کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دموردورځی په ویاړ

دموردورځی په ویاړ

دموردنړیوالی ورځی لنډه تاریخچه:


لومړنی ښځه چه دامفکوره یی رامنځته کړه یوه امریکایی لیکواله اوهم په ټاکنوکی دښحودوټ اچولودحق دلاسته راوستلومبارزه وه چی دامریکی په بوستان کی اوسیده.
نومیده چی په(۱۸۱۹ ـ ۱۹۱۰زکلونو)کی ژوندکاوه.Julia Ward Howeداښځه


نوموړی داسی مفکوره درلوده چی دمورورځ بایددصلحی  دغوښتنی ورځ وی.


 ډیره اغیزه وښندله. اوپریکړهAnna Marie دنوموړی نظریاتوددی پرځوانی لور


یی وکړه چی ددی ورځی په نمانځنه باندی دمیندودسالمی روغتیالپاره غوښتنی او هڅی وشی. داچی ددی موردښځودورځی نمانځنه دصلحی لپاره دجون د میاشتی (۱۲)مه په نطرکی نیولی وه دلنډی مودی لپاره یی دمی (۱۲)می نیټی ته بدلون


 بیاداورځ دخپلی موراونورومیندوپه ویاړ چی Anna Jarvis ورکړی. ددی لور


ددی ورځی په پرمختګ کی هڅی کړی وی، په (۱۹۰۷ز) کال کی دمی د
میاشتی (۱۲) مه نیټه وټاکله.
ډنمارک هم لکه دامریکی غوندی دمی دمیاشتی دومه یکشنبه نمانځی چی هره کال بدلون مومی. په ډنمارک کی دګلانواوتحفوپه ورکولومیندوته، داورځ نمانځل مبارکی ویل کیږی. په نورواروپایی هیوادونوکی ورته دودونه شته دی ولی ځینی اروپایی هیوادونه ځانګړی رسم ورواج هم ددغی ورځی دنمانځنی په اړوندلری.



زموږپه ګران هیوادکی هرکال دجون دمیاشتی پر(۱۴) مه نیټه چی دغبرګولی دمیاشتی د(۲۴) می نیټی سمون لری دښځونړیواله ورځ نمانځل کیږی.


مورڅوک  ده؟ « مورپه یوه لاس ځانګوځنګوی اوپه بل لاس نړی ځنګوی» ولی زموږمیند دنړی دپرمختللوهیوادودمیندودژوندڅخه ډیرژورتوپیرلری. ترهرڅه دمخه جګړی میندی دومره غمجنی کړیدی چی ډیرلوی شمیریی دنړیوالو  سازمانونو دڅیړنی له مخی په ډول ډول روحی ناروغیواخته دی. ځکه ډیرکلونه کیږی چی خپل نازولی بچی ترهدیروپه ژړاواوفریادوځغلوی. سربیره پردی ستونزی دهیوادبچی یی جګړی دومره ړانده اوکاڼه کړی دی چی خپل دهیوادهغه منلی اواصیل دودچی داسی ویل کیده:«جنت دموراوپلارترپښولاندی دی» بیخی دپامه غورځولی دی. دابچیان خپله موررټی، تیری اوتجاوزورباندی کوی، ددی رنځیدلومیندودژړاوڅخه خونداخلی.
څه شوهغه افغانی اصیل دود: کله به چی موردجګړی په وخت خپل پوړنی یوی لوری ته وغورزاوه، که به هرڅومره سخته ستونزه وه، که به څوک هرڅومره پهلوان وه دمورپرپوړنی نه رامخته کیدی. اوس همهغه میندی دی چی موږنااهله بچی یی په ژړاواوفریادوباندی خنداوی کوو.یوازی په دی ګناه چی مورښځه ده، درحم اوشفقت لوړه عاطفه لری، دجګړی اودخپلوبچودوژنی څخه کرکه لری. دهیوادنااهله بچیان یی رټی، تیری ورباندی کوی اوپه رنځونواوغمونویی ککړوی. برسیره پردی ناخوالودهیوادکمزوی اقتصادی حالت دنارینووپه پرتله نورهم دمورژونددغمونواورنځونوډک کړی دی. داریناتلویزیون دتیری شپی درپوټ له مخی چی دروغتیا دوزارت وزیری هغه تاییدکړی، داسی بیان کوی: 
« په هرو(۹) تنوحامله ښځوکی یوه ښځه داولادزیږونی پروخت ژونددلاسه ورکوی اویاپه بل عبارت په هرنیم ساعت کی یوښځه داولادزیږونی پروخت خاوروته سپارل کیږی. ویل شوی دی چی دیوکال په اوږدوکی(۱۹۰۰۰) ښځی داولادزیږونی پروخت خپل خوږژونددلاسه ورکړی»
زړه بږونکی اوویریدونکی شمیره ده چی افغانی میندی دانسانی ژوندددوام لپاره په یوه کال کی دومره تلفات ورکوی. راشی داشمیره دیوکوچنی هیوادډنمارک سره پرتله کړو.څوکاله مخکی می دیومتخصص ډاکټرڅخه دښځودزیږندی په روغتون کی وپوښتله چی ستاسودښځومړینه دزیږیدنی په مهال څومره ده؟
جواب: په لس زروښځوکی یوه ښحه دزیږیدنی پرمهال په کال مړیږی که پخوا ترحاملګی کومه وژونکی ناروغی ولری.
درسمی معلوماتوله مخی په (۲۰۰۷ز) کال کی (۲) ښځی اوپه (۲۰۰۸ز) کال کی (۴) ښځی دماشوم دزیږیدوپه وخت کی مړی شویدی.


 
اوس ځیرشی  چی افغانی بی وزلی میندی دژوندپه  کومه کچی کی ژوندکوی!!


دموردلوړی انسانی عاطفی په اړوندیوه ادبی ټوته لیکم:
 
کوم وخت ځوان پریوښکلی دنګی انجلی باندی مین شو. ځوان دانجلی مینی دومره لیونی کړی وه، چی کری ورځ اوشپه یی دانجلی ښکلا اوموسکی شونډی دسوچ څخه نه وتی. کومه ورځ دانجلی دمینی په خیالوکی خوب وړی وه. ښکلی انجلی په موسکاورته راغله چی ځوانه ډیره می زوروی ولی زمادمینی پلاس راوستل څه اسانه چاره نه ده، زه یوشرط لرمه هغه داچی که غواړی چی زه ستا دمینی خیالونه درپوره کړمه نوشرط می پرځای کړه لکه دګلوغوټی ستاپه واک کی به یمه. ځوان په بیړه وویل: هرشرط چی ته لری دهغه په پوره کولوکی به یوګړی تم ونه کړم. دانجلی شرط داوه: چی ځوان بایددخپل مورزړه ورته راوړی. ځوان په منډه دخپل کورپرلوررهی شو. کله چی کوټی ته ننوتی موریی دبچیانودهیلواوخوښیودپوره کیدودخوږوخوبوپه لیدلوپه درانه خوب ویده وه. ځوان سمدستی چاړه راواخیسته، دمورخیټه یی څیری کړه اوزړه یی راوکیښ. په بیړه دخپلی معشوقی پرلوری روان شو. دډیری بیړی اوتلوسی څخه یی نوک وخوړ، زړه لیری وغورځیده اوځوان غوزارشو. دمورزړه ږغ پروکړي:


بچیه!! ځان خودی خوږنه  کړی!!!


دغه دی مورنی عاطفه  اومینه.
ولی په خواشینی بایدووایوچی ددی لوړی مینی څخه اولادهغه وخت پوهیږی چی ډیرناوخته وی.


راشی  دخپلوافغانی میندوزوریدونوته  دیوسالم اولادپه  څیردپای ټکی کښیږدو.


راځی  دمورهغه ارمان  وربشپړکړوچی ددی  نړی پایښت ته یی دحقیت بڼه ورکړی  ده.


دګران هیوادټولوښځوته چی یادنن  میندی اویادراتلونکی  میندی دی اوزموږدهیوادهیواددوسته اواتل زلمیان ددوی په مهربانه غیږکی لویږی ددرناوی سرټیټ کړو


پای په درناوی