي زده کوونکي شمعې په خپلو خبرو کې دزده کړې په برخه کې دنجونو په مخ کې دپرتوستونزو له منځه امنيت يوه مهمه ننګه وبلله.
ياده غونډه دحج اواوقافو مدير حاجي امان الله لخوا په هيوادکې دتل پاتې سولې په دعايه کلماتو سره پاى ته ورسيده.