مکمل غیرسیاسي : یو تاریخي په زړه پورې ناول .
زمونږ د هیواد ګوډ تیمور څوک دې ؟
اوس تاسې ددې تاریخې ناول درویشتمه برخه لولئ :
پرلپسې ***** ۳۹
د نایکوپولس د ښار په څنډو کې په صلیبي جنګ کې د برخه اخستلو او هلته د ورتللو له پاره کله چې سلطان د خپل لښکر سره د بروصې نه حرکت کاوه نو هغه سوګند کړې و چې هغه به د روم د سینټ پیټر دمعبد په قربان ځاې کې خپل اس تړی نو د هغه ددغه اعلان په اوریدو سره د اروپا ټول راهبان او پادریان د حکمرانانو په ګډون په لړزه شوي وو . هغوې په دې پوهیدلي و چې سلطان بایزیدیلدرم داسې یو هوډمن ، زړه ور ، میړنې ،او بهادر حکمران دې چې هغه به دا سوګند خامخا پوره کوی. په دې خبره په اروپا کې یو ډول منډي ترړې پیل شوې وې ، ددې نه وروسته ، کله چې سلطان بایزیدیلدرم د صلیبیانو متحده لښکر ته د نایکوپولس د ښار په ځنډو کې ماتې ورکړه نو بیا هم اروپا په لړزه شوه ، نه یواځې د اروپا حکمرانانو ، بلکه د روم پاپای اعظم هم خپل قاصد تیمور لنګ ته استولې و ، تر څنګ یې د اروپا حکمرانانو د قسطنطنیی پادشاه مینویل ته هم خبر ورکړې و چې هغه دې تیمور لنګ ته یو قاصد ور واستوي او ورته دې ووایی چې په سلطان بایزیدیلدرم باندې حمله وکړي او دا ډاډ دې هم ورکړي چې که چیرې هغه په سلطان بایزیدیلدرم باندې یرغل راوړی نو ټوله اروپا به ورسره تر څنګ و دریږی ، ددې ترڅنګ د اروپا صلیبي ځواکونو د روس نصراني حکمرانانو ته پیغام استولې و چې هغوې هم په دې لړ کې دتیمور لنګ سره کومک وکړي ، د اروپا د حکمرانانو او پاپای عظم له اړخه د پیغام د ورسیدو سره سم روسې نصراني حکمرانانو د سلطان بایزیدیلدرم په خلاف دتیمور لنګ د ملاتړ له پاره یو ستر لښکر تیار کړ.
تیمور لنګ لا د پخوا څخه د عیسایي حکمرانانو ، راهبانو ، او پادریانو تر اغیز لاندې راغې و ، ددې نه علاوه دهغه په فوځ کې د اروپا دوه شهزادګان ساېرکن او ایکسلا د خپلو لښکرو سره یو ځاې چې کوم کارونه تر سره کول نو هغوې هم تیمور لنګ د سلطان بایزیدیلدرم پر خلاف د جنګ له پاره تیاراوه ، په حقیقت کې تیمورلنګ تر اوسه پورې د سلطان بایزیدیلدرم مخ ته د راتللو څخه ویریده ، هغه سره دا ویره وه چې که چیرې هغه د سلطان بایزید یلدرم سره د مقابلې په وخت کې د ماتي سره مخ شي ،نو دهغه ټول شهرت به د خاورو سره خاورې شي، هغه په دې هم پوهیده چې سلطان بایزیدیلدرم یو داسې سلطان دې چې په جنګ کې دخپل لښکر مخته ځي ،او په دښمن باندې د یرغل کولو پوره پوهه لري، هغه ددښمن صفونو ته ورننوځي ، او ددښمن دصفونو د تارو مار کولو په اړه ښه پوهه لري .
کله چې هغه ته د اروپایې شهزادګانو سائرکن او ایکسلا لخواهم ترغیب ورکول کیده ،نو تر څنګ یي نورو اروپایي ځواکونو هم هغه د بایزید یلدرم پر خلاف را پاراوو ، د راهبانو او پادریانو انجمن هم هغه ته د سلطان بایزیدیلدرم پر خلاف د حملې ترغیب ورکوو . روسانو هم هغه ته یو لوې لښکر تیار او ور استولې و. او اخرکې پاپای اعظم او د قسطنطنیي پادشاه مینویل هم د تیمورلنګ څخه غوښتنه کړې وه چې هغه دې د سلطان بایزیدیلدرم په مقابل کې په حرکت کې راشي ، او که نه هغه به په لږه موده کې ټوله اروپا تر پښو لاندې کړي ، او بیا به د اسیا په لور حرکت وکړي او تیمورلنګ به هم مات او د شمال په لور به یې واوریني سیمي ته په شا کړي .
ددې ټولو ترغیباتو په ځواب کې تیمورلنګ د سلطان بایزیدیلدرم په مقابله کې په ویره کې و . ځکه هغه پوهیده چې د سلطان بایزیدیلدرم سره نژدې یولک او پنځه ویشت زره ځواک دې خو ددې سره سره بیا هم کله چې هغه داروپایانو په ملاتړ عملي پروګرام ته تیار شو او د سلطان بایزیدیلدرم پر خلاف یې د جنګ کولو هوډ وکړ . نو هغه اته لکه قوي فوځ را واخست او د سمرقند څخه روان شو تر څو د بایزید سره و جنګیږی .
دتاریخ د لوستونکو تر مخ تیمور لنګ په دوو مخونو سره را ښکاره کیږي ، په یوه مخ کې هغه ډیر زیات سوله خوښونکې انسان ښکاري ، هغه د منځنۍ اسیا او په ځانګړی توګه ترکستان ته نوې ژوند ور باښه . په دریابونو یې بندونه جوړ کړل ، نهرونه یې و غځول ، او دیوه بند په واسطه یې د سمرقند پایتخت ته د ذرفشان ددریاب اوبه را واړولې .
او په دې تر تیب یې ټول ښارکې تر ځمکې لاندې د اوبو بیولو لښتېو جال و غځاوه ، تباه او ورانی ویجاړې یې ابادې کړې او ستر ستر محلات او ښه ښکلې مسجدونه او مدرسي یې تعمیر او جوړې کړې . او د تیمور معمول دا و چې د فتح د هنر په اړه یو یادګار عمارت هلته جوړ کړي.
هندوستان ، اصفهان ، شیراز او دمشق څخه یې مشهور معماران او کار کونکي له ځانه سره یوړل تر څو د سمرقند ښکلې عمارتونه جوړ کړی ، دهغې خلکو نسل اوس هم د سمرقند او بخارا په شاوخوا کې پیدا کیږی .
هغه په خپلو سیمو کې دعلم او ادب مرکزونه جوړ کړل ، د خوارزم څخه استادان ، د بخارا شاګردان ، دفرغانې علماء په دې مراکزو کې را ټول شوي و . سمرقند ډیر زیات پر مختګ وکړ ، دښار په چاپیریال کې تر شپږو میلو پورې باغونه پراته و . چې په هغوې کې ډیر سترې ستر ې ماڼۍ چې زیاتو کې یې زمرد او نور ښایسته کاڼی لګیدلې و تر سترګو کیدې .
هغه د هیواد د صنعتي پرمختګ له پاره خاصه توجه وکړه ،دمشق ،حلب او انګوره څخه پارچه جات ، دترکي څخه زرګر ، جارجیا څخه اهنګران او د نورور هیوادو څخه پوه کارکونکی راوستل اوپه سمرقند کې یې ځاې په ځاې کړل . دهغه د هڅو پایلې داشوې چې د اسیا د هرکسب خلک اود هر قوم وګړي دلته موجود شول. د صنعت او حرفت له پاره یې جدا جدا بازارونه جوړ کړل . ابادي یې د یونیم لک خلکو څخه ډیره وه ، نژدې یوه پیړۍ وروسته د تیمورلنګ دهمدې صفتونو په اړه بابر شهنشاه په بابري ترک کې د سمرقند یادونه کوي او لیکي چې :
دا سمرقند چې د الله له اړخه مونږ ته تحفه شوي دې ، د لطائفو له اړخه په عالم کې یو انتخاب دې ، همدا ښار د حضرت تیمور پایتخت و ، پادشاه په خپل ذات کې یواځې و . ما اندازه واخسته هغه لس زره او شپږسوه قدمه وخوت .د سمرقند په ما ڼیو کې د ټولو شاندار عمارت د تیمور لنګ څلور منزله ماڼی ده چې د ترک د سراې په نامه یې شهرت موندلې دې .
د محل نه اخوا ددې ځاې جامع مسجد په خپل شان کې یواځې دې .تیمورلنک د هند وستان څخه د بیرته را ستنیدو په وخت کې دهغه ځاي تیږي تراشونکی را وړی و . اودا مسجد دهمغو تیږو تراشونکو د کمال پایلې دي .ددې مسجد ځانګړتیا داده چې دهغې پر مخه یو آیت په ډیر ښایسته بڼه لیکل شوې دې ، دا آیت «کوس » لري څخه هم لوستل کیداې شي . دمحل په څیر مسجد ماڼۍ هم ډیره پراخه ده ، د سمرقند یو ښه والې دادې چې دلته د صنعت بازار جدا دې ، یو دبله سره مخلوط نه دي ، په سمرقند کې ډیر ښه کاغذ جوړیږې چې په ټوله نړۍ کې ډیر ښه ارزښت لري . (دا د هندوستان د بابر د شهنشاه الفاظ دی )
څرنګه چې تیمور په خپله د ترکستان د خاورې څخه را پورته شوې و په دې خاطر هغه د ترکستا ن په جوړښت اوښایسته کولو کې ډیره دلچسپي درلوده ، په تجارت ، صنعت ، او علم و ادب ته یې په فروغ ورکولو کې هیڅ کمې و نه کړ.ددې ځایه به تجارتي قافلي له یوه لورې هندوستان ته او دبلې لورې جرمني او ان تر جینوا پورې رسیدلې ، تیمور اوقافو ته هم پراختیا ورکړ ه ،ډیرې زیاتې مدرسې یې جوړې کړې ، جوماتونه او شفاخاني یې تعمیر کړې ، او د همدې تیمور ریسانو ، امرانو او وزیرانو هم دهغه په قدم پل کیښود او په دې کارونو کې یې په ډیر شوق او ذوق سره کار وکړ .
د تیمور دژوند په تاریخ کې د هغه بل اړخ دادې چې هغه د تاریخ د یوه ستر اوقوي شخصیت په څیر په افق کې را څرګند شو او د منګولیا څخه نیولې ان تر روم د بحیرې پورې ټولې سیمي یې د و اک لاندې راغلې . لمړۍ هغه د ماوراءنهر په ښار باندې ولکه وکړه ، بیا یې ترکستان سوبه کړ ، اودهغې وروسته یې تر څنګ ګاونډي هیوادونه اوسیمي یوپه بل پسې ونیولې ،د زرین لښکر خان ته یې ډیره بده ماتې ورکړه . دهغه وروسته هغه د هندوستان په لور ولاړ او په پوره ځواک سره یې دهلي و نیو ، څو اونۍ وروسته دهغه فوځونه د قفقاز غرنۍ سیمي یو په بله پسې تر پښو لاندې کړې او ان تر کوچنۍ اسیا پورې ورسید . دهغه ځایه د شام او مصر په لور ولاړ او په منځني ختیز باندې ور و غوزید ، او دا هماغه تیمور و چې د ترکستان دخاورې څخه یې سر را پورته کړې و .
د تیمور بل کړچاد دهغو طالع ازماو بهترینه نمونه ده چې دخپل شخصیت ، عظمت ، او سر لوړۍ په خاطر د هیڅ کار کولو څخه دریغ نه کوي ، هغه مسلمان و چې د خپلې وینا په اساس يې «د قران کریم سره یې ډیره مینه درلوده » خو هغه دخپلو عزایمو او غوښتنو په خاطر تر خپله ځانه پورته ډیرو جابرو او ظالمو ،سفاکو غیرمسلمانو فاتحینو ته هم ماتې ورکړې وه .
هغه د ابادیو ابادۍ یو په بل پسې غارت ، چور او چپاول کړې ، په سوبه شوو سیمو کې یې نارینه ، ښځې ،کوچنیان ، زاړه او ځوانان پرته له امتیازه له تیغه تیرول ، دا داسې داستانونه و چې د چنګیزخان او هلاکو قصې یې د خلکو د ذهنونو څخه وویستې .
دهشت او ویره اچول دهغه د جنګونو تر ټولو ستره حربه وه ، هر چا به چې د ځانه دفاع کوله هغوې ته یې سخته سزا ورکوله ، او ډیر وخت به یې ټوله ابادې په مرګ محکموله .
د مرغیانه اوسیدونکو دهغه په مقابل کې څو ځله بغاوت وکړ . بلاخره د سخت جنګ وروسته کله چې دا سیمه د هغه تر مخ تسلیم شوه ، نو تیمور دهغې ځاې د ټولو وګړو د وژلو حکم وکړ . ان تر درې میاشتو پورې دا عامه وژنه روانه وه ، او بیا یې د پاته ابادۍ د له منځه وړلو په خاطر د مرغاب ددریاب بند ورمات کړ . دغه بند دهغه ځاې زراعت ته اوبه ورکولې ، کله چې د خلکو اوبه و چي شوې ، شینوالې او تازه والې له منځه ولاړ ، نو قحط خپور شو او ټوله ابادي د اجل په مړینه له منځه ولاړه . په همدې تر تیب هغه د خپل یو عسکر د انتقام په خاطر د اصفهان او شیراز ښختي د ښختو سره و جنګولې ، په هر صورت د تیمور په بل مخ کې ددنیا داسې ظلم او تیرې نه و چې هغه د انسانانو په خلاف نه و تر سره کړې .
تیمورلنګ اوس د مختلفو هیوادونو او حکومتونو د ترغیب سره سره بیا هم د سلطان بایزیدیلدرم سره دټکر کولو څخه ویره احساسوله ، هغه د سلطان بایزیدیلدرم د ذاتي شجاعت او میړانې څخه پوره پوره خبرو ، په دې خاطر هغه د سلطان بایزیدیلدرم تر مخه د راتلو له پاره ډیرې زیاتې بهانې جوړولې ، او کله چې هغه ته د روس څخه هم د هغه ملاتړي ستر لښکر را ورسید او د اروپا نورو ځواکونو هم دهغه ملاتړ اعلان کړ نوبیا تیمور لنګ همت وکړ او د اته لکه ستر لښکر سره یو ځاې د سمرقند څخه د سلطان بایزیدیلدرم د مقابلې له پاره را وخوځید.
هلته سلطان بایزیدیلدرم هم د پولوپ د جزیرې څخه کوچ کړې و او د قسطنطنیې ښار یې تر محاصرې لاندې نیولې و.
*****۴۰
دلمر دغروب په وخت کې د هرشي سیورې اوږدیده او هر شې خپله څیره د سرې سرې کیدو سره ټیټوله . قیرات اوسریان دواړه مور اولور دخپلې کوچنۍ رمې څخه شیده اخستل چې ناڅاپه سریان هغه لوښې چې غوښتل یې دوزو شیده په کې را ولوشي یوې خواته کیښود او ددروازې لورې ته ورغله ،
قیرات ته دخپلې لور سریان دا کار ډیر بد ښکاره شو . ځکه چې د وزو څخه د شیدو د اخستلو وخت نور په تیریدوو ، د هغې سره چې په لاس کې کوم لوښې و د هغه سره یوځاې را وګرزیده، او د حویلۍ د مرکزي دروازې په لور یې وکتل ، نو هغې هم خپل لوښې په هماغه ځاې کې کیښود چیرې چې سریان خپل لوښې ایښې و .او دمرکزي دروازي په لور یې منډه اخستي وه. ځکه چې د مرکزي دروازې څخه ریونا دخپل آس واګي نیولې وې او راننوتي وه .
سریان ورمنډه کړه اوکله چې ریونا ته ورنژدې شوه نوریونا دخپل آس واګې پریښودې ، او د سریان په لور یې ورمنډه کړه ، سریان یې د خپل ځان سره په غیږه کې را تاو کړه اوډیره مینه یې ورسره وکړه ، تر دې وخته پورې قیرات هم دروازې ته ور رسیدلې وه . بیا د سریان څخه د جدا کیدو وروسته ریونا د قیرات په لور ورمنډه کړه او هغې ته ورغاړې وته ، قیرات د هغه مخ ، دهغه تندې او دهغه غومبري اوسترګې ښکل کړې .
کله چې ریونا جدا شوه نو د مور اولور دواړو تر مخ شوه ، بیا د ریونا په لور په ډیر اندیښمن نظر سره په کتلو سره قیرات وویل :
ریونا لورې ته ځانته را غلي یې ؟ علي پاشا چیرې دې ؟
دقیرات په دې بې صبرانه پوښتنې سره ریونا په خندا شوه او بیا یې وویل :
اې زما مورې ! اول به زه خپل آس هلته اخوری ته بوزم ، و به یې تړم ، د زین سره تړلې سامان به ترې راښکته کړم او بیا به د خپلې مور په میلمستون کې کینم اوپه ډیره ارامه توګه به ټوله قصه په تفصیل سره درته واوروم .
دریونا ددې خبرو سره سم سریان ورمنډه کړه او د ریونا د اس واګې یې و نیولې ، اواس یې اخور ته روان کړ نو ریونا ورمنډه کړه دهغه لاره یې و نیوله او ورته یې وویل :
سریان خورې ! داستا کار نه دې ، بې شکه چې زه ستا ورندار یم او ستا د ورور علي پاشا ښځه یم ، خوکله چې علي پاشا په کور کې نه وي نو دا یاد ساته ، د علي پاشا دښځې په حیث ، زه په داسې حال کې چې ستا مشره خور یم ، نو په دې حساب زه ستا مشر ورور هم یم . نو کله چې هم داسې موقع مخ ته راځي ،زما درنې خورې ! زما د اس واګې مه نیسه او مه یې اخور ته وړه ، دا کار زه په خپله کوم .
په ځواب کې سریان دهغې څخه د آس واګې په زور واخستې او ورته یې وویل :
نه ریونا خورې ! زه به په خپله ستا آس اخور ته وړم او هلته به یې تړم ، ته زما مشره خور یې ،زما له پاره زما د ورور علي پاشا حیثیت لري ، نو ولې زه ستا خدمت و نه کړم ؟
په ځواب کې ریونا سریان په خپله غیږ کې و نیوله د هغې تندې او سر یې ښکل کړل ،او ورته یې وویل :
سریان ! ته لږه شیبه دلته تم شه زه به آس و تړم اوبیرته به د خپلې خور خواته راشم .
سریان ورته وخندل او دریونا خبره یې ومنله ، ریونا خپل اس اخور ته یوړ او هلته یې د نورو اسونو سره یو ځاې وتاړه ، زین ترې را ښکته کړ او د زین د ایښولو له پاره چې هلته کوم ځایونه جوړ شوي و هملته یې کیښود.د زین سره چې کوم سامان تړلې و نو کله یې چې هغه را خسته نو سریان هم ورمنډه کړه او څه سامان یې دریونا سره را واخست ،اوبیا یې ټول سامان میلمستون ته راوست ، اوپه خپل ځاې کیناسته ، په دې وخت کې قیرات ورته وویل :
ریونا لورې ! تاسې دواړه همدلته کینئ او خبرې وکړئ زه به تر هغې پورې د وزو څخه شیده را ولوشم ، اوبیا به له تاسره تفصلیي مرکه وکړم . بیا به ډوډۍ تیاره کړو اودرې واړه به یې یو ځاې و خورو .
دقیرات ددې خبرې سره سم ریونا دخپله ځایه پورته شوه ، د قیرات خواته راغله ، هغه یې په خپله غیږ کې واخستله ، اوپه ډیره مینه یې ورته وویل :
مورجانې ! اوس خو ستا دواړه لوڼي له تاسره دي ، نو زمونږ په شتون کې که ته د وزو څخه شیده را اخلي نو مورجانې ! دا خو زمونږ ددواړو له پاره د شرم سبب ګرځي . اوس ته دلته په میلمستون کې کینه ، زه او زما کشره خور سریان دواړو به د وزو څخه شیده را واخلو او دهغې وروسته به بیا همدلته کینو او په خپلو منځو کې به خبرې اترې وکړو .
دریونا په دې خبرو باندې قیرات ډیره زیاته خوشحاله شوه. بیا ریونا سریان ته یوه خاصه اشاره وکړه ، دهغې سره سم دوې د میلمستون څخه ووتلې ، دواړه خویندې هغه لورې ته ولاړې چیرې چې دوې دشیدو د لوشلو لوښې ایښي وول. دواړو خویندو په ډیره چټکۍ سره د وزو څخه شیده واخستل .
کله چې هغوې ددې کار څخه فارغه شوې ،نو بیرته راغلې او دقیرات تر څنګ په میلمستون کې کیناستې ، بیا نو په ډیره مینه، په ډیره ښه لهجه او په ډیر درنښت سره قیرات ریونا ته مخ کړ او ورته یې وویل :
ریونا لورې ! اوس را ته ووایه چې ته څنګه راغلې او علي پاشا چیرې دې ؟ بایزیدیلدرم چیرې دې ؟ او لښکر چیرې او په څه حال کې دې ؟
په ځواب کې ریونا پر خپل ځاې ځان جوړ کړ او بیا یی وویل :
مورجانې ! هغه وخت چې سلطان بایزیدیلدرم ، علي پاشا او ولیعهد محمد د پولوپ په جزیره کې صلیبیانو ته په دویم جنګ کې هم ډیره شرمناکه ماته ورکړه ، سلطان بایزیدیلدرم ددښمن په پړاو باندی ولکه وکړه ، بیا سلطان دخپلو زخمیانو د مرهم پټۍ په خاطر هلته درې ورځې تم شو ، ددرې ورځو ددې پړاو نه تر مخ سلطان بایزیدیلدرم علي پاشا زما پسې را استولې و ، په دې اساس علي پاشا درې ورځي هملته زما سره پاته شو . درې ورځي وروسته سلطان بایزیدیلدرم هم د خپل لښکر سره یو ځاې هلته را ورسید. نو زه او علي پاشا دواړه یې له ځانه سره واخستو ،د قسطنظنیي په لورې ولاړ او هغه ښار یې محاصره کړ
مورجانې ! زه هم د علي پاشا سره تر دوو ورځو پاته شوم ، ددې وروسته د غنیمت هغه مالونه چې دپولوپ په جزیره کې دسلطان لاس ته ورغلي و هغه یې د فوځي ډلو سره یو ځاې دلته د بروصې ښار ته را ولیږل ، سلطان ویریده چې د قسطنطنیي محاصره به اوږده شي ، تر څنګ یې سلطان هوډ درلود چې د دې ښارد سوبې وروسته به هغه د روم په لور حرکت کوي،ځکه د روم دسینټ پیټر دمعبود په قربان ځاې کې سلطان د خپل اس د تړلو سوګند یادکړې و . اودهمدې سوګند د تر سره کولو له پاره هغه غوښتل لمړۍ قسطنطنیه و نیسي او بیا د روم په لور ولاړ شي .
دا ډیر سخت عسکری پرواګرام دې ،اوبیا یې کله چې د قسطنطنیي محاصره پیل کړه نو په لښکر کې زما څخه علاوه بله کومه ښځینه نه وه ، په دې خاطر علي پاشا زه ددوه ورځو د ساتلووروسته ،ددغې ساتونکو سره یو ځاې بروصې ښار ته را ولیږلم . نومور جانې زه دهمدې ساتونکو په ساتنه کې دادې دلته راورسیدم.
د ریونا په دې خبرو قیرات ډیره زیاته خوشحاله شوې وه ، بیا قیرات ریونا ته وویل :
لورې ! دا خو دې ډیر ښه کار وکړ چې د قسطنطنیی څخه دلته راغلې ، لورې ! علي پاشا هم ډیر مناسب کار ترسره کړې دې . لورې ! کله چې په لښکر کې ستا څخه علاوه بله ښځه نه وه نو ستا موجودیت هلته ستونزمن و .او دا هم شونې وه چې د قسطنطنیې محاصره اوږده شي ، اوهلته تا ته ځانته په خیمه کې ژوند کول د اذیت او درد نه ډک و ګرځي. ځکه چې علي پاشا به شپه او ورځ هلته د محاصرې په ساتلو کې مصروف وي ، اوبیا چې کله هغه د سلطان سره یو ځاې د قسطنطنیي د سوبي څخه وروسته د روم په لور سفر کوي نوبیا به هم تا ته ډیره ستونزمنه تمامیده ، په دې خاطر زه ډیره خوشحاله یم چې ته زما لورې ترې دلته راغلې ، ددې تر څنګ لورې ! ما او سریان خپل ځانونه یواځې احساسول ،که څه هم پخوا زما ورور برهان الدین به دلته رتګ راتګ کاوه خو د تیرو څو اونیو را هیسې هغه هم دې لورې ته نه دې راغلي معلومه نه ده چې چیرې به تللې وي .
په ځواب کې ورته ریونا په خندانه خوله وویل :
مورجانې ! کله چې زمونږ لښکر د پولوپ د جزیرې څخه د قسطنطنیي په لور را ته ، نوپه لاره کې برهان الدین هم د سلطان په لښکر کې ورګډ شو . ویل کیږي چې سلطان خپل دغه استاد او لارښود پخپله را غوښتې و. تر څو د قسطنطنیي د محاصرې په وخت کې هغه د سلطان تر خوا وي. ددې ښار د سوبې نه وروسته کله چې سلطان د روم په لور کوچ کوی نوخپل استاد برهان الدین به هم ورسره و ي ، په دې خاطر محترم برهان الدین ستاسې لورې ته نه دې راغلې .
دریونا ددې خبرو څخه قیرات ډیره ډاډ منه شوه اوبیا یې د خوښۍ په حال کې وویل:
ریونا لورې ! ته به ستومانه شوې یې ،تا پرلپسې سفر کړې دې ، تا چې ددې وزو شیده را ولوشل ،نو لورې ! تا دا ډیر بې ځایه زور وکړ ، او که نه ما غوښتل چې ته بلکل ارام وکړې ، ځکه چې ته به د سفر څخه پوره ستومانه شوې یئ ، اوس به زه تاته حکماً ووایم چې ته همدلته په میلمستون کې کینه زه او سریان به ولاړې شو او ډوډۍ به تیاره کړو .اوبیا به یې همدلته په میلمستون کې درې واړه وخورو .
ریونا په یوه خیز سره دخپله ځایه پورته شو ه او وي ویل :
مورجانې ! زه د ستړتیا اوستومانتیا دنامه سره اشنا نه یم ، زما یوه خبره یاد ساته ،مورجانې! زه ستا لور یم او دعلي پاشا په غیر حاضرۍ کې ستا زوې ، ستا ساتنه ، ستا خدمت ، پر ما فرض دي ، که ته زما په موجودیت کې ډوډۍ تیاره کړې نو بیا داسې و ګڼه چې د ریونا په ژوند باندې لعنت دې ،که چیرې زما په موجودیت کې زما مور ټول کارونه کوی تو بیا مورجانې ! زما د موجودیت څه ګټه ؟ ته همدلته چپ چاپ کینه ، له ماسره به زما خور ځي ، مونږ دواړه خویندې به ډوډۍ تیاره کړو ، همدلته به یې راوړو او درې واړه به یې یو ځاې و خورو .
د ریونا ددې خبرې په ځواب کې قیرات غوښتل څه ووایی چې ریونا دهغې په دواړو اوږو باندې لاسونه کیښول په خپل ځاې یې کنیوله ،او سریان یې له لاسه و نیوله ، اود ډوډۍ دتیارولو له پاره یې له ځانه سره پخلنځاې ته یوړه .
پرلپسې لري…