سلطان علاؤالدین خلجیي (۱)
تاسو ددې ناول لمړۍ برخه لولئ…..
داچې سلطان جلال الدین څنګه ومړ او علاوالدین څنګه په تخت کیناست په خپله په زړه پورې تاریخ دې …تاسې کولاې شئ ددې ناول دغه برخه د یوه تاریخ په څیر ولولئ خو نور داستان وروسته لوستلې شئ…
…………بله ستره پیښه دا وه چې موجوده سلطان چې په هغه وخت کې د “کُړ» والي و پرته له څه ویلو د کړُ څخه ووت او کله چې دا دواړه خبرې سلطان جلال الدین ته ورسیدې نو هغه اندیښمن شو ، هغه په ځانګړې توګه د سلطان علاؤالدین په اړه ډیر اندیښمن و . ځکه چې هغه علاو الدین په ډیره خاصه توګه روزلې و ، نو په دې حالاتو کې د رتنبور په لور د تللو په وخت کې سلطان جلال الدین د خپل لښکر سره یو ځاې په لاره کې تم شو . بیا څو ورځې وروسته سلطان جلال الدین ته خبر ورسید چې علاؤالدین د سلطان د اجازې پرته د کړُ څخه وتلې او په دیوګړ باندې یی حمله کړې او هغه سیمه یي له یوه سره چور اوتالا کړې ده . او دهغه ځایه یي بې شمیره مالونه ، جواهر ، فیلان او آسونه غنیمت کړې او دکړُ په لور یي را وستې دي ، ددې خبر په اوریدو سره پاچا لږ څه ارام شو بیا هغه د رتنبور څخه د دهلي په لور کوچ وکړ خو تر څنګ یي خپل دوه مخبران د علاؤالدین لورې ته واستول تر څو سلطان ته دهغه د حالاتو په اړه خبر ورکړي.
په همدې وختو کې سلطان ته د علاؤالدین له لورې یو لیک را ورسید چې په هغې کې یې لیکلې و چې علاؤالدین ستا د اجازې پرته په دیوګړ باندې د یرغل د کولو په اساس د ویرې احساس کوی، نو په دې خاطر دا به مناسبه وي چې سلطان ما پخلا کړي ترڅو زه د کومې ویرې پرته ستا په دربار کې حاضرشم .د خط د لوستلو وروسته سلطان جلال الدین په یوه ګاډۍ کې کیناست او د کړُ په لور یی حرکت وکړ، دهغه سره یو لښکر هم و چې ورته یی حکم کړې و چې هغوې دې د دریاب په غاړه غاړه دهغه سره یو ځاې وړاندې تګ کوي .
کله چې سلطان جلال الدین کړُ ته ور نژدې شو نو علاؤالدین خپل ورور الماس بیګ ته ډیر زیات قیمتي جواهرات ورکړل او د سلطان جلال الدین مخې ته یی ور ولیږه . الماس بیګ د سلطان جلال الدین زوم هم و او سلطان جلال الدین پرې ښه او پوره باور هم کاوه . هغه چې کوم جواهرات د سلطان په خدمت کې وړاندې کول غوښتل هغه د هغو جواهراتو له ډلې څخه و چې علاؤالدین د دیوګړ په سیمه کې لوټ او تالان کړي و . الماس بیګ د خپل خسر او کاکا سلطان جلال الدین تر مخه حاضر شو او ورته یی وویل چې دهغه ورور علاؤالدین له تاسره د مخ کیدو څخه ویره احساسوي ، ځکه چې هغه ستا د اجازې پرته په دیوګړ باندي حمله کړې وه. اوس هغه غواړي چې د لکنهو په لور و تښتي ،اوستا د قهر څخه خوندی پاته شي . الماس بیګ سلطان جلال الدین ته دا هم وویل چې که چیرې هغه وغواړې چې دهغه وراره علاؤالدین در په در کیدو نه خوندي پاته شی . نو مناسبه به وي چې سلطان جلال الدین په یواځې ځان هلته تشریف یوسې او علاؤالدین د خپله ځانه سره یو ځاې راوړي .
په دې وخت کې د سلطان جلال الدین وزیرانو او امرانو د الماس بیګ ددې وړاندیز سره اتفاق و نه کړ .او سلطان جلال الدین یي هلته د ځانته ور تللو څخه منه کړ خو ویل کیږي چې د سلطان جلال الدین په سر د مرګ توره ګرزیده ، هغه دخپلو مشاورینو خبرې باندې غوږ هم و نه رپاوه . او دخپل وراره د کتلو له پاره د خپلو څو امیرانو سره هلته ورغې .
مازدیګر نزدې و چې سلطان جلال الدین د ګنګا ددریاب څخه اخوا پورې وت . او په هغې چوتري باندی و درید چې څه موده مخکې سلطان ته جوړه کړل شوې وه . په همدې وخت کې علاو الدین د یوې سترې ډلې سره یو ځاې راغې او دسلطان په پښو کې ور پریوت .
سلطان په ډیره مهربانۍ سره دهغه سر په دواړو لاسو کې و نیو ، را پورته یي کړ اودهغه تندې یي ښکل کړ .
زه تاته د پلار په څیر یم ، ایا ما دا دومره موده په دې خاطر ستا پالنه کړې وه چې ته زما څخه ویره ولري ؟
په دې وخت کې علاو الدین سلطان جلال الدین له لاسه و نیوه اود هغه یو سردار محمد سالم چې د علاؤالدین ترورزې هم و خپله توره له تیکې را وویستله ، او د سلطان جلال الدین سریي پرې غوڅ کړ او په نیزه کې یې پورته کړ .
هغه وزیران او امران چې د سلطان جلال الدین سره هلته تللې و ټول په ویره کې شول . هغوې بیرته په کشتۍ کې کیناستل او غوښتل یي چې را و تښتي ، خوعلاؤالدین ور ټوپ کړ او دکشتۍ رسۍ یی و نیوله . خو د سلطان جلال الدین څو کسو امرانو خپل ځانونه اوبو ته ور واچول او هملته ډوب شول او له منځه ولاړ ل.کوم چې بندیان شول هغوې یی هم له تیغه تیر کړل .
دسلطان جلال الدین لښکر چې د دریاب په غاړه سوکه سوکه روان و نو کله چې هغوې د سلطان جلال الدین دمړیني څخه خبر شول نو د لښکرو قومندان ملک احمد لښکر بیرته د ډهلي په لور سوق کړ . هلته د سلطان جلال الدین د ښځې په خدمت کې حاضر شو . دلته ملک احمد ته په کار و چې د سلطان زوې ارکلې خان را وبولي او د پلار په ځاې یې په تخت کینوي ، ځکه چې په ارکلي خان کې د پادشاهۍ کولو هر ډول وړتیا موجوده وه. هغه یو زړه ور او بهادر انسان و . او ملک احمد هم غوښتل چې دهلي ته د رارسیدو سره سم د علاؤالدین تر راتګ د مخه داسې پرکړه وکړ ي . خو هغه د سلطان جلال الدین بل زوې قدر خان د سلطان په ځاې په تخت کیناوه .
دبله اړخه علاؤالدین هم د خپل لښکر سره یو ځاې قدم په قدم او منزل په منزل مخته راته . د لارې په اوږدو کې یی په خپل لښکر باندې مال او زر شیندل ، ان تر دې چې دهلي ته را ورسید. کله چې خلکو دهغه د زرو د شنیدلو دا حال کوت نو ډیرو یې هغه لورې ته میلان پیدا کړ . هغه وخت چې علاو الدین د جمنا ددریاب غاړې ته راورسید نو هملته یی منجنیقونه ښخ کړل او د منجنیقونو په واسطه یي د خلکو په لور زر او جواهرات شیندل پیل کړل . دهغه په دې کار سره د دهلي امرانو د قدر خان ملاتړ پریښود او د علاو الدین ملاتړي وګرزیدل .
ددې حالاتو په کتلو سره دجلال الدین زوې قدرخان چې نوې نوې په سلطنت باندې ناست و ،وویرید او د دهلي څخه د خپل ورور ارکلي خان په لور و تښتید.او په دې تر تیب سلطاعلاؤالدین دهلي ته را ننوت او په تخت کیناست . په تخت باندې د کیناستو وروسته علاؤالدین خپل ورونه الخ خان او رکن خان د جلال الدین د زامنو قدرخان او ارکلي خان پسې د یوه ستر لښکر سره ملتان ته و استول تر څو دهغوې دواړو څخه ځان بې غمه کړي ، کله چې لښکر ملتان ته ورسید نو قدرخان او ارکلي خان دواړه یي د ملتان په ښار کې محاصره کړل خو د ملتان خلکو هغوې دواړه و نیول او الخ خان ته یي ور حوال کړل ، الخ خان د قدرخان او ارکلي خان په اړه د علاو الدین څخه دلارښونې دتر لاسه کولو غوښتنه وکړه ، علاو الدین هغه ته د هغوې د ړندولو حکم وکړ ، او په دې تر تیب د قدرخان او ارکلي خان نه علاوه د جلال الدین د څو نوروخپلوانو سترګې هم ور ړندې کړل شوې ………….دا چې وروسته بیا د سلطان علاوالدین زامنو ته څه پیښ شول ددې ناول په اخرکې یی لوستلې شئ ..خو اوس دا ناول له دې ځایه ولولئ.
٭٭٭٭٭٭
داسمان په شین وزمې قالب کې لمر خپلې درڼا وړانګې په یوه زنځیر کې سره را نغښتلې او د ډوبیدو په لور روان و . پرزمکه د ژوند نښې نښانې یو په بله پسې له منځه تللې ، د وخت بندې تیارې سوکه سوکه را پورته کیدې او په دواړو شفقونویی خپله غلبه اوبرلاسې ځواکمنه وله اوهر څه یی د خپل تور څادر لاندې راپټول، دخزان تیزو بادونو هرشې مات او ویجاړ کړې و او د ونود پاڼو په څیریی د غڼو په تارو کې رانغښته او په هر ی لورې یی بې سمته او بې منزله الوزاوه. هرې لورې ته تیارې د غلام پلورونکو ددامو په څیر خپرې شوې وې.
په همدې شیبو کې د لاهور په لویه لاره دوه سپاره ددهلی په لور روان و و. کله چې هغوې دواړه ددهلی دښار شمال کې د جمنا د دریاب غاړې ته نژدې شول نو سخت ټکان یی و خوړ، دواړو دخپلو اسونو واګې راښکودې ، ځکه د جمنا د دریاب په غاړه هغوې ته دښځینه غږ اوږدې او سختې چیغې تر غوږو شوې ، داسې بریښیده چې دا اوازونه به دکومې نوې او تازه پیغلې نجونې وی . په دې چیغو او واویلاو کې دومره اذیت ، او بې وسي وه چې دوخت ددې تیزو وینه وچونوکو هواوو تر مخه د اوسپنیزو دیوالو د دریچوڅخه داسې اواز په ډیر ه ستونزمنه توګه را وتلې شي .
ددهلی په لور دتلونکو دغو دوو سپرو څخه یو د نوې عمر ځوان و خوبیا یی هم بدن او وجود ډیر مزې او غښتلې و . په خپل آس د کیناستو سره بیا هم دهغه د جسم څخه داډ اګیزه کیده چې هغه د ښه قد او قامت خاوند ځوان دې . هغه بل په عمر کې دهغه څخه لږ څه ډیر وخو هغه هم د ډیر ښه قد او قامت خاوند و . دخپل آس د درولو نه وروسته ،دغه نوې ځوان خپل ملګرې ته مخ کړ او ورته یی وویلې :
کریم الدینه وروره ! داسې ښکار ې چې کومه نجلۍ دډیر درد او تکلیف په حالت کې په ډیره بې وسۍ سره چیغې سورې وهی او واویلا کوی او د کومک غوښتنه کوی ، راځه چې دا چیغې تعقیب کړو چې دکومې لورې راځی او ډاګیزه کړو چې کوم ظالم کومه مظلومه او بې وسه نجلۍ مجبوره کړې ده ،ددې ځوان ددې خبرو په ځواب کې هغه بل دډیر عمر ځوان په زغرده وویل :
کمال الدینه وروره ! په دې اړه له ما څخه د مشورې اوسلا اخستلو اړتیا نه لرې ، راځه چې خپل اسونه وځغلوو او هغه لورې ته چې دا چیغې ورڅخه راځی ولاړ شو . دواړو خپلو اسونو ته پونده ورکړه اوهمغې لورې ته ولاړل چې اوازونه ترې راپورته کیدل.
دکریم الدین د ځواب په اوریدو سره هغه د تازه عمر ځوان چې کمال الدین نومیده ډیر زیات خوشحاله شو اوبیا یی ورته وویل : راڅه چې په دې نابلده او اجنبې زمکو کې تر هر مهم دپیلیدو د مخه خپل مخونه په نقاب کې را ونغاړو ، دهغه په دې خبره کریم الدین وخندل او د سترګو په رپ کې دواړو په خپلو مخونو باندې ټوټې او لنګوټی را ښکته کړل او مخونه یی پټ کړل . بیا دواړو خپل خپل اسونه په هغې نرۍ قمچینه چې په لاسو کې یی وه داسې ووهل چې اسونو زمکه پریښوه او دشمال په لور په داسې ځغاسته شول چې پښه یی په زمکه نه لګیده .
نژدې د یوه میل د واټن دوهلو وروسته، هغوې یو ځل بیا د ښځینه چیغو اواز واورید . خو اوس دا چیغې د یوې نه بلکه ددوو نجونو معلومیدې . او داسې اوریدل کیدې لکه د چاپه غم چې ژړیدونکې شپیلۍ خپله د غم اواز غږوی . اویا د شپې په تیارو کې د زړه د رازونو پرانستونکې کوئیل خپلې نغمې د کړاونو اوستونزو به بیانولو سره د غم نه په ډکو نارو بدلوی . دوې ددې اوازونو او چیغو په اوریدلو سره نور هم خپل اسونو هغه لورې ته ګړندي کړل ، په دې وخت کې دغه نوې رسیدلې ځوان کمال الدین دخپله ځانه مشر ملګرې کریم الدین ته وویل :
کریم الدینه ! زما درونده ملګرییه ! ګوره ! چې د ظلم ښکارشوې یوه نه بلکه دوه بې وسه نجونی دی. دغه اوازونه چې ته اورې د یوې نه بلکه ددوو نجونو دی. بیړه کوه او خپل اس نور هم راسره یو ځاې ګړندې کړه چې هغه لورې ته ځان ور ورساوو.
لږ څه مخته په تللوسره هغوې وکتل چې دهغوې تر مخه په تورو کالیو کې را نغاړلي پنځه سپاره خپل آسونه په پوره چټکتیا سره ځغلوي ، دهغوې مخته دوو اس سپرو دغه دوه نجونې هم له ځانه سره په اسونو کینولې ، په داسې حال کې چې دغه درې وروستی کسان دهغوې د ساتونکو په څیر دهغوې سره روان دي . کله چې کمال الدین او کریم الدین بلکل هغوې ته ور نژدې شول ، نود هغوې هغه درې ساتونکې اس سپاره بیرته را ستانه شول او د شپې په تیارو کې یی په کمال الدین او کریم الدین باندې تباه کونکې یرغل وکړ . خو څرنګه چې د تعقیب په وخت کې کمال الدین او کریم الدین دواړو خپلې تورې دتیکو را ویستلې وی اوپه خپلو ډالونو باندې یی پوره ولکه درلوده نو په دې خاطر هغوې په ډیره اسانۍ سره د بیرته را ستانه شوو حمله کونکو حمله په خپلو ډالونو اوتورو باندې تم کړه .
کمال الدین اوکریم الدین هم دپوره جرئت او میړانې نه کار واخست اودهغوې درې واړو دحملې د تم کولو وروسته یی پرې خپله حمله وکړه ، په فضا کې هرې لورې ته چپه چبتیا خپره وه ، د ستورو خړه پړه رڼا خپره شوې وه ،داسې لکه کهکشان چې دخپل مسافرت د تیارو شپو د ترپښو لاندې کولو سره د خپل وجود په لټون کې بې وجوده پاته او دزمانی په سترو سترو ګړنګونو کې لاندې پریوځی .
ناڅاپه کمال الدین په خپل حمله راوړونکې باندې داسې ګذار وکړ چې دشپې دتیارو په واسطه هغه ونه توانیددا حمله تم کړې ،به دې اساس هغه د کمال الدین د تورې لاندې دوه ټوټی را پریوت . ددرې واړو څخه د یوه د له منځه تللو وروسته کمال الدین د جمنا د دریاب د غاړې دڅپو د تر پښو لاندې کولو سره د هغه بل لورې ته چې دهغه د ملګرې کریم الدین سره په ټکر کې و ور ورسید. خو هغه هم د کمال الدین تر مخه ډیر زیات و نه جنګیده ، هغه هم دکمال الدین د تیزو حملو په مقابل کې له منځه ولاړ . په همدې وخت کې کریم الدین هم خپل مقابل لورې برلاسه شوې و او هغه یی له منځه وړې و. په همدې وخت کې دشپې په تیارو کې دوې دواړو یو بل ته په پوښتنه کونکې ستر ګو سره وکتل او دهغه دوو نورو تښتیدونکو په تعقیب پسې یی ور ترپ وهل .
لږه شیبه وروسته کریم الدین اوکمال الدین هغوې دواړه هم را ګیرکړ ل ، کله چې هغه تښتیدونکو وکتل چې دې تعقیب ونکو دهغوې هغه درې واړه ساتونکې ملګرې له منځه وړې دې او اوس ددوې د تعقیب پسې راغلې دی نوهغوې دواړو تر هر څه لمړۍ هغه دوه نجونې چې په خپلو مخو کې یی په اسونو له ځانوسره اچولې وې ، د اسونو څخه لاندې را پریوستې ، او خپلې تیښتې ته یی دوام ورکړ .
کمال الدین او کریم الدین دا دواړه نجونې له نظره و غورځولې اود هغو تښتونکې پسې ولاړل . کله چې هغه تښتیدونکو وکتل چې تعقیب کونکې زمونږ د تعقیب نه لاس نه اخلی ، نو دهغه (تنګ امد به جنګ امد) د مصداق له مخې بیرته راستانه شول اوپه ډیره وینه تویونکې توګه یی په کمال الدین او کریم الدین باندې حملې پیل کړې . کریم الدین او کمال الدین هم په ډیره میړانه او شجاعت سره دهغوې حملې نه یواځې تم کړې بلکه په ځوابی حمله یی لاس پورې کړ .
دغه بیرته راستانه شوو کسانو د کمال الدین او کریم الدین مقابله و نه شوه کولاې ، ډیر ژر کمال الدین خپل مقابل لورې د خپلې تورې د درانه ګذار لاندې دوه ټوټی کړ ، دبله اړخه کریم الدین هم دکمال الدین څخه وروسته نه و اود ډیر لږ وخت د ټکر وروسته یی دخپل مقابل لورې ژوند پاې ته ورساوه ، اوس نو د جمنا د دریاب د غاړې هر شې خاموشه او هرې لورې ته چپه چپتیا خپره و ه . داسې لکه د ویرې په لارو کې چې خپرو شوو زهر و په ډیره تیزۍ سره هر څه دخپله ځانه سره یو ځاې په ابدی خوب ویده کړې وی.
په همدې وخت کې د جمنا د دریاب د مخالف لورې یو نا څاپه یو ځوان په تور رنګې اس سپور را څرګند شو .دهغه په لاسو کې ډال او لوڅه کړل شوې توره وه . دهغه په کتلو سره کمال الدین او کریم دواړو دخپلو ځانو له پاره نوې ګواښ احساس کړ او ځانونه یی په تابیا کړل . کله چې هغه سپور را نزدې شو ،هغه خپله توره په نیام کې کیښوده او خپل ډال یی د اس دزین سره را زوړند کړ ، بیا یی کمال الدین ته په ډیر عذر اونیار سره مخ کړ او ورته یی وویل:
اې اجنبیانو ! زه خو تاسو نه پیژنم چې له کومه راغلی یاست ؟ او څوک یاست ؟ یا مونومونه څّه دی ؟او یا دا چې ستاسې منزل کومې لورې ته دې ؟تر هر څه لمړې زه تاسې ته ستاسې دشجاعت ، میړانې ، بهادرۍ او سرلوړۍ په اړه مبارکې وایم ، چې تاسې دواړو د جمنا د دریاب په غاړه د څو اوباشانو د لاسو څخه ددغه دوو نجونو عزت ، عصمت او عفت خوندي کړ .
واورئ ! د هغو دوو نجونو څخه ، چې تاسې یی ژوند ته نجات ورکړ ، یوه یی د جیتور د «راجه رتن سین » لور شهزادګۍ «کیتهل دیوی» ده ،او بله د راجه رتن سین خور زه او د شهزادګۍ کتیهل دترور لور « کنپل دیوی» ده ، زما دوستانو! راجه رتن سین په دې ورځو کې دسلطان علاؤالدین پر خلاف دڅو غلطیو او نافرمانیو په کولو سره د دهلی په زندان کې بندې دې . دهغه لور شهزادګۍ کیتهل په شاهی حرم کې اوسیږي ځکه شهزادګۍ کیتهل په حرم کې دسلطان علاؤالدین د ډیرو محبوبو ښځو څخه د یوې سره نژدې پیژندګلوې لرې . د علاؤالدین دا ښځه « کنول دیوی» نومیږی ، چې یو وخت د دکن د راجه «راې کرن» ملکه عالیه وه. خو اوس یی اسلام منلې دې او علاؤالدین ورته په خپل حرم کې ځاې ورکړې دې . د جیتور د راجه رتن سین لور شهزادګۍ کیتهل د علاؤالدین د دې ښځې کنول دیوی سره یو ځاې اوسیږی اوددې اوسیدو څخه یی مقصد دخپل پلار راجه رتن سین سره لیدل کتل او ددهلی په زندان کې د هغه پالنه ده .
دغه بله نجلۍ چې ما تاسې ته دکنپل دیوی په نامه و نوموله هغه د شهزادګۍ کیتهل د ترور لور ده ، دکنپل ورور چې« راجکنور » نومیږې په دهلی کې د سلطان علاؤالدین د عسکرې ځواکونو د مامورینو څخه دې . نو په دې خاطر دا کنپل دیوی دخپل ورور راجکنور او ورندار «کولاب دیوی» سره یو ځاې هملته په دهلی کې اوسیږی .
زما دوستانو ! تر هغې چې پر ماپورې اړه لری . نوزما نوم شاهین دې . زما پلار پخوا مړشوې دې . زما دمور نوم ګلبهشت دې اوهغه هلته په حرم کې دسلطان علاؤالدین د ډیرو محبوبو وینځو څخه ده او د ټول حرم نګرانی اوڅارنه په غاړه لری . زه تاسې ته دا هم باید ډاګیزه کړم چې زما مور ، ګلبهشت ، په تورې وهلو کې ثانی او سارې نه لری .
دوستانو ! ددې ټولې قصې دکولو څخه زما مقصد دادې چې تاسو دواړو په اصل کې زما سره ډیر زیات احسان وکړ . او اوس زه له تاسې څخه د نور زیات احسان غوښتونکې یم .
واورئ ! په دغو دوو نجونو کې چې دکومې یوې نوم شهزادګۍ کیتهل ده زه دهغې سره د تیرو څو میاشتو راهیسی مینه کوم ، او د لیونې په څیر دهغې دغوښتلو هیله من یم . زه د څو تیرو میاشتو راهیسې دا هڅه کوم چې که چیرې هغه له ماسره ځانته مخ شی نوزه به ورته دخپلې مینی څرګندونه وکړ م . خودا زما بدقسمتی ده چې تر اوسه مې دهغې سره په یواځې ځاې کې لیدنه نه ده شوې .
اجنبیانو ! نن هم زه په همدې نیت د شهزادګۍ کیتهل په تعقیب پسې را وتلې وم چې کیداې شې د جمنا ددریاب په غاړه مې دهغې سره په ځانته ځاې کی لیدنه وشی خو زه د ناکامۍ سره مخ شو م ځکه چې دهغې سره د هغې د ترور لور کنپل دیوی تل مل او ملګرې وي او یو له بله نه جلا کیږی . نو په دې خاطر ما ته دهغې سره په ځانته ځاې کې دخبرو کولو فرصت نه دې تر لاسه شوې . دلته به زه دا هم څرګنده کړم چې دا کنپل دیو او شهزادګۍ کیتهل هره ورځ د اس د ځغلولو له پاره دلته د جمنا ددریاب غاړې ته راځی ، نن هم کله چې دوې دواړه د اس د ځغلولو له پاره دلته راغلې نو ناڅاپه دغه پنځه سواره پر هغوې باندې راپریوتل. اوهغوې دواړه یی پورته کړې او و یی تښتولې . زه ځانته و م اودهغوې پنځو واړو مقابله مې نه شوه کولاې، خو د جمنا د دریاب دغاړې څخه لږ لری مې دهغوې تعقیب کاوه ، ما غوښتل و وینم چې دهغوې پورته کونکېي څوک دي اودا نجونی چیرې وړی ، بیا به مې وروسته دهغوې دخلاصو ن له پاره کوم قدم اخسته ، خو زه ستاسو ددواړو ډیر ممنون او شکر کونکې یم چې تاسو دواړو دهغوې په را پریښوولو کې ډیره ستر ه مرسته وکړه .
اوس مو چې دومره مهربانې کړې ده نو یوه مهربانی به بله هم را سره وکړئ ، اوهغه دا چې تاسې دواړه به له دې ځایه په بله کومه لاره ولاړشئ ، زه به خپل مخ پټ کړم او شهزادګۍ کیتهل او کنپل دیوی لورې ته به ورشم اوهغوې ته به دا څرګنده کړم چې دا زه وم چې دهغوې تښتونکو حمله کونکو څخه مې ددوې ځانونه او عصمتونه خوندی و ساتل . که چیرې هغوې له ماڅخه د ا وپوښتې چې له ماسره یو بل ملګرې هم و هغه څه شو ؟ نو زه به ورته ووایم چې هغه بې زړه و ، ددښمن سره د ټکر کولو دمخه له ما څخه و تښتید، زه هیله من یم چې تاسو به زما خبره په غور سره واورئ، زما له پاره به ډیره ګټوره داوي چې زمونږ د درې واړه کالی هم یو ډول وی نو بیا به هغه دواړه نجونې ما باندې شک و نه کړی . هو ! که له تاسې څخه یو کس ماته خپل نقاب راکړئ نو زه به په همغې باندې خپله څیره پټه کړم اودهغو نجونو لورې ته به ولاړشم . زه هیله لرم چې تاسې دواړه به زما په غوښتنه باندې غور وکړئ ، اوکوم ډول اعتراض به را باندې ونه کړئ ،
امیرکمال الدین هغه ته را وړاندې شو ،او په خپلې څیرې تړلې نقاب یی را پرانست اوهغه یی شاهین ته ورکړ .او ورته یی وویل چې «درواخله » ! که چیرې تا د هغوې دواړو نجونو څخه چې دیوې نوم یی تا شهزادګۍ کیتهل وښود ، دځان له پاره خوښه کړی وی نو ورځه او هغه خبر ه چې تا خوښه کړې ده هغه ورسره وکړه ، زه او زما ملګری به د جمنا دغاړې څخه لرې لر ې بلې لورې ته ولاړشو اودهلی ته به ځانونه ور سوو . خویوه خبره را ته وکړه چې ایا د ملتان د حاکم ظفرخان لښکر دهلی ته را رسیدلې دی اوکه نه ؟
دکمال الدین ددې پوښتنې به ځواب کې شاهین لږ څه دوې ته په زیر شو اوبیا یی ترې وپوښتل : اول خو دا راته ووایاست چې تاسې څوک یاستئ ؟بیا به زه ستاسې ددې پوښتنې ځواب درکړم . دهغې ددې خبرې په ځواب کې کمال الدین ورته وویل : زما نوم کمال الدین دې اوزما دملګر ی نوم کریم الدین دې ، مونږ دواړه ترک توکمه یو . اود ملتان دحاکم ظفرخان غلامان یو . مونږه دواړه ظفرخان د یوه شخصې کار په خاطر دملتان څخه لاهور ته استولې و . او په همغه وخت کې هغه هم دملتان څخه دهلی ته د خپل لښکر سره یو ځاې را روان شوې و . اومونږ ته یی حکم کړې و چې په لاهور کې د خپل کار د تر سره کولو وروسته دهلی ته راشو. ځکه چې ددهلی په سلطنت باندې د مغلو دحملو ویره ده . اوسلطان علاؤالدین دمغلو ددې احتمالی حملې څخه دنجات او مقابلې په خاطر ظفرخان د ملتان څخه دهلی ته را بللې دې ، اوس مونږ داوړه دهلی ته ځو اوپه دهلی کې دخپل اقا ظفرخان د لښکر سره یو ځاې کیږو .
شاهین یوه اوږده ساه واخسته ،ځکه کیدې شول چې ټول حالات به دهغه د امیدونو په مطابق روان وو . بیا یی په ډیره نرمه ژبه وویل : تاسې دواړه ناهیلې کیږئ مه ، ځکه ظفرخان همدا اوس دخپل لښکر سره یو ځاې ددهلی دښار په جنوب غربی برخې کې پړاو کړې دې . شاهین غوښتل څه نور هم ووایی خو په دې وخت کې په لږو لږو ور نژدې کیدو سره کمال الدین اوکریم الدین ترې خداې پامانی واخسته، بیا هغوې دواړه په خپلو اسونو باندې پښه ټینګه کړه او دجمنا ددریاب د غاړې څخه پوره لرې ددهلی په لور روان شول .
پرلپسې لري…