کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دپیټرییس د بې هوښۍ باید هراړخیزه پلټنه وشي

دپیټرییس د بې هوښۍ باید هراړخیزه پلټنه وشي

 

اوریدلي اولوستلي مې وه خوزړه ته مې نه لویدل ، داچې کله په لومړۍ نړیواله جګړه کې دجرمني له ماتې وروسته  د۱۹۱۹ میلادي کال په جنوري کې دپاریس دسولې کانفرانس راوغوښتل شو او دتوی وړي واک له مخې یې دنورو پریکړو ترڅنګ په جګړه کې متحدینو ته اوښتی ټول تاوان هم په جرمني کیښود ( هغه چې پوره کول یې دجرمني له وسه پورته وه ) نوله ډيرې وارخطایي په څوورځو کې  دجرمني دملي بانک دمشر دسراو ږیرې ټول و یښتان سپین شول ځکه ډاکټرانو ویل چې له اندازې دزیات تاوان دایښودلو له وجې دبانک مشر ترسختې  روحي ضربه لاندې راغلی چې علایم یې په جسم باندې هم راښکاره شول .



 که دهغه وخت مطبوعاتي راپورونه او تاریخي روایات وکتل شي داسې څه نلري چې ددې وارخطا کوونکي خبر  په اوریدو دې دجرمني دبانک مشر ضعف کړی وي او بې هوښه شوی دې وي  ځکه ضعف اوبې هوښي دډاکټرانو په وینا په انسان باندې هغه وخت راځي چې نور ورته پيښ شوی حالت دهوش په حالت کې دزغم وړنه وي ، مثلا که یوڅوک موټر ووهي هډوکي یې مات شي او ټپي شي نو دی که په هوښ پاته کیږي باید سخت دردونه وزغمي نوله همدې حاله دنجات لپاره الله تعالی په انسان کې دبې هوښۍ قوه ایښې ده چې وخت ناوخت په سختو حالاتو کې ورته  په ښمر ورشي خوله دې ټولو شته حقایقو سره سره ډاکټران په دې
 سره یوه خوله دي چې بې هوښي دانسان لپاره په ترټولو سخت حالت کې دواقع کیدو  په وخت یوازیني دتیښتې لاره ده ترڅو ژوندی پاته شي او له درد او دوکه زره ترک نه شي .
داخبره مو ځکه راپیل کړې چې نن مودبې هوښۍ په تاریخ کې یوترټولو جالب او نوی خبردرلود چې ښایي تراوسه یې ډاکټرانو هم تصور نه وه کړی ، دبې هوښۍ په اړه دانوې جالبه پرمختیا نه دکوم روغتون  په عملیاتي وارډ کې  پیښه شوې اونه دساینس پوهانو له خوا په موږکانو دڅیړنوپرمهال بلکې دامریکا دسنا دمجلس دلوی هال په سټیج باندې رامنځ ته شوې   هغه هم په یوداسې شخص چې څلور ستوري یې په ټټر ټومبل شوي  دي .
دفرانس پریس اژانس دخبرله مخې په عراق اوافغانستان کې دروانو جګړو مشر امریکایي څلورستوریز جنرال ډیویډپيټرییس هغه مهال ناڅاپه بې هوښه شو چې دافغانستان دماموریت په اړه دامریکایي سناتورانو له سختوپوښتنوسره مخ شو دخبرله مخې جنرال نیم ساعت بې سده وه چې وروسته دپوځي ډاکټرانو په هڅو راپه حال شو.
سره له دې چې په څلورستوریز پيټرییس دبې هوښې څپه په عام محضر کې راغله خو زیاترو امریکایي رسنیو هڅه وکړه چې خبره پټه کړي یایي تروسه وسه کم اهیته وبولي ځکه موضوع په حقیقت کې ترهغه ډیره حساسه ده چې اټکل یي کیږي ، که جنرال لکه جرمنی بانک مشر سپین ږیری شوی وای ، یایې دخبرو په مهال ژبه دریدلې اویاله خپل سخت ماموریت څخه دورپیښ کړاو بل اثر پرې معلوم شوی وای ښایي دامریکایي پالیسي ټاکونکو اوڅارونکو لپاره به دومره داندیښنې وړنه وه ځکه  داډول تاثرات په غیرعادي حالاتو کې ضرور پیښیږي مګر دبي هوښۍ مسله ډيره حساسه ده ځکه لکه څنګه چې وویل شول چې بې  هوښي دانسان لپاره له ورپیښو رښتینو ستونزو څخه دخلاصون یوازیني جعلی لاره ده دامریکایي پوځ دمشر بي هوښي دامعنا ورکولای شي چې امریکانور په ا فغانستان کې دپرمختګ اوله ستونزو سره دډغرو هیڅ ځواک اوحوصله نلري او باید چې دتیښتې اوشاتګ کومه یوازینۍ ورپاته  لاره ولټوي خیر دامسئله بایدبابیزه ونه بلل شي او ښه خوبه داوي چې دپیټرییس دشخصي ډاکټرانو غوندې یې عام امریکایی اولس هم په عواملو پسې سروګرځوي ترڅو دیوه فرد بې هوښي دیوه اولس او حکومت په بي هوښۍ وانه وړي چې بیا به یې دراپه سدکولو هم څوک نه وي .

تبصره نسته

  1. دلراوبر ښایسته ویب پاڼې درنو کتونکو له هرڅه مخکې سلامونه اوبیا خوښي چې یوځل بیامو په دې ویب پاڼې کې دنظر ورکولو کړکۍ خلاصه ومونده ،
    زماپه نظر خو لکه څنګه چې قاري صیب ویلي داموضوع رښتیا هم مهمه ده ځکه کومه خبره چې مطبوعاتو کړې چې جنرال سرطان لري اویایي سهارناشته نه وه کړې زمالپاره خو قناعت بخش ځواب نه شي کیدالای ځکه معمولا ددغسې مهموحکومتي په تیرپوځي مشرانو روغتیا یي حالت په ډیردقت څارل کیږي ترڅو دمهمو غونډو په مهال بې سوره نه شي که چیرې دداسې بي هوښي خطره له وړاندې موجوده وای شایي امریکایانو یی دبدنامي دمخنیوي لپاره له وړاندې ګام پورته کړی وي مګر خبره داده چې په جنرال بي هوښي په ناڅاپي توګه راغلي اوهغه هم ځکه چې دځینودامریکایانو سناتورانو په وینا دافغانستان دموضوع په یادیدلو سره جنرال دسختې بې وسۍ اوذهني فشار ښکارشو اوپه پای کې یې له دې حالت سره دمقابلې توان بایلو د ،
    داخبرزماله انده هم دامریکایي جګړه مار حکومت لپاره یودخطرزنګ کیدای شي چې باید وایي وري

  2. پرون سهار مې له سپوږمۍ راډيو د دغه مشر قاتل جنرال خبر واوريد تعجب مې وکړ او حيران شوم ،وايم بلکل به دا جګړه وګټئ بيخي ګټلو ته آماده ده تر دې به عجيبې او مهمې پيښې ننداره کړو .

  3. ستاسی بل کار نشته هسی خوشی وزگاریاست

  4. دغسی الوخیل صاحبه! ښه شو چی سپک دی کړل

  5. ماڅوورځي وړاندي يوراپوركتلوچي دامريكائي پوځ نيمائي نه زيات پوځيان په رواني ناروغيو اخته شوي دي راپور كي وائي چي د دوي پوځيان په خپل خوب كي هم جنګ وي اوډيرناارامه وي او همداچغي وي هغه دي راغله دغه دي راغله هله ډز يي وكړ چي ددوي دپوځيانو دا حال وي نوجنرالان خوبه خود بي هوشه كيږي .
    محترم قاري حبيب ورور نه ډيره مننه
    بت شكن افغان

  6. کله چې برژنف په افغانستان له یرغل وروسته د افغانستان نوم اوریده، د سر ویښتان به یې شخیدلو خو د جنرال بېهوښي د ډیرې زیاتې ویرې نښه ده،