کور / تازه خبرونه / والي: هندوستان له کونړ ولايت سره مرستې کوي

والي: هندوستان له کونړ ولايت سره مرستې کوي

دکونړوالى الحاج سيد فضل الله وحيدي له يوه رسمى سفر وروسته دهندوستان هيواد څخه راستون شو .
دکونړ والي ديوشمير ادارو مسولينو اوقومي مشرانو ته په يوه غونډه کې د خپل سفر په اړه وويل:
دغه سفر يې په رسمي توګه هندوستان هيوادته دکابينې ديوشمير غړو اوکابل دوالي په ملتيا په دې موخه کړې وه، چې هغه دسولې لارې چې په پاخه اواساسي توګه رغول شوي بايد څنګه وساتل شي. او په څه توګه دغه لار ترانزيت ومومي چې عوايد لاس ته راوړل شي او له همدې لارې خپل اقتصاد پياوړې کړو.
دکونړ والي په دې اړه په تفصيل سره ديوشمير ادارو غړو اوقومي مشرانو ته مالومات ورکړل، ښاغلي وحيدي وويل په دغه ورکشاپ کې ورسره دهغه هيوادونواستازو هم ګډون کړى و چې هيوادونه يې تازه له جنګ څخه راوتلى اودترقى اوپرمختګ په لور ګامونه اخلي.
دکونړ والي دغه سفر دکونړ لپاره ګټور وباله اوويل دترلاسه شوتجربو څخه په دې ولايت کې کې دپرمختګ په برخه کې ګټه پورته کړي.
نوموړي وويل په هند هيوادکې يې په انفرادي ملاقاتونو کې ديوشمير لوړپوړې چارواکو اوهمدارنګه له نړيوالو کمپنيو له مسولينو څخه غوښتي چې ددې ولايت دبيارغونې اوپرمختګ برخه کې مرستې وکړي، چې خلکو ته په ژوند کې اسانتياوې برابرې شي. چې په وينا يې په دې برخه کې ورسره هم ژمنې وشوې اوډاډګيرنه يې ورکړى چې ډير زر به هند هيواد خپل دمرستې لاس دې ولايت ته راوغزوي.