دوسلوالوطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لراوبر ته دټیلفون پرلیکه ویلی چی دالفتح عملیاتوپه لړکی تیره شپه دبدخشان ولایت دکوف په ولسوالی باندی برید ګړی، چی دهغه په وینا یاده ولسوالی په مکمل ډول د دوی لاسته ورغلی همدارنګه نوموړی زیاتوی چی په دغه برید کی ۵ تنه پولیس وژل شوی او ګڼ شمیروسله اومهمات د دوی ګوتوته ورغلی . خوبدخشان ولایت چارواکو تراوسه پوری په دی اړه څه ندی ویلی .
همدارنګه طالب ویاند زیاتوی : چی په جوزجان اوسرپل ولایتونوکی هم په ورته نښتوکی دولتی اوبهرنی ځوکونوته مرګ ژوبله اړولی. هغه زیاتوی چی په سرپل کی دیوی نښتی په ترڅ کی ۱ بهرنی اویو داخلی قوماندان نه علاوه دهغوی څلورتنه ساتونکی هم وژلی دی خو تردی دمه دیادو شویو ولایتونو مسوولینو په دی اړه څه ندی ویلی .