کور / تازه خبرونه / کندهار: يو بل قومي مشر ووژل سو

کندهار: يو بل قومي مشر ووژل سو

د کندهار په سرحدي سیمه سپین بولدک کي د نورزو د قوم یو قومي مشر حاجي امیر محمد لومړی د نامعلومو وسلوالو له لوری د کور څخه ایستل سوی او بیا وژل سوی دی .د بولدک امنیه قوماندان د پېښي پخلئ وکړ او پړه یې بر طالبانو واچول، نوموړي لراوبر ته وويل چي په دې اړه يې پلټني پيل کړي دي .

ددې وژني مسوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخستئ .
د يادوني وړ ده چي د کندهار ، زابل ، هلمند او روزګان په ولايتونو کي د تېرو څو کلونو راهيسي د قومی مشرانو ، ښوونکو او بانفوذو کسانو د مرموزو وژنو شمېره څلور سوه پنخه کسانو ته رسيږي ، له دې شمېرې څخه د دولت سره تړلو کسانو د وژلو مسوليت طالبانو اخستی خو د يو شمېر نورو وژل تر اوسه پوري ناڅرګند پاته دي .