بی بی سی نړیواله څانګه خبر ورکوی چی افغانی طالبانو هغه مهال ۴۰ پاکستاني پوځیان ژوندي ونیول چی د مهمندو په سیمه کی په دوی پسی د پوځی عملیاتو په خاطر ورغلي وو . پاکستاني پوځ هم دا ادعا منی او وایی چی زموږ یو څو پوځیان ورک دي .
افغانی چارواکی وایی چی موږ ۸ پاکستانی پوځیان په جلال آباد کی پاکستانۍ کونسلګرۍ ته ورسپارلي دي خو اسلام آباد وایی چی موږ معلومت نلرو .
طالبانو ویلی چی موږ دا مسلح پوځیان د پولی پر دواړو خواوو ( یعنی ۳۰ په افغانی طرف کی او ۱۰ هم په پاکستانی طرف کی ) د وسلو سره یو ځای نیولي دي چی برخلیک به یې وروسته وټاکو .
څیړونکي وایی چی دا لومړی ځل دی چی پاکستانی پوځیان د افغانستان دننه ته د پوځی عملیاتو لپاره ځی او دا لومړی ځل دی چی په افغانستان کی د حکومت لخوا نه بلکی د طالبانو لخوا د وسلو په شمول نیول کیږی .