کور / تازه خبرونه / ملي امنيت:يوتن دترهګرۍ سره دهمکارۍ په تور نيول شوى

ملي امنيت:يوتن دترهګرۍ سره دهمکارۍ په تور نيول شوى

دملي امنيت عمومي رياست يوتن دترهګروسره دهمکارۍ په تور نيولى دى .
نوموړي رياست ديوې خبرپانې په خپرولوسره ويلي چې دغه کس محمدافضل نوميږي اودننګرهارولايت دسره رود ولسوالۍ اوسيدونکى دى .
دخبرپاڼې له مخې دغه کس يوځانمرګى بريدکوونکى دملي اردو دجامو اوموټرڅخه په ګټې اخيستنې سره په کابل ښارکې دملي اردويومرکز ته وردننه کړى وه چې دځانمرګې بريد له امله دملي اردو څوسرتيري ټپيان شوي وه .