لر او بر ته د طالبانو لخوا دغه اعلامیه راغلې چی متن یې دا دی :
دبریتانوي تحقیقاتي مؤسسې دپروپاګنډې په هکله داسلامي امارت درهبري شورا غبرګون!
تیره ورځ دلندن سکول آف ایکانومییکس London School of Economics تحقیقاتي مؤسسې دیوه رپوټ په خپرولو سره دا ادعاکړې چې دپاکستان استخباراتي اداره دافغانستان داسلامي امارت پوځي اولوژستیکي ملاتړکوي او پاکستاني استخباراتي چارواکي په اصطلاح دکویټې دشورا په ناستوکې په عملي شرکت سره دهغې په غړیوباندې خپلې غوښتنې په زور مني.
اسلامي امارت په داسې حال کې چې د دغې مؤسسې دا بي اساسه رپوټ دمؤسسې له لوري دامریکایي اوانګلیسي مصالحو دحمایت لپاره یوه بي حقیقته پروپاګنډه بولي دهغه په هکله لاندې توري اعلاموي.
۱ـ دامریکې،بریتانیې اوناټوتړون په شمول دناولی ایتلاف ټول پوځي ځواک نن په افغانستان کې داسلامي امارت دمجاهدینو دبریالیوعملیاتو په مخنیوي کې پاتې راغلی اوس غواړي چې خپلې علمي اوتحقیقاتي مؤسسې هم دافغانستان په اشغال او د دغه مسلمان ولس په ځورونه کې وکاروي چې د London School of Economicsدغه بي اساسه راپوریې یوه بیلګه بلل کیدای شی. لهذا اسلامي امارت د دغې په اصطلاح تحقیقاتي مؤسسې دغه راپور دغربي سیاسي چارواکو یوفرمایشي ډرامه بولي نه دیوې علمي مؤسسې له لوري په استدلال اوحقایقو ولاړ علمي تحقیق.
۲ـ د یرغلګروپه وړاندې دجهاد اومقاومت قیادت دافغانستان له دننه دافغان مجاهد ولس په ملاتړ اوداسلامي امارت د مشرتابه له لوري پرمخ بیول کیږي، اودافغانستان په ۷۰٪ برخه باندې داسلامي امارت په کنټرول اوحاکمیت خپله دښمن هم اعتراف لري لهذا اسلامي امارت دې ته هیڅ ضرورت نه لري چې دافغانستان له پولوبهر ددغه ولسي مقاومت لپاره شوراګانې ولري.
۳ـ اسلامي امارت تل په دي ټکې ټینګارکوي چې په افغانستان کې روان مقاومت دافغانانو له لوري دیرغلګرودتیري په مقابل کې یوسوچه اسلامي اوافغاني مقاومت دی اودافغان ولس له داخلي ملاتړنه ماسیوا په بهرني ملاتړسره دهغه پرمخ بیول ناممکنه خبره ده ځکه که دخپل هیواد داولسي ملاتړه ماسوابهرني ملاتړ رول لرلای نودکرزي غلامه اداره خودنړۍ د۴۹هیوادونو دپوځي، استخباراتي، اقتصادي اوسیاسي ملاتړڅخه برخمنه ده ولي نن هغه ددې ټولو بهرنیو اشغالګرو دملاتړسره سره دافغانستان دمجاهدملت دملي مقاومت دلازیاتیدوپه مخنیوی کې پاته راغلي دي .
۴دپاکستان دحکومت چارواکي چی خپل ځانونه دامریکي لخواپه پيل شوی جګړه کې دمقابلې دلومړۍ کرښې مخکښان بولي اوپه دغه لاره کې یې په عملي توګه هغه څه ترسره کړي چې په وس یې پوره ول ؛ لهذا له هغوﺉ نه په افغانستان کې دامریکایانو په خلاف دجهادي مقاومت دملاتړخبره دانساني سالم قضاوت له مخي له محالاتو څخه ګڼل کیږي اوکه چيری پاکستان دمجاهدینو مرسته کولای بیا به یې اثرات ډیر څرګند وای .
۵ـ اسلامي امارت په ښکاره توګه د London School of Economics په شمول دټولې نړۍ علمي ،تحقیقاتي ،پوځي اواستخباراتي مؤسسوته بلنه ورکوي چې هغوﺉ دې راشي اودافغانستان په دننه کې دي داسلامي امارت په لیکوکې وګوري چې دهغوﺉ مجاهدین اوجهادي لارښوونکي افغاني اتلان دي اوکه کوم بل څوک او دکرزي دغلامې ادارې په لیکوکې دي هم وګوری چي ایاد دوئ لارښوونکې افغان اتلان دي اوکه زموږ دهیواد ښکاره دښمنان اشغالګران اوبیادي نړیوالوته ددغه عیني واقعیت په اساس خپل علمي تحقیقات اوڅیړنې وړاندې کړي! په هغه وخت کې به په رښتیاهم دغو مؤسسو خپل منل شوي معیارونه خپل کړي ،خپل حیثیت به یې ساتلی اوله مخې به یې نړیوالوته ګټور اکاډیمیک تحقیقات وړاندې کړي وي ، نه دزورواکانوپه فرمایش ترتیب کړي بي اساسه ډرامې!
په پای کې اسلامي امارت دټولي نړۍ دخپلواکه اوپه ځانګړی ډول دګاونډیو هیوادونوڅخه غوښتنه کوي چي دزورواکانوداشغال په له منځه وړلوکې دافغانستان داسلامي امارت ملاتړته راودانګی ترڅوزموږمظلوم اوکړیدلې هیوادوال دظالمانوله اشغال څخه خلاص اودخپلواک نظام درلودونکي شي .
دافغانستان داسلامي امارت رهبري شورا
۱۴۳۱/۷/۲- ۲۰۱۰/۶/۱۳