اسوشیټیډ پریس د ډنمارکي پوځ په حواله خبر ورکوی چی نن یوې چاودنی په هلمند کی یو ډنمارکی عسکر وواژه او څلور نور یې ټپیان کړل . په دې سره د ډنمارکي پوځیانو تلفات ۳۱ ته ورسېدل .
د یو بل خبر له مخی چی فرانس پریس آژانس ورکړ ، طالبانو د دایکنډی ولایت د کجران د ولسوالۍ د پولیسو پر یوه مضبوطه پوسته حمله وکړه چی له امله یې دوه پولیس ووژل او دوه نور یې ټپیان کړل . وروسته حکومت تازه دمه پولیس ور ولېږل چی د هغه په نتیجه کی شپږ پولیس او څلور ملکی کسان ( چی د پولیسو تر څنګ جنګېدل ) ووژل سول او دوه پولیس هم ژوبل سول . خبر زیاتوی چی په دغه لس ساعته جنګ کی ۹ حمله کونکي هم له منځه تللي دي .