ترڅوبه په چل ول باندې قد م راسره ږدي لاسونه به په دروغو په قسم راسره ږدي
مونږ د امريکادعاموپرګنوپه شرافت او پاکو انسانې احساساتو بشپړ باور لرو او پدې پوهيږو چې هغوي هم د هر انسانې ناورين له امله د نورو انسان پلوه ځواکونو په څير ځوريږي خو غواړم يو ټکې دوي ته ووايم : او هغه دا چې له بده مرغه د دوي سياسي واګواکي د داسې کړيو پلاس کې ده چې د پيسو ګټلوپه هڅو کې هيڅ ډول انسانی ارزښت نه بيژني ، چې دغې چلواټۍ هڅې په ټوله نړۍ کې د امريکا په ضد خپي داسې تودي کړي چې نږدې ده د امريکا د ګوښه کولو لپاره ټول سره يو موټي شي .
تر هيروشيما ، ناګاسکې او ويتنام نه ورسته چې امريکايې ښکيلاګرو پر افغانستان اوعراق باندې يرغل کړي د پرګنوالي بشری رښتو او له ترهګرۍ سره د جګړې د سر ليک لاندې لس ګونه انسانان وژلي ، ټپيان کړي ، بی کوره کړي او د ويرې تپه تياره يې پرې راوستي ده .
دا جګړه مار ټول نړيوال تړونونه سپکوي ، پر کليو بمونه غورڅوي، د خلکو موټر په ګليو ولي ، دشپې لخوا د خلکو پر کورو داړې غورځوي، هر څوک په خپل سر په وحښيانه جيلونو کې اچوي ، د ترهګرو تر سر ليک لاندې يو مخ ښځې، زاړه ، کوچنيان ، ځاميان، وژني او په يوه وينا د تمدن تر پردې لاندې بربريت تمثيلوي ، دا هر څه په ډاګه کوي چې د پنتاګون جګړه مار شپه او ورځ د وګړو پر وژنه لګيا دي ددوي او د هغه چا تر منځ هيڅ توپير نشته چې دملکی وګړو تر منځ په ګڼه کوڼه کې بمونه چوي ، دا دواړه ترهګری ده ، هم ټول وژنه ده ، او په ټولنيز ډول انسانی ناورين .
امريکايې واکمنې کړۍ چې دا دومره د هيموراټيس چيغې وهي ولی يې يوه ورځ هم د سعودی کورنۍ ته پدې اړه څه ونه ويل ؟ هيڅ کله به هم ونه وايې ، ځکه چې هلته د تپلو سوداګرۍ پر اوسنيو ګټو د دويد لاسبرې يواځې ديکتاتور توتاليتر نظام د لارې په ډاډمن ډول پايشت درلودلې شي ، د پرګنواکۍ او بشری رښتو پيرزوينه دوي په هغه هيواد باندې کوي چې د ځان ځايولو اړتيا پکې ويني لکه په افغانستان او عراق کې يې چې د همدغې پيرزوينې خوند وڅاکه . د افغانستان په اړه د واشنګتن د روان سياست څيړنه دا ټکې څرګندوي چې امريکايې پوڅ د اوږدې مودې له پاره دغه هيواد ته ليږل شوي دي او د شتون له پاره يې د جګړې اوږدوالۍ د منطق په توګه کارول کيږي ، همدا لامل وه چې جورج بوش په لوی لاس جګړه اوږده کړه يوې ډلې جنايتکاراوجورتې مجا هد نما وته يې چې ځانونه يې د مجاهد په پاک څادر کې رانغاړلي و مارشالی او پارلمان ورکړ او بله جګړيزه جنايتکاره طالبی ډله يې له هر څه بی برخې د ډګر څخه وشړله ، لمړۍ ته يې متمدنه وويل او دويمه يې ترهګره وبلله ، حال دا چې دا دواړه پديدې ددوي د لاس محصول دي اخوايې پاکستان په جګړه کې خپل انډوال وباله ، ملياردونه ډالر يې ورکړل هغو هم په همدغو ډالرو په افغانستان کې جګړه لا پسې توده کړه .
امريکا ښه پوهيده او پوهيږي چې د پاکستان استخبارات څه کوي ؟ د هر څه کړو سره سره به هيڅ کله ټنډه تروه نکړي ځکه چې همدا يې غوښتل د ترهګرې له منځه وړولو تر سرليک لاندې تر نميايې ډيرافغانستان ړنګ شوه خو د ترهګرو پته ونه لګيده ، هره ټليفونې کمپنې او ځايې پوليس پوهيږي چې کومه ګڼه ټليفون همدا اوس چيرې دي ؟؟ خوله امريکا نه په دومره پراخه ټکنالوژې کې د سل ګونو ټليفونو او مخابراتو ځايونه ورک دي .د خبرې بيخ پدې کې دي چې د جګړې پای ته رسيل د لويو پانګود خاوندانو په ګټه نده دوي پدې پوهيږي چې بيا به د امريکا په ګډون ټول نړيوال به ورته ووايې چې وځي !
نور څه ته په افغانستان کې پراته ياست ؟ تر هغې چې جګړه روانه وي د ښکيلاکې ځواکونو سره د استدلال لاره تړلې ده دوي همدا غواړي او په هره پيښه کې تروريزم پلمه کوي همدا وجه ده چې يو مزدور رژيم يې په ټول ملت ورتپلې او د ولس وينې زبيښي ، پدې توګه بی پرې افغانان د تاريخ په يو بدمرغه مثلث کې ښکيل شوي دي د ښکيلاک مزدور رژيم + طالب + جهادی اورښندونکي ددي مثلث درې اړخونه دي ،که دوې وايې چې مونږ څه وکړو ؟ زمونږ خو څوک نه اوري او د پياز د پوټکې ارزښت هم نه راکوي ، نو يوه تاريخی ميړانه خوکړاي شي چې په ډاګه ټولو وطنوالو ته ووايې چې له مونږ سره ددغه ټول وژنو او ملی بد مرغيو د مخ نيوې واک نشته او تر دې ورسته د بې ننګۍ او بې پتې پدغه کرسيو نه کينو
پروت په وينوکې لت پت ښه يم په پت کې * نه د سروزرو په تخت باندې بې پته
پريږدي چې دا د لانځکو نڅا پای ته ورسيږي مونږ پوهيږو چې دا يو ايډال دي ځکه د رژيم په واکمنه کړۍ کې له سیکالوژيک پلوه داسې څيره نشته چې د دوو پيسو له پاره سل سر کونډې ونه وهي دوي په خپل ځان کې د « ايکو » زړی وزلې پر بې ايکو انسانانو هر رنګه لوبې کيدای شي که څوک ددوي ولس وژني ، که څوک ددوي هيواد ړنګوي ، او که څوک ددوي په ملی ارزښتونو او نواميسو تيرې کوي دوي به تر هغې ځان ونه خوځوي چې چړې څوکه ددوي پوټکې ته ورسيدلي نه وي چې کله ورورسيده يه به د تيښتې لاره خپلوي او يا به ړمباړې وهي چې اوس مهال واشنګتن همدغسې ادارې ته اړتيا لري .
ټولو هيوادوالو ته دا خبره چوته ده چې زمونږ د ګران هيواد پيښليک ډيرې پاڼې په ورتپل شويو جګړو او مقاومتو څخه ډکې دي د نړيوالوځواکونو په کتار کې انګريز ورستنې ځواک و چې ددي هيواد د تسلط په موخه څوڅو وارې يرغلونه وکړل او په هر وارې د ماتې او بی له شرم پيغام نه پرته نور څه د ځان سره يونوړل انګريز پوه شوهچې څه بايد وکړو ؟
لومړۍ يې د افغانستان د لويديځېکرشېپه ټاکلو کې لاس پورې کړ او د تزارې روسيې سره يېد بريد په ټاکلو سره يې د پنجدې په ګډون ډيرې سيمې له افغانستان څخه جلا کړي ، خو بيا هم د سياسي او فزيکي واک په توګه برلاسي او بريالي نشول دويمه او دريمه ستراتيژی يې دا تطبيق کړه چې پښتانه يې د ګندمک او ډيرنډلاين په فرعی کرښو راکښلوله امله په دريو برخو وويشل .
« په خيبر پښتون خوا کې « اين ډبليو ايف فی » « دوپمه برخه يې بلوچستان او دريمه برخه يې په افغانستان کې پاتط شول » د پورتنې ويش څخه ورسته دا ثابته شوه چې د ياد شوي ويش تر مخه د پښتنو پيښليک ډير پياوړې او له وياړونو څخه ډک وه ، هر يرغلګر او بلوسګرټه يې د سر په کاسه کې اوبه ورکړي خو خپله خاوره او واک يې ورنکړ ، اوتر ويش ورسته د يو ګنګ برخليک او ړانده پيښليک په لوريې مخه کړه لمړۍ انګريز بيا روس او ورپسې تور پنجاب وکوالاي شواي چې د کابل په سينه لوبې وکړي او پدې توګه اوس د انګريز او امريکايانو تر مخامخ ولګط لاندې راغلي دي ، په هر توګه چې و انګريز پخپله دريمه ستراتيژی کې چې د ډيورنډلاين تر سرليک لاندې پلې او په سيمه کې يې سياسي نفوذ ته لاره هواره کړه انګريز پدی ښه پوهيده کچيرې په افغانستان کې پښتون ولس يو موټی او د يو ځواک په بڼه شتون ولري بياليتوب د انګريز په برخه نشته هماغه و چې د يو تور او کړغيړن نړون له مخې پښتانه يې په دريو برخو وويشل چې نه يې حقوقی ارزښت درلود او نه يې د فطرت سره سمون درلود، ددي کړغيړن تړون په پايله کې د پشتون لوی ټبرد « ملت او قوم » د دو لويو حیثيتو څخه بربرخی شو واحد قوم ځکه ورته نه ويل کيږي چې د يو واحد اويو موټې قوم په سينه داسې کرښې نه وي لکه د پښتون قوم په سينه چې راکښل شويدي واحد ملت ځکه نه ګنل کيږي چې ملت د دو واکمنو سيورو لاندې د دوبيلو بيلو قوا نينواو حکومتونو ته نه وي تابع ، بر پښتانه د کابل او کوز پښتانه د اسلام آباد تر واکمنې لاندې دي .
دغې غيری فطری ويش د آسيا د لوی وچې ستر او لرغونې قوم په څو ټوټو وويشهاو اوس همداسې تکه تکه پرهرپرهر پروت دي او دغو پرهارو د القاعده په څير ناسور ارمنځ ته کړ . د روسانو تر مهاله نيولي تر دمګړې پورې يواځې پښتانه ووژل شول ، د پښتنو سيمې ړنګې شوي ، نورو خو د روسانو د راتګ له پاره لار هواره کړه چې د بښتنو سيمو د ځپلو په موخه د سالنګو له لارې د باروتو او و سلوکتارونه ورسم کړل چې دی وفادارې او خوش خدمتی يو شميربې مسلکه کسان اتلان او يو شمير نوريې مارشالان کړل ، ولسوالی ولايتونه شول ، غله او شوکماران پکې وزيران او معينان شول « خو د پښتون د بچې ښونځې د اور په لمبو کې وسوزيده او تاوژن بادونو يې سترګې پرېړنډی کړي خو په باميانو کې د نجونو له پاره ليليې جوړي شوي . د امريکا په مشرې ايتلافې ځواکونو ددي پر ځای چې يوه ناپیلې اداره رامنځ ته کړيبرعکس د جګړې يو اړخ يې سياسی واک ته ورساوه او بل اړخ يې د واک څخه راکوز کړچې دغې دوه مخيزې سياست حساسيتونه راوپارول چې پايله يې د ننی ورځې د جګړې دوام دي خو د جګړې لورې او طرف معلوم دي چيرته چې پښتانه ميشت دي هلته فارسی ژبې ژباړونکي وږه په وږه د بهرنيو ځواکو سره روان او په ناسمو اطلاعاتو چې د عقدی او تعصب څخهډک دي د هغوي غوږونه پرې پړسوي .
دا مهال افغانستان د اسلام په کوتکو دومره ټکول شوي وو چې پخپله پښتون يې د اوريدو توان نه درلود او په اصطلاح د اسلام په کوتکو د افغانستان ملا ماته شوه د یهودو او اسرايلو لاس پوځوته يې په لوی لاس ورسپارولو . نړيوال کتار د ترهګری ډول ته له ګډا سره سمدستی د پښتون د نسل وژنې سندره زمزمه کړه او په ټولو هغو سيمو يې د ترهګری څادر وغواړوه چې پکې پښتانه ميشت دي ، د ترهګرې له پاره د نړۍ وال تعريفپر ځاب ږيره ، لونګې ، څادر د افغانستان ملی جامي د ترهګرې نښه وګڼل شول چې لدې معيار له مخې بمباريو ، عمليلاتو ته په پښتنو سيمو کې لاس وغځاوه او په زرګونه ماشومان ، تورسرې ، سپينږيرې ،لويان ، واده ، جنازی او محلی جرګې تر بريدو لاندې راغلي چې دا حالت تر اوسه ساری او طاری نلري .
په هغه فارسی ژبو ولاياتو کې چې د ترهګروتر سر ليک لاندې عمليات تر سره شوي او تر سره کيږييواځې هغه سيمې ورپه ګوته کيږي چې پښتانه پکې اوسيږي او ميشت دي دا پدې مانل چې جګړه هرات ته بايد ننوزي خو په شين ډنډ کې بايد پاتې شي ځکه چې هلته پښتانه ميشت دي ، جګړه بايد کندز ته ننوزي خو د دشت ارچی په ولسوالې کې بايد پاتې شي ، جګړه بايد کاپيسا ته ننوزي خو بايد د تګاب په ولسوالی پاتې شي ، په کابل کې بايد عمليات د سروبې ، فرزيې ، اوزبين ، شکردره او د پغمان په حينو سيمو کې تر سره شي خو په مزار ، شبرغان ، دره يوسف ، ميربچه کوټ ، کلکان ، استالف ، ګلدره او نورو فارسی ژبو منطقو کې اصلاً ً ترهګر شتون نلري د بهرنيو ځواکونو دي ډول عملياتو دا مسله له شکه ايستلي ده چې ګواګې لوبه د پښتنو پر ضد روانه ده کچيرې د ترهګری په وړاندې جګړه مطرح واي نو بيخ يې بايد په اسلام آباد او کشمير کې ولټول شي چې پکې ترهګر روزل کيږي او د جګړې پاليسې پکې جوړيږي ، برعکس پاکستان ته پورونه بخښل کيږي ، پوڅې مرستې او وسايل ورکول کيږي .
د پښتنو پرته نور د افغانستان ميشت قومونه چې د واحد افغانستان اروايې د مغزو په سلولو کې هم نه راګرځي د پښتنو د سيمو دردونکې حالت او روان ناورين باندی غوږونه کاڼه کړي نارينه او ښځينه يې په مشروع او نامشروع لارو د پيسو او انګريزی وياړو په راټولولو کې بوخت دي کچيرېپښتانه په خپلو کې يو موټې نشي او په خپلو مټو د نيکو په څير دغه ټاټوبې ونه ساتې د مثلث درې اړخيزه ځواکونه ﺉې په قصه کې ندي . اوسمهال نوی دوران ته رسيدلې ځواک يواری خپله پښه د انګريز ډول سم ول غواړي ، ددوي څخه د ميړانې تمه کول څه سم کار ندي ځکه تر پرون پورې همدا پښه روسی ډول ته تاويده ، نن يواځې ډول بدل شوي مګر پښه هماغه پرونی ده .
د پښتنو د بقا او پايښت له پاره صرف يوه لار پاتې ده چې هغه په خپلو کې يو موټې کيدل دي ايران فرهنګې ، پاکستان سياسي استعمار ټه لاسونه راغځولي دي ناټو او امريکايې ځواکونه پرلپسې توګه پښتنې سيمې او کورونه بمباروي ، بشپړې کورنۍ د مرګ په خوب ويدې کوي .
خو ورسته د اشتباه په منلولو او د بخنې په غو ښتلو سره په خپلو جنا ياتو څادر وغوړوي ، پداسې حالتو کې بايد پښتانه د فخر افغان خان عبدالغفار خان هغه وينا په ياد کړي چې ويل په يې «« لا به يو کيږو که نه ورکيږو »» او ورستې حل يې هم د خان بابا پدې وړې خو لوی کليمې کې پروت دي .
زما تړلې لاس او ستا درنې درنې څپړې * يوه ورځ خو به آشنا دا په حساب کې راولم
په درنښت او پښتنې مينه
ماخذونه : پښتانه د تاريخ په ؤڼا کې ، ظفر کاکاخيل
افغانستان ريښتيا پلټنه ، بروس ګ ريچارډسن
د دعوت مجله پر لپسې ګڼه ۲۲۲