کور / شعر / زه به دې هيڅكله هيره نه كړم

زه به دې هيڅكله هيره نه كړم

ستا بې سارې ښګلي ځواني

ستا كشش دار حسن او ښګلا

ستا ښائيسته جادوګرې سترګې

ستا تورې تورې وريښمينې زلفې

ستاد چنار په شان دنګ قد او قامت

ستا صراحي داره هسكه غاړه

ستا د سور ګلاب په څير سرې سرې شونډې

ستا په خوله كښې لكه ږلۍ سپين سپين غاښونه

چې راياد يې كړم نو ماته دا شعر را ياد شي .

” دا يې غاش په خوله كښې زيب كا كه ژاله شوه په لاله كښې ”

ستا مستې ادا ګانې

ستا ښائيسته دلكشې مسكا وې

ستا ښكلي زړه وړونكي نازونه

ستا بې سارې دلفريبه اداګانې

ستا د ناز نه ډكې پستې پستې خبرې

ستا په ناز ناز كتل راكتل

ستا د زرګې په شان خرامان خرامان قدم اخستل

ستا د هوسۍ په څير اوتر اوتر كتل او منډې رامنډې وهل

ستا په اشارو نازنينې خبرې آترې

ستا په سترګو سترګو كښې ماته د ناز اشارې

ستا لطف او ستا مهرباني

ستا اخلاق او ستا شرافت

ستا مينه او محبت

ستا علم او پوهه

ستا سپيڅلى پښتني فرهنګ

ستا پښتني شر ماو حيا

ستا په لاس جوړه شوې د شودو چاى

چې تا به په مينه مينه په ښګلې پياله كښې راكوله

څومره خوند ؤ پكښې

څومره لذت ؤ پكښې

ستا د لاس پخلى

څومره خوندور ؤ

ګرانې !

نه پوهيږم ستا نور ې كومې خوبيانې يادې كړم.

نه پوهيږم نورې څرنګه ستا ستاينې و كړم.

له ما سره داسې نور الفاظ نشته

له ماسره نور داسې عبارات او جملې نشته

چې ستا په ستاينه كښې يې وكاروم

ما هر ه خوبي او هره ښګلا په تاكښې وليده

ما ستا د خوبيو احساس وكړ .

دغه احسا س ؤ چې زه يې ستا خوا ته در كش كړم

زه په تا مين شوم .

زه ستا د بې سارې ښګلې مينې اسير شوم .

هغه مينه يو رښتينې مينه وه

هغه مينه د زړه مينه وه

هغه مينه يوه پاكه مينه وه

هغه مينه يوه سپيڅلې مينه وه

هغه مينه يوه روحي مينه وه

هغه مينه يوه حقيقي مينه وه

هغه مينه يوه رښتينې مينه وه

په هغې مينې كښې اخلاص ؤ

په هغې مينې كښې صداقت ؤ

په هغې مينې كښې ايمانداري وه

په هغې مينې كښې راستي وه

هغه فضا

هغه هوا

هغه نری نرى باران

چې نرم نرم به وريده

او ستا ښګلې زلفې به يې لمدولې

ستا ښكلي رخسار به يې لمدولو

ستاښګلې جامې به يې لمدولې

څاڅكي څاكي به ستا له زلفو څڅيدل

ستا پر سپين رخسار به بهيدل

ستا زلفې به چې هر څومره لمديدې

ستا رخسار به چې هر څومره لمديده

ستا ښګلا به زياتيده

يو قيامت به جوړيده

له تا نه به دښائست حوره جوړيده

ما به درته په ځير ځير كتل

زه به ستا ښائيست ته حيرانيدم

دزړه قرا ر به ختميده

د زړه صبر به خلاصيده

د تصور په عالم كښې به ډوبيدم

د عشق جهان به جوړيده

د مينې كور به آباديده

څومره شوق ؤ

څومره بې قراري وه

څومره د مينې تلوسه وه

څومره خوشحالي وه

ته زما مينه وې

ته زما عشق وې

ته زما دنيا وې

ته زما هستي وې

ته زما ژوند وې

ته زما روح وې

ته زما د زړه ټوټه وې

آخري ځل چې زه ستا كورته درغلم

چې تا ووينم

ستا د كور مخې ته ډير مخلوق ولاړ ؤ

ما وې څه شوي دي ؟

څه خبره ده ؟

يو چا غږ وكړ چې ( ستا ګرانه ) په حق رسيدلې ده .

ما باور نه كولو

زما د زړه لمن ته دا يقين نه راوليدلو

ما وې دا ټوقه ده

ما وې دا به ته نه يې

دا به بل څوك وي چې له دې دنيا نه يې رخصت اخستى دى

ما وې ته څنګه له دې دنيا څخه ګډه كولاى شې

ته خو لا ځوانه يې

ته خو لا د ځوانئ په اوج كښې يې

تا خو لا څه ليدلي نه دي

او بيا ته څنګه له ما ځې او ما يواځې پريږدې؟

ته چې ځې نو بيا ما چاته پريږدې ؟

ستا په تلو خو مې د ژوند دنيا ورانيږي

ستا په تلو خو مې د خوشحالۍ دنيا ويجاړيږي

ستا په تلو خو مې د هيلو او آرزو ګانو دنيا برباديږي

ستا په تلو خو زما د خوانو اميدونو برجونه نړيږي

زه د خيال په عالم كښې ډوبيدم او ډوبيدم

د غم څپو مې د ذهن فضا نا آراموله

د ذهن فضا توپاني كيدله

د زړه په كور د غم سيورې خپريده

زړه مې تياره تياره كيده

حوصله مې كميده

فكر پريشانه كيده

خو په دې كښې

د خيال په عالم وروو ورو د حقيقت څادر خوريده

هو !

هو! يو چا له لاس نه ونيولم او ستا قبر ته يې بوتلم

ويل يې دا د هغې قبر دى

همدا اوس لږه شيبه مخكښې ورباندې خاورې واړول شوې

ما ستا قبر ته په ځير ځير وكتل

باور مې نه راتلو

چې ته به د خاورو لاندې يې

باور مې نه راته چې زما ګرانه به د تور خاور لاندې پرته وي

باور مې نه راته چې زما دزړه ټوټه به په تور قبر كښې بې وسه او ناتوانه پرته وي .

باور مې نه راته چې زما ګرانه به ماته ستړي مشي هم كولاى نه شي .

له ځان سره به مې وې

نه نه دا به بل څوك وي .

خوا او شا خلكوبه ويل نه دا هم هغه ده .

دا هغه ده چې تا ته ګرانه وه .

دا هغه ده چې ته ورته ګران وې

د هغې يو ورور داسې وويل :

څو شپې د مخه يې په كور كښې له مونږ سره ستا خبرې كولې

او ويل چې زما ګران مسافر راروان دى .

څومره خوشحاله وه

څومره ناقراره وه .

هره ورځ يې مهمانخانه پخپلو لاسو پاكوله او جارو كوله

نورې تياريانې يې هم نيولې

اف خدايه دا څه اورم ؟

دا څه وشو ؟

دا څنګه وشو ؟

دا ولې شو ؟

يو څوك خو دې راته ووايي !

د هغې ورور وويل :

” چې پرون ستا ګرانه د خپل كوچني ورور او خپلې خور او يو څو نور و نجونو سره اټك ته تللي وو ، هلته يې كشتۍ په اوبو كښې ډوبه شوه .

ستا ګرانه سره له خپل ورور او خور ډوبه شوه . مړي يې له اوبو راوويستل شول او دادې خاورو ته وسپارل شول.”

ګرانې دا ستا غمجنه او دردونكې كيسه وه

پنځه ويشت كاله وشول چې تا رانه د ابد دپاره رخصت اخستى دى.

پوهيږې چې دا پنځه ويشت كاله په ما څنګه تير شوي دي ؟

هره لحظه ، هر ساعت ، هره ورځ او هره شپه مې ياديږې

د زړه وينې مې څاڅي .

ستا يادونه راسره دي .

ته څه فكر كوې چې تا به هيره كړم ؟

نه نه ! تا هيولى نه شم .

هر څومره چې كالونه تيريږي هغومره ستا يادونه تازه كيږي .

ستا غم لكه د بهار ګل زما د زړه په بوستان كښې تازه دى.

كه هر څومره وختونه تير شي خو ستا يادونه به هير نه شي

هوا هير به نه شي او

زه به دې هيره هيڅكله نه كړم.!