کور / تازه خبرونه / د ختيځ زوند د محاکمو مسولينو غونډه وکړه

د ختيځ زوند د محاکمو مسولينو غونډه وکړه

دننګرهار په استناف محکمه کې دختيځ زون دمحاکمو دمسوولينو درې مياشتنۍ ګډه غونډه ترسره شوه .
دغه غونډه چې دسترې محکمې دعالي شورا دغړي قضاوتپوه پوهاندعبدالعزيز عزيز په مشرۍ ترسره شوه چې په کې دختيځو ولاياتو ننګرهار ، کونړ ، لغمان اونورستان داستناف محکمو رئيسانو ، دابتدائيه محکمو مشرانو او استازو برخه لرله .
دغونډې په پيل کې دننګرهار داستناف محکمې رئيس مولوي صديق الله حقيق په خپلو خبرو کې وويل ددغه غونډې نه يې موخه دقضاياو په برخه کې دشتونزو مخنيوى او دچارو همغږي ده ترڅو يې پر وړاندې پرتې ستونزې په همغږۍ سره پاى ومومي .
دسترې محکمې دعالي شورا غړي قضاوتپوه پوهاند عبدالعزيز عزيز دداسې غونډو جوړول دستونزو په هواري کې مهم ګام ياد او داستناف له ټولو قاضيانو يې وغوښتل چې په پوره صداقت او عدالت سره دې دخلکو کارونه مخ ته يوسي او دستونزو په مخنيوي کې يې هڅې وکړي .