دعراق دمرکزي بانک په ودانۍ کې دوسلوالوکسانو په بريدکې شپاړس تنه وژل شوي اوڅه دپاسه پنځوس ټپيان دي.
دعراق امنيتي چارواکې وايي دغه بريدپرون دبغداد ښارکې هغه مهال وشوه چې ددغه بانک کارکوونکې له بانک څخه دوتلو په حال کې وه .
دامنيتي ځواکونو اوبريدکوونکوترمنځ نښته کې پنځه تنه بريدکوونکو هم ځانونه والوزول .
دغه چارواکې وايي تراوسه پورې نه ده روښانه چې ددغه بريددبانک دغلاپه موخه وه اوياهم کوم بل لامل درلوده .