کور / تازه خبرونه / د ملي امنيت د کار کوونکو په ګډون پنځه تنه په زندان محکوم شول

د ملي امنيت د کار کوونکو په ګډون پنځه تنه په زندان محکوم شول

دنشه يې توکو پروړاندې دعدليي اوقضايي مرکز دملي امنيت د دوو تنو کارکوونکوپه ګډون پنځه تنه په زندان محکوم کړل .
دنوموړې مرکز يوه خبرپاڼه زياتوي چې دميدان وردګو ولايت دسيداباد ولسوالۍ دامنيت مدير اودنوموړې ادارې يوبل کارکوونکى دنشه يې توکو دقاچاق وړونکو سره دهمکارۍ په تور په پنځه کاله بند محکوم شول اودرې تنه نورقاچاوړونکې په اولس کاله بند اويوميلون اوپنځوس زره افغانيونغدي جريمه شول .