پټه سوداګري

 لوى خداى (ج) فرمايي: ولقد كرمنا بني ادم. مانا دا چې ما وركړ بني ادم يا د ادم(ع) اولادې، نارينه او ښځې ته كرامت. په كوچنيوالي كې نجونې او هلكان يو راز زېږي.

دواړه په لومړي سر كې ډېر معصوم او پاك وي، دا چې وروسته ټولنه او زماني جبر له دوى څخه څه شي جوړوي هغه بېله خبره ده.

په ډېرو ميندو او پلرونو باندې نجونې او هلكان يو شان ګران وي؛ خو ځينې قبيلوي او وروسته پاتي ټولنې هلكان په نجونو غوره بولي. د نجونو په زېږون خپه كېږي او دا ګلالى موجود ان له كوچنيتوب نه ښه نه بولي! نجوني د فزيكي او رواني جوړښت له مخې له هلكانو څخه لږ توپير لري. دوى نرۍ ونه، اوږده او زړه را ښكونكي وېښتان، په زړه پوري غږ، بدني ښكلا او داسي جاذبه لري چې هلكان او نارينه ځان ته وركاږي. په ځوانو ښځو كې هم دا ښېګڼي شته.

 په افغانستان كې د ښځو او نارينه وو د يو ځاى كېدو ډېره ښه لار واده دى؛ خو په ځوانانو او شتمنو خلكو كې غيرشرعي يو ځاى كېدنه يا زنا هم شته چې اسلام يې په كبيره ګناهونو كې بولي او (زاني) او (زانيې) ته د درندو جزاوو احكام راغلى دى. په افغانستان كې دولت، رسنۍ، د دين عالمان، ساپوهان (روان شناس) د طب ډاكتران، د كلي او كور مشران، ښوونكي، ميندې او پلرونه د فحشا يا زنا په هكله خبرې نه كوي، لكه دا ستره ګناه چې په دې هېواد كې هډو نه پېښېږي او يا د فحشا په هكله خبرې روا نه دي؛ خو اصلي خبره دا ده چې فحشا شته، په كابل كې شته، په مزار شريف كې شته، په هرات كې شته, په ډېرو لويو او كوچنيو ښارونو او ان داچې چې په ځينو كليوالو سيمو كې هم شته.

په افغانستان كې فحشا ټوله پټه ده، هيڅوك فحشا ته برالا او بربنډ ښه نه وايي، ټول فحشا بده ګڼي، حتى هغه كسان نارينه او ښځې چې خپله په دې كار اخته دي، د كسب په بڼه او يا د هوس او اړتيا د پوره كولو له پاره، ټول په هر ځاى كې فحشا بده بولي او هڅه كوي چې په دې كار كې خپله ګډون پټ وساتي او څوك پرې خبر نه شي.

په افغانستان كې فحشا د دين د احكامو او د قبيلوي ژوند د ځينو نا ليكلو قوانينو يا نرخونو له مخې درنې جزاوې لري. په مېړوښه ښځه باندې تېرى (لاس اچول) يا د داسې ښځي تښتونه ډېر دروند جرم دى، په دې جرم جرګه نه جوړيږي او مجرم بايد ووژل شي. كه ښځه تښې وي هم وژله كېږي.

په دېن كې زاني او زانيه په كاڼو وژل كېږي ( سنګسار). كه زاني او زانيه بې واده هلك او جلۍ وي، په درو وهل كېږي. دُرې د كاڼو د مرګ په پرتله د زغم وړ جزا ده او كېداى شي چې قاضي له جزا څخه وروسته د دواړو نكاح هم وتړي. په افغانستان كې بد كاره خور_ لور د كورنۍ له پاره د شرم داغ باله شي.

شرم په قبيلوي قاموس كې نه منونكى شى دى او ټول خلك هڅه كوي داسې ژوند وكړي چې شرم وروانوړي، پښتانه وايي (خدايه په موږ كې بد ټيكرى او بد پټكى مه پيدا كوې). د دې (بد) مفهوم ډېر لوى دى؛ خو د بدكاره ښځې يا نارينه برالا شتون يا قوي شك بد ټيكرى يا بد پټكى بلل كېږي او د زغم وړ نه وي.

 په ښارونو كې چې د ښځو او نارينه وو ژوند ګډ شوى ، ځواني نجوني او ځوان هلكان په پوهنتونونو كې ګډ سبق وايي، ښځي او نارينه په دفاترو او كارځايونو كې يو ځاى كار كوي، په ښاري بسونو كې ګډ تګ_ راتګ كېږي, په بازار كې پېر_ پلور كوي او داسې نور (بدې ښځې) او (بد نارينه) دواړه شته. خلك داسې ښځو او نارينه وو ته په ښه سترګه نه ګوري او ځانونه ځنې ساتي . په تېره هغه نارينه چې د ښځو سوداګر وي، خلك په ډېره بده سترګه ګوري اوپه ټولنه كې ډېر ذليل باله شي . لكه مو چې مخكي هم وويل په افغانستان كې څوك د دغه سترې ټولنيزې ستونزې په هكله خبري نه كوي، لكه چې د ګناه په هكله خبرې هم ګناه لري! خو دا ستونزه په خپل ټول قوت شته او كېداى شي چې سبا ته به په يو لوى خطر واوړي.

 ايډز داسې ناروغتيا ده چې ښځې او نارينه دواړه سېزي، د تور زيړي په شان نورې ناروغتياوې هم شته ؛ خو ايډز د يوويشتمي پېړۍ وبا ده چې كه مخنيوى يې ونه شي د سېل په شان را روانه ده. د بلخ ولايت د مزار شريف په كلينيك كې د ايډز په اړه د عامه معلوماتو د برخي مشر ډاكتر خالد (IWPR) ته ويلي چې ډېر افغانان په (HIV) د اخته كېدو او خپرېدو له خطرونو څخه ناخبره دي. دى غير صحي او ناروا جنسي اړيكي په ايډز د ككړېدو اصلي فكتور بولي.

په كال 2007 كې د افغانستان د روغتيا وزارت د (HIV) پنځه اويا پېښي ثبت كړي وې؛ خو دا شمېرې ډېري د ډاډ وړ نه دي او كېداى شي چې اصلي شمېره له دې څخه ډېره جګه وي. په افغانستان غوندي ملك كې خلك ايډز شرم بولي او هڅه كوي چې خپله ناروغتيا پټه وساتي.

په افغانستان كې د فحشا د ټولنيزو او روغتيايي بدو پايلو په هكله خبرې نه كېږي. اوس هغه وخت رارسېدلى چې دا غملړلې چوپتيا ماته كړو او خوله پرانېزو. د فحشا په هكله بايد خبرې وشي. د هېواد ولسمشر بايد په دې هكله څو_ څو ځلي خبرې وكړي. د پوهنې، اطلاعاتو او كلتور او روغتيا وزيران بايد دا ستونزه ستره وبولي. ميندې او پلرونه بايد شرم يوې خوا ته كېږدي او له خپلو اولادونو سره د دوى د ژوند د غوښتنو، اړتياوو، ستونزو، كړاوونو، برياوو، نيكمرغيو او بد مرغيو په هكله وغږېږي او دوى هغه سترو دندو او مسووليتونو ته متوجه كاندي چې سبا په خپل فردي يا ټولنيز ژوند كې ورسره مخامخ كېدونكى دي.

د ټولنې مشران، د دين عالمان او د طب ډاكتران هم بايد ميدان ته ودانګي او خلكو، په تېره بيا د ټولني ځوان توكم ته رښتيا ووايي. دوى بايد په دې ټولنه غږ وكړي چې ولور ورك كړي.‌ دوى بايد ميندو او پلرونو ته ووايي چې سيالي او تربورګلوي پرېږدې، بې ځايه لګښتونه مه كوۍ، په هوټلونو، سرو زرو او جامو باندې د لكونو افغانيو مصرف كم كړي چې واده اسانه شي او له دې لارې د فحشا مخه ونيول شي او ثواب وګټي.

 چې خبره را لنډه كړو په افغانستان كې فحشا شته، د ټولنې په منځنيو او ټيټو پوړيو كې فحشا ډېره ده، دا كه دنارينه وو له پاره د هوس خبره ده؛ خو ډېرې ښځې د يوې ګولې ډوډۍ د ميندلو له پاره ځان خرڅوي. چې خبره سپينه وكړو فحشا شته او چې شته بايد خبرې پرې وشي، په كڼو غوږونو ستونزه نه اوارېږي، ستونزه په ويلو او شنلو د حل لار مومي.

 *******

 په افغانستان كې بېوزلتيا د فحشا مور بلل كېږي. د افغاني ټولنې خېړنه دا په ډاګه كوي چې د فحشا د غير اخلاقي پېر_ پلور شا ته ډېر لاملونه شته؛ خو تر ټولو پياوړى پكې د پيسو پيدا كول دي. د ټولو به په ياد وي چې څو كاله مخكې د ايران په مشهد كې څو ښځي په مرموزه توګه ووژل شوې، د دې دوسيې يو قاضي وايي چې دى د يوې وژل شوې فاحشې كور ته ورغى او وې ليدل چې د دې ښځې وزګاره ورور، د لوږې له لاسه پلاستيكونه ژوول او پلاريې دا خبره په ډاګه كوله چې دى د خپلي لور په پيسو ژوندى دى!

كېداى شي چې په افغانستان كې وضع هومره جدې نه وي؛ خو كه بشپړې څېړني وشي او فحشا د يوې سترې ټولنيزې ستونزې په توګه ومنل شي؛ نو ډېر امكان شته چې دلته هم داسې بېلګې ترلاسه شي چې يوه خور دې د خپل ورور د نس د مړولو له پاره، د كوم شتمن غېږي ته ورشي او له هغه نه دې يو څو روپۍ واخلي! او يا دې ځوانه لور د خپل پلار د دارو درمل او يا مخدره موادو د اخيستلو له پاره ځان په ارزانه خرڅ كړي.

 ځينې كسان د اخلاقي اصولو كمزورتيا د ځينو فواحشو د بېلارۍ اصلي لامل بولي؛ خو كه يو پلار خپله لور ويني چې ځان خرڅوي او يا يې دى خپله دې لارې ته هڅوي او يا هغه مېړه چې دى خپله په پخلنځى كي ويدېږي چې مېرمن يې په كوټه كې د كوم پردي نارينه هوس يا اړتيا پوره كړي. دلته ليدل كېږي چې فقر او بېوزلتيا لكه همغسي چې يو نارينه غلا، قتل يا اعتياد ته اړ باسي، ښځه هم فحشا ته وربولي او په دې توګه د هغه ټولنېزې ستونزې لمن پراخېږي چې سبا ټول وطن ورسره مخامخ كېدونكى دى.

 په افغانستان كې خلك فاحشې ته په ښه سترګه نه ګوري. فحشا دلته قانوني او شرعي جواز نه لري؛ خو پوښتنه دلته ده چې ښځه له چا سره فحشا كوي؟ ښكاره خبره ده چې له نارينه وو سره! هغه نارينه چې پيسې لري او ښځو ته يې لومي ايښې دي. هغه نارينه چې نه په شرع بند دي، نه قانون پېژني او نه انسانيت ته د قدر په سترګه ګوري! اوس وګورو چې كوم لاملونه په افغانستان غوندې دوديز_ ديني ملګ كې، ښځې فحشا ته رابولي او له صراط المستقيم څخه يې باسي؟ او ولې يوه بي بي چې سبا ته په ټولنه كې د يوې ښې مور په توګه ژوند كولاى شي او د يوه نارينه له پاره د مېړه په نامه د خواږه كورني ژوند مشالونه بلولى شي او خپل مور، پلار، وروڼو او خپلوانو ته يو صالحه لور_ خور او خپلوانه جوړېدى شي، بدو ته مخ اړوي او يو ځلې په خپل خواږه ژوند اوربلوي!

الف_ تاريخي څېړنې وايي چې هغه لومړنۍ ښځه چې د پردي نارينه غېږي ته ورغلې وږې وه، وروسته چې پيسې را پيدا شوې؛ نو ډېرو هغه ښځو فحشا ته مخ واړاوه چې نېستمنې، بېوزلې؛ خو په عين وخت كې ځوانې او ښايسته وې.

په مزار شريف كې سيده( مستعار نوم) د جګړې او سولې د نړيوال انستيتوت (IWPR) خبريال ته وايي چې ( له هر راز نارينه سره جنسي اړيكې ورته عادي ښكاري). دا وايي چې (زه دې ته نه ګورم چې شپه مې له چا سره تېرېږي؛ خو يو څه چې زما په پام كې دي هغه د پيسو تر لاسه كول دي). د سيدې له خبرو دا نه ښكاري چې دا د خپل ورو له پاره ډوډۍ برابروي، د خپل ناروغ پلار له پاره دارو_ درمل اخلي، د كورنۍ له پاره د كور كرايه ټولوي، خرڅ_ خوراك د دې په غاړه دى او كه له دې سره نور هوسونه هم شته؟ تفريح، جامې، سينګار، موبايل، رستوران، فيشني سګريټ، موټر او نغدې پيسې هغه امكانات دي چې ځيني ځواني نجونې او ښځې ځان ته وركاږلى شي.

 ويل كېږي چې حتى ځنې داسې ښځې چي ښه ټولنيز دريځ لري د ډېرې رفاه له پاره ځان خرڅوي. دوى په داسې نارينه وو پسې ګرځې چې ناڅاپه د شتو خاوندان شوې وي او پيسې د كاغذونو په شان شيندي. دا پيسې په افغانستان كې له ډېرو كسانو سره شته: پخواني سوداګر، د جنګي ډلګيو مشران، د مخدره موادو كاروباريان، په دولتي فساد كې نوي مليونران، د بهرنيو مرستو او پروژو د چور شريكان، د امنيتي كمپنيو سرتېرې چې هره روځ د ولس پيسې تروړي، سړي تښتونكي، د دولتي او يا بهرنيو قرار دادونو غاصبين او داسې نور…

كېداى شي چې پخواني سوداګر او ځينې نور په افغانستان كې د ننه فحشا ته زړه ښه نه كړي او يا په داسې دريځ كې نه وي چې فحشا دې ښه وبولي، ځكه دوى له افغانستانه بهر هم ډېر امكانات لري؛ خو دا نور او په تېره بيا وسله وال ځوانان په دې وياړي چې د شرابو، كباب او شباب مېلې جوړې كړي او سبا بيا نورو ته د خپلې تېرې شپې د خوندونو كيسې وكړي!

دا كسان زياتره په داسې جنګي ډلو پوري اړه لري چې فزيكي امنيت يې ډاډه دى او هېڅوك يې د قانون د تطبيقولو محضر ته نه شي حاضرولى؛ ځكه چې د دوى ښكرور مشران په افغانستان كې له قانونه پاس اوسې او څوك ورته بر كتلى نه شي!

حضرت علي (ك) په نهج البلاغه كې وايي چې هر ځاى مې چې نعمتونه وليدل پرېمانه، يقين مي راغى چې كوم ځاى حق تر پښو لاندي شوى! نو كله چې د ټولنې پنځه په سلو كې كسان د هېواد د پنځه نوي په سلو كې شتمنيو واكمنان وي او پنځه نوي نور په سلو كې پنځو شتمنيو ته ناست دي، داسې حقونه به ډېر تر پښو لاندې كېږي چې د يو شمېر كورنيو ګلالۍ لورګاني د بدمستو شرابي ټوپكيانو د محفل شمع وګرځي، دوى ته سندري وبولي، نڅاوې وكړي، د شرابو پيالې ورډكې كړي او د دوى هوسونه خړوب كاندي!

 ب_ ځيني ښځې يا نجوني په زور فحشا ته راكاږل شوې دي. په افغانستان كې د ډاكټر نجيب الله له حكومت څخه وروسته، په ډېرو سيمو كې داسې چور او تالان پيل شو چې د ځينو كورنيو يا په بله ژبه د قومي_ مذهبي زيان منونكو ډلو پاك لمنې خويندې_ ميندي هم خوندي پاتې نه شوې او د ژوند شنې پاڼې يې د وحشي ټوپكوالو د حيواني غوښتنو په اور كې ژړې شوې او ورژېدې.

د (اخبار كابل) مجله د كابل د اوسېدونكي فوزيې (مستعار نوم) له خولې وايي چې (په كابل كې د مجاهدينو د خپلمنځي جګړو 92_1996 م په كلونو كې څو كسان زموږ په كور ننوتل او په ما او زما په لور يې جنسي تېرى وكړ. موږ لمنې ورته ونيوې او پښو ته ور ټيټ شوو؛ خو دوى موږ ته د مرګ ګواښونه وكړل او موږ يې بې سيرته كړو. هغه شپه زموږ ټوله دنياګۍ ورانه شوه، بله اونۍ هغوى بيا راغلل او بيا يې په موږ تېرى وكړ، په درېيم ځل يې لږ پيسې راكړې، وروسته يې خپل نور ملګري هم ورسره راوستل او په دې توګه زه او زما لور په فواحشو بدلي شوو)(2)

. مجله ليكي چې داسې كسانو د ښاغلي حامد كرزي په حكومت كې ستري_ ستري څوكۍ تر لاسه كړې چې ځينې يې په كابل كې د فحشا بازار تود ساتي او فوزيې غوندې ښځې د دوى له وېرې څه نه شي ويلى. فوزيه وايي دا ډېر خطرناك خلك دي. دا وايي چې زموږ له كوره لږ ليرې څو نيمچه نجونې او هلكان اوسېږي چې هره شپه يې چيغې تر موږ پوري رارسېږي!

د افغانستان پوليس په دې برخه كې ډېر فعال نه دي، دوى له داسې نورو سترو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي چې د فحاشى د بلا(!) د مخنيوي له پاره وخت نه لري. پوليس له يوې خوا په فساد كې خورا نوموتي دي، له بلې خوا ځني د افغانستان، خلكو او اسلام په ځاى خپلو سيمه ايزو او تنظيمي ګټو ته ژمن دي او په ډېرو مسايلو كې له مافيايي كړيو او د زور او زر له خاوندانو سره غاړه وړي او د قانون په تطبيق كې پاتې راغلي دي.

په مزار شريف كې يوه ځوان د (IWPR) استازي ته ويلي چې (تېر كال ما له ځانه سره يوه ښځه خپل كور ته روانه كړې وه، دې چادري اغوستې وه؛ خو پوليسو موږ ودرولو او وې ويل چې دوى دغه بدلمنه ښځه پېژندلې ده.دې ښځې پوليسو ته وخندل، پوليسو پيسې وغوښتې. ما ورته سل ډالره وركړل او دوى اجازه راكړه چې لاړشو .سره له دې چې په بلخ كې د پوليسو مشردIWPR دا برخه نه مني؛ خو واقيعت دا دى چې په افغانستان كې د ښو او مسلكي پوليسو شتوالى لا تر اوسه داسې دى لكه سړى چې يو ښه شى په خوب ويني اوعملا لاس ته نه ورځي.

چې خبره را لنډه كړو هغه نجوني او ښځې چې په زور د فحشا ډګر ته را وستل شوي دي، بيا دا ميدان نه پرېږدي؛ ځكه يو ځلې چي په افغانستان غوندي دود پال هېواد كې د چا ابرو تويي شوه او د خپلوانو په ټولۍ كې (فاحشه) حساب شوه؛ بېرته نه راګرځي او غواړي چې له خپل تېر ساده، پياده او بېچاره ژوند څخه كسات واخلي او څو روځې لوټونه په سرباد كړي! دا راز ښځې ژر په چرسو، شرابو او نورو مخدره موادو هم روږدي كېږي چې ځان هېر كړي او تل د خپلو خيالونو په ټالونو كې وزانګي.

 ايشيا واچ (HRW) ليكي چې فحشا په افغانستان كې په يوه روځنۍ بوختيا بدله شوې ده او ډېري ښځې د ژوندانه د فشار او بېوزلتيا له امله بې لارې شوې او بيا د فواحشو له شبكو سره نژدې شوې دي. ايشيا واچ غوښتي چې په افغانستان كې د ښځو د قاچاق او فحشا د مخنيوي له پاره پراخه بيړني عمليات پيل شي( د طالبانو له تېښتې څخه دوه كاله وروسته جنسي تيري ډېر زيات شوي، سيمه ييز قوماندانان او شراچوونكې ډلې په دې كار كې لوى لاس لري. دا جرمونه د وسله والو ډلو او دولتي كړيو په مرسسته دوام لري) او په ټولو غږ كوي چې د دې سترې ټولنيزې ستونزې په مخنيوي كې ورسره مرسته وكړي.

ج_ بهر ته د مليونونو افغانانو، نارينه وو او ښځو مهاجرت د افغاني كورني ژوند او ادارې هغه دروند او لرغوني دود چې پكې د اخلاقو نورمونو په رعايت ډېر ټينګار كېده، له ستونزو سره مخامخ كړ. د ګاونډيو هېوادونو غټو ښارونو ته د افغاني كورنيو ورتګ دوى له نويو حالاتو سره مخامخ كړل. ډېرې زياتې كورنۍ په خپلو پخوانيو نورمونو وفاداره پاته شوې؛ خو ځنې نورې په تېره بيا په اروپايي او امريكايي هېوادونو كې له پخوانيو چوكاټونو څخه ووتې.

اقتصادي ستونزې، اداري ستونزې او د شتمنو پيسې او امكانات هغه لومې وې چې ځنې افغانانې په كې كېوتې او ژوندونه يې تباه شول. يو وخت يو چا په پېښور كې ما ته ويلي و چې د وخت ځينو پاكستانيو چارواكو چې د افغان كمشنيري د مرستو په څانګو كې يې لوړ پوستونه درلودل، د ځينو كسانو په مرسته له افغانانو (ښځې) څخه تمه كوله چې د خپلو كارونو د ژر خلاصون له پاره له دوى سره په پټه وګوري! په دې راز دفاترو كې د پاسپورت، ويزې او د مهاجرت د اسنادو برابرول هم هغه لاملونه كېداى شواى چې ځنې افغانانې يې د عفاف له جادې څخه وتلو ته اړ ايستلي دي.

 اقتصادي ستونزې هم په هغه وختونو كې دومره درنې وې چې كېداى شواى د لومې په شان يې د ځينو ځوانو ښځو او نجونو ژوند خراب كړى وي. ضمناً د مهاجرت په چاپېريالونو كې د ځينو كورنيو د جوړښت مراندې ورو_ ورو سستې شوې او ځوانو ښځو او نجونو دا وخت تر لاسه كړ چې ناوخته كور ته راشي او يا شپه بل ځاى تېره كړي! اټكل كېږي چې دا چارې به لومړى د كور د نارينه وو له سترګو څخه الوينه سرته رسېدلى وي؛ خو ورو_ ورو دا پټه سوداګري بربنډه شوې او ځنې نارينه وو له بده مرغه په دې برخه كې يا خوله پټه نيولې او يا يې له دې سوداګري سره مرسته كړې ده!

د_ په افغانستان كې تېراته كاله ډېر په زړه پورې كلونه دي .لوېديځ غواړي چې د ولسواكۍ د مخالفينواو دښمنانو په لاس ولسواكي جوړه كړي چې كله افغانستان اسلامي روستاړى نه درلود په دې هېواد كې اسلام په دوديزه توګه ډېر ښه تطبيق كېده؛ خو چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت جوړ شو؛ نو شراب او نور مخدره مواد داسې پريمانه شول لكه د مور شيدې!

ښه خوندي ګست هاوسونه او هوټلونه جوړشول. په تاريخ كې د لومړي ځل له پاره افغانستان ته بهرني نجونې د جنسي سوداګرۍ يا زموږ په اصطلاح د فحشاه له پاره راغلې. فحشا د لومړي ځل له پاره په افغانستان كې د غټانو او ټوپكيانو تر حمايې لاندې راغله او وهڅول شوه. په افغانستان كې د لومړي ځل له پاره په څلور كلنو، اته كلنو او لس كلنونجونو باندې جنسي او حتى ډله ييز تيري وشول او د سړي تښتونكو داسې ډلې جوړې شوې دي چې په دولت كې لاس لري، وسلې لري، له قانونه ويره نه لري، څوك ورته چپ كتلى نه شي او داسې اونۍ به نه وي چې يو څوك نه تښتول كېږي د دې مافيايي كړيو يوه حلقه داسې ده چې نجونې تښتوي او بيا يې په جنسي سوداګرو خرڅوي او يا يې خپله دې بزنس ته چمتو كوي. دا نجونې كله چې نيمه پيغله يا په ځان باندې پيغلې شي او وويني چې د ژوند قمار يې بايللى او نور نو ټولنې ته مخ نه لري د فحشا بازار تود ساتي او غواړي چې نوې تښتول شوې نجونې د سبا له پاره وروزي او خپل كسات ځنې واخلي!

 ذ_ د جګړې په كلونو كې افغانستان په نړۍ كې د مخدره موادو د توليد په لومړني ستر مركز بدل شو. ويل كېږي چې په ورستيو كلونو كې افغانستان د نړۍ څه د پاسه 90 په سلو كې مخدره مواد ( ترياك+ هيروين) توليد كړې دي. د دومره مخدره موادو ګټه د افغاني بېوزله بزګرانو جېبونو ته نه ځي؛ دا ستره ګټه هغه مافيايي كړيو ته ورځي چې په دولت كې ستر_ستر منصبونه لري. په خپلو امنيتي كمپنيو د خپلې سوداګرى امنيت ساتي، له قانونه ډېر پاس ژوند كوي او د نړيوالو مرسته هم ورسره ده؛ خو دې سوداګرۍ د افغانستان خلكو ته يو ستر زيان رسولى او هغه په مخدره موادو باندي د لكونو كسانو نارينه وو او ښځو روږدي كېدل دي.

وايي چې په بدخشان كې ډېر خلك ترياك خوري او دوى خپل ماشومان هم د ترياكو په دود ويده كوي! په ګاونډيو هېوادونو ايران او پاكستان كې په لسګونه زره ځوان افغان مهاجرين د پرديسي توب، وزګارتيا، يوازيتوب، بېوزلتيا او نورو لاملونو له لاسه په ترياكو، هېروينو او نورو مخدره موادو روږدي شوې دي.

د وردګو د شنېز درې په سلطان خېلو كې يو وخت د سرور اكا په نامه يو چرسي ژوند كاوه چې هېچا خور_ لور ورنكړه او دى ټول عمر بې واده پاته شو؛ خو اوس هلته په هر كلي كي په لسګونو ځوانان (ډېر زيات نارينه) په راز_راز مخدره موادو اخته دي او خپل چاپېريال يې له ډېرو ستونزو سره مخامخ كړي دي. د روږدي توب( اعتياد) او فحشا تر مينځ دوه اړخيزه اړيكي شته، يا روږدي ښځه چې وجود او ذهن دواړو يې زيان ليدلې دي، د خپلو اړتياوو د پوره كولو له پاره په ځان سوداګري كوي او خپل ښايست او ځواني ( حسن بازار) ته وړاندې كوي او يا (فاحشه) له خپل خيرن ژوند څخه د سترګو د پناه كولو په نيامت مخدره مواد ته پناه وړي او هڅه كوي چې ځان هېر كړي!

د ښځو سوداګر هم دا كار كوي، يا روږدي ښځې لټوي او يا په لاس ورغلې ښځې په مخدره موادو روږدي كوي. دا سوداګر په لاس ورغلې ښځې ځكه هم په مخدره موادو اخته كوي چې اراده يې نوره هم سسته شي او د ده له منګولو څخه د خلاصون چانس ونه مومي.

ر_ بد كورنى چاپيريال هم ځواني نجوني او ښځي له كوره تېښتې او فحشا ته اړ باسې. كومه ښځه چې له كوره وتښوه، په اسانه د جنسي سوداګرو په لومه كې ښكېل كېدى شي. روږدې مور او پلار يا نژدې بدكاره ښځې داسې نجونې او ځواناني په ارزانه اخستلى شي چې ډېرې كورنۍ ستونزې ولري! په كور كې د جنګ جګړو له امله هم ځواناني ښځي دې ته زړه ښه كولاى شي چې له كوره وتښتي او يا د جنسي سوداګرو خېرنو منګولو ته ولوېږي. ښه ميندې او پلرونه هغه دي چې خپل كمكى چاپېريال پاك، خوږ او سالم وساتي چې اولادونه پكې وروزل شي، داسې اولادونه چې سبا ته خپلو ځانونو ته ، خپلو ميندو او پلرونو ته، خپلو هېوادوالو ته، خپل خواږه هېواد افغانستان ته او بالاخره ټولي انساني نړۍ ته ښه ځوانان شي .

موږ له هراته داسې خبرونه لرو چې هلته هر كال په لسګونه ځوانۍ نجونې يا واده شوې ښځې د كورنيو ستونزو، شخړو او تاوتريخوالي له امله ځانونه سيزي اوغواړي چې ځانونه ووژني ! داسې يا دې ته ورته پېښې د افغانستان په نوروسيمو كې هم شته .داسې زيان منونكې ښځې كه ژوندۍ پاتې شي د انحراف خوا ته ميلان پيداكولى شي .

 بد ودونه، بې وخته ودونه، د زور ودونه، بوډاګانو ته د پيغلو واده، په بنو وركول، ماشومانو ته د ځوانو نجونو كېنول هم هغه لاملونه دي چې ځواني ښځي له صراط المستقيمه ايستلى شي. په ښارونو كي دا ستونزه ډېره ده، په كليو كي هم ورته امكان شته؛ خو هلته د قبيلوي ژوندانه تناوونه دومره غښتلي دي چې ښځي د ډېر يا هېڅ تګ راتګ او راشه درشه وس نه لري.

ز_ بد خپلوان، بد همزولي او بد ملګري فحشا ته د ځوانو نجونو او ښځو د كاږلو يو بل لوى لامل دى. هغه ښځو چې خپل شخصيت له لاسه وركړى، غواړي چې نوري هم د ځان په رنګ كړي! دې ځوانو؛ خو احساساتي بېوزله يا د ځوانۍ په ميو مستو ښځو ته شنه او سره باغونه ورښيي او دوى هغه نړۍ ته وربولي چې د لنډې مودې له پاره ښايسته ښكاري؛ خو پاى يې ستر غم دى او د بېرته ګرځېدو پلونه هم ړنګ وي. دا راز ښځې چې د فحشا له فرهنګ سره روږدي شوې دي، دومره شته او امكانات پيدا كولاى شي چې د ځان په شان نورو ښځو ته هم لومې كېږدي او هغه ونيسي. دا راز ښځې بيا په نويو مرغانو نوي ښكاريان خوشاله ساتي او ځان ته پيسې ګټې!

ز_ جګړه د ډېرو بلاوو مور ده. جګړه هرڅه په اور سيزي. كلي ورانوي، كروندې له منځه وړي، ښارونه په بيدياوو بدلوي اود خلكو بدني او رواني سلامتيا ته نه جبيره كېدونكي زيانونه اړوي. موږ په افغانستان كي داسي دېرش كلنه جګړه په سترګو وليده، موږ په دې جګړه كې هرڅه له لاسه وركړل، ګټې نورو وكړې؛ خو د مرګونو په نندارو موږ ستړي شوو. اوس افغانستان د كونډو، يتيمانو، معيوبينو او معلولينو په جونګړه بدل شوى ، خلك له رواني پلوه ډېر ځپل شوي. ډاكتران وايي چې د لكونو معيوبينو ،معلولينو، كونډو اويتيمانو تر څنګ افغانان ډېري رواني ستونزي لري او انحراف ته خورا تيار دي. كه د ښځو ترخه ژوند ته پام واړوو؛ نو وينو چې دا توكم تر هر چا زيات انحراف ته تيار دى او كه يې مخه ونه نيوله شي ; نو د هغه ښځو شمېر به روځ په روځ زيات شي چې د فزيكي او رواني ستونزو له امله د سقوط په درشل كې ولاړي دي.

س_ هغه اسانتياوې چې په لويو ښارونو كې برابرې شوې دي، د فحشا له خورېدو سره مرسته كولاى شي. د مثال په توګه د كابل په ځينو ځانګړو سيمو كې په لسګونو داسې بهرني او په تېره بيا چينايي هوټلونه جوړ شوې چې د فحشا فرهنګ خوروي. موږ څو ځلې په راډيو ګانو او ټلوېزيونو كې اورېدلي او ليدلي چې د كورنيو چارو وزارت څومره چينايي ښځې ونېوې او له هېواده يې وشړلې؛ خو سبا ته له دې زياتي بيا له دوبۍ څخه راروانې وي! دوى په هغه هوټلونو او ګسټ هاوسونو(مېلمستونو) كې ځاى په ځاى كېږي چې يا په كوم بهرني پوري اړه لري او يا په افغانستان كې له قانون څخه د اوچتو حضراتود زامنو او خپلوانو او يا نورو زورورو ملكيت بلل كېږي. په دې ځايونو كې د اسلامي دولت تر سيوري لاندي د شراب ،كباب او شباب مېلې كېږي او پېرې پرې كېږي. دا فرهنګ له بده مرغه په همغه هوټلونو كېې ايسار نه پاته كېږي او بيرون ته هم راوځي. له دې پرته د ځينو ښځو ازاده ژوند، د موبايل تلفونونه له لاري اسانه اړيكي، د نجونو او هلكانو د ليدو كتو ځانګړي ځايونه چې ډېرښكاره نه دي ، د لويديځ تمدن د خوريدنګ له پاره ښه شرايط او د ځينو ټكسي ډرايورانو منفي منځګړيتوب هغه لاملونه دي چې د فحشا له زياتوالي سره پوره مرسته كولى شي.

د مزار شريف يو ټكسي ډريور د (IWPR) استازي ته ويلي: ( زه يو زوړ سړى پېژنم چې له بهره راغلى، هغه په ښار كې بلد نه دى او له ما نه مرسته غواړي، دا سړى ځواني نجوني ډېري خوښوي… اوس موږ په اونۍ كې يو ځل ځو، دى له يوې ځواني جلۍ سره ګوري او زه له بلې سره! دى د دواړو نجونواو زما د ټكسي  خرڅ وركوي).

 ش_ د افغانستان دولت، د كورنيو چارو وزارت او نورې عدلي او قضايي ادارې په افغانستان كې له فحشا سره د مبارزې لنډ مهاله يا اوږد مهاله پلان نه لري. هغوى په هېواد كې په فحشا سترګي پټوي او غواړي چې دا منفي پديده پټه وساتي؛ خو دا حل لاره نه ده، د يوې سترې ټولنيزې ستونزې د لېري كېدو له پاره بايد خپله ټولنه فعاله شي او ټولې هڅې په كار واچول شي چې ستونزه غټېدو ته پرې نږدي. په افغانستان كې په سلګونه ځواني نجونې او ښځې اوس په توقيف خونو او محبسونو كې پرتې دي، څوك چې د افغانستان غوندې هېواد كې په فحشا ونه شرمېږي او په اصطلاح يو ځلي يې سترګې سپيني شي، هغه په توفيف يا محبس هم چرت نه خرابوي.

 هغه پوهېږي چې لويديځ د دوى تر شا ولاړ دى، د بشري حقونو د ساتنې ادارې د دوى خلاصون غواړي، د ښځو د حقونو د خونديتوب ځيني ټولني دستي دا چيغي وهي چې په دې ښځو ډېر ظلم روان دى! ولسمشر په زړه نازك سړى دى او په هر اختر، نوروز او برات كې په لسګونو بنديان بخښي، دا ښځې په دې پوهېږي چې ولسمشر څو روځي مخكې د مخدره موادو داسې پنځه قاچاقبر خوشي كړل چې 16_16 كاله قيد پرې ختلى و؛ نو دوى څه كړي چې خوشي به نه شي! په تېره چې دوى ځواني دي، ښكلي دي، خندلى شي او ډېر ژر د خپلو دوسيو د حل و فصل دروازې ميندلى شي!

كه په افغانستان كې د قانون حاكميت واى او هر چا د خپل جرم جزا ليدلى او ناروا كارونه د زور او زر له لارې په روا نه بدلېدلى؛ نو دې بدكاره نجونو او ښځو به هم په يوه اسلامي هېواد كې د قانون د حاكميت له وېرې خپله لمن لږ ورټوله كړې واى او دغه كرغېړنه او تباه كوونكى سوداګري به يې نوره نه پراخوله.

* * * * *

 دا وو ځنې هغه ستر لاملونه چې په افغانستان كې د فحشا زړي كري او يوه پاكه اسلامي_ دوديزه ټولنه د ګناهونو او ټولنيزو ناروغتياوو په اور كې سوځي او ډېرې داسې ښځې چې د خپلو كورنيو او ټولنې صالحه او پاك لمنې ميندې او بيبياني جوړېدى شي، نيمه خوا كوي او د ذلت او تورتم كندې ته يې غوزاروي. په افغانستان كې بايد له خولو څخه مهرونه ليرې شي، غوږونه بايد ترخې؛ خو رښتيا خبرې واوري، د دولت مشران خپلو اسلامي او ملي مسئووليتونو او دندو ته ځير شي، د دين عالمان بايد را پاڅي او خلك صراط المستقيم ته وبولي، ميندې او پلرونه بايد له خپلو اولادونو سره خواخوږي شي او د هغوى روا غوښتنو ته جدي پام وساتي، رسنۍ بايد په دې برخه كې ډېر كار وكړي، ښوونكي بايد خپل زده كوونكي خپل اولادونه وبولي او د هغوى له پاره زړه وسيزي او د علومو پوهان مټې را ونغاړي چې له خلكو سره د هغه لومو د ليرې كولو له پاره جهاد وكړي چې د دوى د اولادونو او په تېره بيا د ځوانو نجونو او ښځو ژوند تباه كولاى شي. دا يوه ستره ملي دنده ده او هېڅ ځنډ نه مني، ټول بايد همدا شېبه نوى هوډ وكړو، وخوځو، همت وكړو او خپله سبانۍ ټولنه له هغه جدي ستونزو څخه پاكه كړو چې زړى يې نن كرل كېدونكى دى. د سبا د پښيمانۍ مخه بايد همدا اوس ونيسو. او داسې لاره غوره كړو چې هم موخداى ته غاړه خلاصه وي او هم د انساني لوړو صفاتو او اخلاقو د ځلېدني له پاره هڅې د برياليتوب لاره خپله كړي

. حوالې: 1_ پيام روز مجله، شماره 4،25 شهريوره 1380 تهران 2_ اخبار كابل| شماره،15 فبروري 2004 3_ په افغانستان كې د بدلمنۍ وده_ راپور د هميم جلالزي_ IWPR