د پل خمري د چشم سېر په سيمه كښي د طالبانو له لوري د موټرانو پر هغه قطار بريد سوئ چي بهرنيانو ته يې لوژستيكي توكي رسول او پكښي ۳ ټانكر موټرونه سوځلي د پيښي په هكله د نوموړئ قطار د موټر چلوونكو څخه يو كښي موټر چلونكي لراوبر ته وويل چي پېښه د پل خمري د چشم سېر په سيمه كښي هغه وخت رامنځ ته سوه چي طالبانو پر نوموړي قطار بريد وكړ او په پايله كښي يې درې موټرونه وسوځل خو ځاني تاوان يې وا نه ړاوه خو د طالبانو وياند د نوموړي پيښي پخلى او د يادو موټرونو سوځل ول تايدوي او زياته وي چي تر نوموړي پيښي وروسته د دوى د ملګرو او پوليسو تر منهځ نښته رامنځ ته سوه چي پكښي درې پوليس ووژل سوه .