کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د طالبانو په اړه نه بلکې د ګلونو په باره کې خبرې وکړى!

د طالبانو په اړه نه بلکې د ګلونو په باره کې خبرې وکړى!


 


د پاکستان په کراچى ښار کې به تاسو ډير داسې ماشومان وويني  چې اصلي ټاټوبى يې جنګ ځپلي ګاونډى هيواد افغانستان دى. مګر په هغوى کې، د پغمان د هغو دريو ګل خرڅوونکو ماشومانو کيسه څه بل ډول ده .


د دغو ګل خرڅوونکو  ماشومانو اصلي وطن  کابل دى مګر د خرابو حالاتو له کبله له خپل وطن څخه ليرې دي. له دغو ماشومانو څخه لس کلنه ماشومه عقيله هم يوه ده. دهغې له خولې چې پلار يې له طالباو سره کار کاوه،او هلته په ګولۍ زخمي شو چې د درملنې لباره کراچۍ ته راوړل شو چې بيا وروسته مړ شو.


عقيله په اردو او انګريزي ژبه هم خبرې کولي شي مګر مورنۍ ژبه يې دري ده. بي بي سي ته هغې وويل چې خپل پلار يې په ياد ندى مګر مور يې دهغه په اړه کيسې ورته کوې. د هغې له خولې چې د ښار له لويو روغتونو لکه آغا خان او لياقت نيشنل  څخه مو د هغه درملنه وکړه مګر ژوندي پاتې نه شو.


د عقيلې مور د رختونو په يوه کارخانه کې کار کوي او په کلفټن کې د يوه چوکيدار په کوټه کې اوسيږي. چوکيدار د هغوى خپلوان دى. د عقيلې له خولې د شپې له خوا چوکيدار له کوټې ځخه بهر وي او د ورځې مور او او لور د خپلو کارونو له کبله له کوټې څخه بهر وي.


د عقيلې سره د هغې اووه کلنه کزن (د تره لور يا د ماما او يا د ترور لور) آمنه او اته کلن عبيدالله هم  د سمندر د ساحل په غاړه ګلونه خرڅوي. درى واړه ماشومان د پغمان اوسيدوونکي دي. دوى دري واړه په بيل بيل کورونو کې ژوند کوي مګر درس په يوه مکتب کې وايي.


عبيد بي بي سي ته وويل چې د هغه پلار په افغانستان کې ووژل شو، څنګه او ولې له دې هغه خبر ندى_ هغه وويل چې مور يې ګلونه په ترتيب ورته ساتلي وي او له مکتب څخه چې راشي نو د ساحل غاړې ته ګلونه يوسي_  د سمندر ساحل ته نژدې په يوه عصري سيمه ډيفنس کې يو ځاى چيرته چې څلور سينماګانې دي تر ماوخته پورې د ګلونو خرڅولو په اميد ناست وي تر څو د مکتب د فيس روپۍ بيدا کړاى شي.


عقيلې وويل چې کورنۍ خرڅ يې مور پوره کوي او د مکتب فيس هغه پخپله پيدا کوي. د عقيې ارمان دى چې ډاکټره شي او په پغمان کې  کلينک خلاص کړي.


آمنې او عبيدالله وويل چې کله د رخصتۍ په ورځ د مکتب نور ملګري يې سيل ته د سمندر غاړې ته راشي نو دوى ترينه پټيږي. عبيد وايي چې تر اوسه  په مکتب کې پرې څوک ندي خبر چې ګلونه خرڅوي.د هغه له خولې (( داسې نه چې سبا خبر شي چې مونږ ګلونه خرڅوو او بيا به له مونږ څخه نفرت کوي)).


آمنه او عبيد د خپل مور او پلار په اړه له خبرو کولو څخه ډډه وکړه يواځې دومره يې وويل چې په افغانستان کې د جنګ له کبله مور او پلار يې ژوندي ندي پاتې او هغوي د  نورو خپلوانو سره تر کراچۍ راورسيدل.


د طالبانو په اړه چې له هغوي څخه پوښتنې وشي نو هغوي چوپه خوله پاتې شي او وايي (( انکل (کاکا) له مونږ څخه د طالبانو په اړه نه بلکې د ګلونو په اړه خبرې وکړئ))