په ختيځو ولايتونوکې ديونسف په مالي اوتخنيکي مرسته د دوه زره لسم ميلادي کال په لومړنيوشپږو مياشتوکې دترسره شويو فعاليتونو لپاره په جلال ابادښارکې يوه ورځنى ورکشاپ ترسره شوه .
په جوړشوې ورکشاپ کې دننګرهار،کونړ،لغمان اونورستان ولايتونودعامي روغتيا،پوهنې،کليوتراختيا،کاراوټولنيزو چارو،دښځو چارو،داقتصاد رياستونو ريئسانو اواستازو سربيره دځوانانو او مرکزي احصايي امريتونواستازو دثبت احوال مديريت او دملل متحدد دفتراستازو ګډون کړى وه .
ديونسف ادارې مشر وويل چې ددغه ورکشاپ دجوړيدو موخه يې په ختيځو ولايتونوکې د دوه زره لسم ميلادي کال په لومړنيوشپږو مياشتوکې دروغتيا،پوهنې،دماشومانو دساتنې،دچاپيريال ساتنې اوپاکو اوبودبرابرولو په برخه کې ترسره شوې فعاليتونه دي .
ديادونې وړ ده چې ديونسف اداره دنورو مرستندويه کارونوسربيره دماشومانو دښې اوسالمې روزنې په برخه کې ځانګړې کارونه ترسره کوي .