کور / تازه خبرونه / د چنار مشاعره د سولې ترنامه لاندې ترسره شوه

د چنار مشاعره د سولې ترنامه لاندې ترسره شوه

په خوست ولايت كې د چنار كلنۍ مشاعره ترسره شوه ، چې په كې ګڼو شاعرانو، اديبانو او د ادب مينه والو سربيره د خوست ولايت والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي او د ګڼو ادارو مسؤلينو ګډون كړى وه .
مشاعره د قرآن كريم په څو مباركو آيتونو سره پيل شوه، چې وروسته د كوچنيو زده كوونكو لخوا ملي ترانه زم زمه شوه، ورپسي د خوست ولايت والي خپله پرانستونكي وينا وكړه:
خوست والي راغلو شاعرانو، اديبانو، او ميلمنو ته ښه راغلاست تر څنګ يې له هغو كسانو څخه مننه وكړه چې د مشاعري په جوړښت كې يې زيار اېستلى، ښاغلي والي په خپلو خبرو كې د سولې مشروتي جرګي په آرزښت ته په كتو د سږ كال چنار دوديزه مشاعره يې د چنار سولې مشاعرې د نومولو هيله وكړه چې د سيټيج چلونكو او د مشاعري جوړونكو لخوا يې تود هر كلى وشو او د سږ كال چنار دوديزه مشاعره يې د چنار سولې مشاعره په نوم ياده كړه .
وروسته مشاعره د ننګرهار ولايت څخه راغلي ميلمه او شاعر، لعل پاچا ازمون په شعر پيل شوه او ورپسي په وار ، وار ګڼو شاعرانو خپل شعرونه اوريدونكو ته ولوستل.
د مشاعري په وروستى برخه كې د تخفې او ستاينليكونه ويشتل شول .
د چنار دوديزه مشاعره هر كال په خوست كې د فرهنګپالو او شاعرانو لخوا لمانځل كيږي چې پكې د هېواد د كوټ ، ګوټ څخه شاعران، اديبان او فرهنګپال ګډون كوي.