کور / تازه خبرونه / روسيه د افغان ستونزې د هوارۍ لپاره غونډه جوړوي

روسيه د افغان ستونزې د هوارۍ لپاره غونډه جوړوي

ټاکل شوې ده تر راتلوونکې دوو مياشتوپورې دافغانستان دستونزو د هوارۍ لپاره دمناسبو لارو دلټولو په موخه دافغانستان،پاکستان،تاجکستان او روسيې په ګډون يوه څلور اړخيزه غونډه په مسکوکې جوړه شي .

دروسې ولسمشر دجمعې په ورځ په تاشکندکې د شانګهاى په غونډه کې دولسمشرکرزى سره په ليدنه کې دسولې ملې مشورتي جرګه دافغانستان دخلکولپاره يوه ستره بريا ګڼي .

اوپه افغانستان کې دامنيت دټينګولو په برخه کې دخپل هيواد په همکاريو ټينګارکوي .

په همدې حال کې دروسې ولسمشر دسالنګ تونل دبيارغاونې لپاره دخپل هيواد دچمتوالې خبر ورکړ .