اسرائيل غزې تراړې ته په مرسته رسوونکې بيړۍ بريد څيړي اسرائيلي چارواکې وايي چې غزې ته دمرسته رسوونکې بيړۍ باندي دتيرې مياشتې دخونړي بريددڅيړلولپاره يې يو کورنى کميسون جوړ کړى دى .
له دې وړاندې اسرايئلو په دې اړه دنړيوالوڅيړنوترسره کولولپاره دملګرو ملتونو له وړانديز سره مخالفت کړى وه خو اوس يې پريکړه کړي چې دوو تنو نړيوالوڅارونکوته به په دغه کميسون کې ځاى ورکوي .
غزي تراړې ته په مرسته رسوونکې بيړۍ کې اسرائيلوځواکونو دبريدله امله چې پنځلس ورځې وړاندې ترسره شوه څه دپاسه څلويښت تنو ته پکې مرګ ژوبله واوښته