کور / تازه خبرونه / جلال اباد: اورلګيدنې ٤٨٠ ميليونه افغانۍ زيان واړاوه

جلال اباد: اورلګيدنې ٤٨٠ ميليونه افغانۍ زيان واړاوه

دننګرهاروالي ګل اغاشيرزي په يومطبوعاتي کنفرانس کې خبريالانوته وويل چې دجلال ابادپه ښارکې دڅپلکو او پرشونوپه مارکيټ کې دتيرې شپې په اور کې شاوخوا دري سوه شپيته دوکانونه سوزيدلي چې خلکوته په کې څلورسوه اتياميلونه افغانۍ مالي زيان اوښتى دى .
والي زياته کړه ددغه مارکيت دژغورنې لپاره يې دامنيي قومندانۍ ټيمونه،دملي اردو،سرحدي پوليسو،ښاروالۍ، سري مياشتې،زراعت رياست اونورو ادارو داور وژنې ټيمونه هم استولي وه .
ده وويل داور دتيزوالې له امله يې له کونړ اولغمان ولايتونوڅخه هم داور وژنې دوسايلو مرسته ترلاسه کړي وه .
دشيرزي په وينا دمعلوماتو له مخې دغه اور دبرقي جنراتور دلاينونو دټاکانو له امله رامنځ ته شوى چې دوه تنه پکې ټپيان شوي هم دي چې يوتن يې ځان ژغورلى اوبل تن يې اويافيصده سوزيدلى دى .
ديادونې وړده په جلال ابادښارکې دبريښنا دنشتوالې له امله دهرمارکيټ پرسر دبريښنا ماشيونه نسب شوى چې له امله يې کله ناکله ورته پيښې رامنځ ته کيږي .