د اې پى ډي ايم مشر او دپښتونخوا ملي عوامي ګوند چيرمين محمودخان اڅكزي د كراچۍ هوائى ډګر څخه بهرنيو پري نښودل شو د اې پى ډي ايم مشران په حيدر اّباد او كراچۍ كښې د جلسې لپاره تيره ورځ كراچۍ ته ورسيدل د سند هـ حكومت پرعمران خان باندې د ديرش ورځو لپاره سند هـ ته تګ باندې بنديز ولګاوه د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د كورنيو چارو وزير اعلان وكړ چې تر 18 فروري پورې به هيچا ته داحتجاج كولو اجازه ورنكړل شي خو تيره ورځ په كويټه ښار كښې د اې پى ډي ايمړ مشرانو يوې سترې جلسې ته وينا وكړه د اې پى ډيم ايم مشرانو په هېوادوالو ږغ كړيدۍ چې د دهوكې په انتخاباتو كښې برخه وانخلي د يادونې وړ ده چې تيره ورځ په كراچۍ ښار كښې د عوامي نيشنل ګوند ايالتي مرستيال هم د نابلده وسلوالو په كسانو كښې وژل شوى وو اوپه كراچې كښې امنيتي وضع كړ كيچنه ده.